په وروستیو ورځو کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر پوځي مرکزونو د هوايي بریدونو یوه لړۍ پیل کړې ده. د موجودو معلوماتو لهمخې، دا بریدونه له پنځوسو څخه زیات هوايي عملیات رانغاړي او تر ډېره پوځي اډې، د وسلو زېرمې او د طالبانو اړوند روزنیز مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.
د پاکستان پوځ د «غضبالحق» په نوم عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو مهم پوځي مرکزونه او قول اردوګانې په نښه کړې دي. ویل کېږي چې د دې عملیاتو موخه د طالبانو د پوځي جوړښت کمزوري کول او ځپل دي.
د دغو بریدونو د پیل په لومړیو ورځو کې، د کابل د پلازمېنې لوېدیځ ته د ریشخور فرقه د درنو هوايي بریدونو هدف وګرځېده. دا مرکز د کابل په شاوخوا کې له مهمو پوځي اډو څخه شمېرل کېږي او پخوا هم د مهم پوځي او روزنیز مرکز په توګه کارېدلی دی. سرچینې وایي، چې په دې اډه کې د پوځي تاسیساتو تر څنګ روزنیزې برخې هم موجودې وې او داسې اټکل کېږي، چې ښايي ځینو وسلهوالو ډلو هم له همدې روزنیزو اسانتیاوو څخه ګټه اخیستې وي.
د افغانستان په ختیځ کې هم څو پوځي مرکزونه په نښه شوي دي. په ننګرهار ولایت کې د ختیځ سرحدي زون قومندانۍ او د ننګرهار پخوانۍ قول اردو (چې د جمهوریت پر مهال د ګارنیزیون د قومندانۍ په توګه یې فعالیت درلود) د پاکستان د بریدونو له مهمو هدفونو څخه وو.
په لغمان کې هم د سېلاب قول اردو اړوند د پوځي تاسیساتو ځینې برخې په نښه شوې دي. په ختیځ کې یوې سرچینې وویل، چې پر لغمان او ننګرهار په یادو بریدونو کې یوه زیاته اندازه وسلې او نور نظامي تجهیزاتو هم لهمنځه تللي دي.
په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم پوځي مرکزونه او هدفونه تر برید لاندې راغلي دي. د خوست د سپېرې ولسوالۍ او پر ډیورنډ کرښه د کونړ په ځینو سیمو کې پوځي تاسیسات او سرحدي پوستې په نښه شوې دي. دا ولایتونه پر ډیورنډ کرښه پراته دي او اسلاماباد ادعا کوي، چې ځینې د پاکستان ضد وسلهوالې ډلې په همدې سیمو کې دي.
د افغانستان په سوېل ختیځ کې د پکتیا د ارګون قول اردو هم د پراخو بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا مرکز د سیمې له مهمو پوځي اډو څخه بلل کېږي او د وسلو او پوځي تجهیزاتو زېرمې لري. دا سیمه له ډیورنډ کرښې سره د نږدېوالي له کبله په سیمه کې حساسه امنیتي نقطه شمېرل کېږي.
د افغانستان په سوېل کې د کندهار قول اردو هم په تېرو دوو ورځو کې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا قول اردو د افغانستان د پخواني پوځ له مهمو پوځي مرکزونو څخه وه او د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو او وېش لپاره یې لویه ساحوي زېرمه درلوده. دغو زېرمو د شاوخوا پوځي اډو د اکمال او ملاتړ مهم رول درلود. د کندهار قول اردو پخوا د هلمند په ګډون د سوېلي ولایتونو پوځي مرکزونو ته هم ملاتړ برابراوه.
په همدې وخت کې د پاکستان پوځ په یوه پام وړ اقدام کې د بګرام هوايي اډه هم بمبار کړې ده. بګرام په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو تر ټولو لویه پوځي اډه وه او تر ۲۰۲۱ کال پورې، د امریکايي ځواکونو د وتلو تر وخته، په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو اصلي مرکز ګڼل کېده.
د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دې اډې یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ شول، خو لا هم د پام وړ اندازه وسلې او وسایل پهکې پاتې دي. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په لومړیو درېیو کلونو کې څو ځله له همدې تجهیزاتو په پوځي پریټونو کې کار واخیستل شو. طالبانو په بګرام کې چورلکې، ټانکونه او نور امریکايي وسایل نندارې ته وړاندې کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د شدت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې زیاتېدو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان په جبري ډول بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې پر ایران د وروستیو بریدونو له امله سل زره کسان یوازې له تهران څخه بېځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په لبنان کې د کړکېچ له رامنځته کېدو راهیسې له ۳۰ زره څخه ډېر کسان سوریې ته کډوال شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسانو د بېځایه کېدو او په پاکستان کې د ۳۰۰۰ کسانو د داخلي بېځایه کېدو اټکل شوی دی.
دا کسان پر داسې مهال له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او همدارنګه پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري او په مقابل کې یې ایران پر یو شمېر ګاونډویو هېوادونو توغندیزو بریدونو ته مخه کړې ده.
له نوي ډیلي نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې پرېکړې له امله ۳۳ افغان مسافر، چې ښځې، ماشومان، سپینږیري او ځینې ناروغان هم پکې شامل دي، له دوو ورځو زیات د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر د ټرانزېټ په برخه کې پاتې دي.
د مسافرو په وینا، سره له دې چې ځنډ اوږد شوی، هوايي شرکت تر اوسه د استوګنې ځای، مناسب خوراک او نور اړین خدمات نه دي برابر کړي او له هغوی غوښتل شوي چې د هوايي ډګر په ټرانزېټ سالون کې پاتې شي.
مسافر وايي، د هوايي شرکت مسوولانو ورته ویلي چې «الوتنه د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري د الوتنې د جواز نه صادرېدو له امله لغوه شوې ده». خو افغان مسافر ټینګار کوي چې «باید د اداري او سیاسي ستونزو قرباني نه شي او لږ تر لږه د مسافرو بنسټیز حقونه ورته برابر شي».
دغو مسافرو په ډيلي کې د طالبانو له سفارت، د هوايي ډګر له مسوولانو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
کام ایر شرکت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مسافرو یادې ادعاوې تصدیق کړې دي.