د غزې ناورین؛ د جګړې له پیله تر دې دمه نږدې ۱۹زره ماشومان وژل شوي

د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي، د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې په یاده سیمه کې تر ۶۲زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي چې نږدې ۱۹زره یې ماشومان دي.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي، د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې په یاده سیمه کې تر ۶۲زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي چې نږدې ۱۹زره یې ماشومان دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې هېڅ ځای د ماشومانو لپاره خوندي نهدی او د اسراییل کلابندۍ د خوړو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) زیاته کړې، د دغه بنسټ ښوونځي چې د زرګونو خلکو لپاره سرپناه په توګه کارول کېږي؛ پرلهپسې په نښه کېږي او «د ماشومانو لپاره د مرګ ځایونه» ګرځیدلي دي. نوموړي سازمان او یونېسف یو ځل بیا په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د جګړې پخواني امریکايي سرتېري د شل کلنې جګړې په اړه د پرېکړو د بیاکتنې کمېسیون ته خپلې تجربې او د هغې جګړې حالات بیانوي. دغه سرتېري وايي: «د افغانستان جګړه نه یوازې دوزخ وه، بلکي مغشوشوونکې، روحیه ماتونکې او کله ناکله سپکوونکې هم وه.»
د افغانستان د جګړې دوه اړخیز کمېسیون هڅه کوي، چې د دغو پخوانیو سرتېرو تجربې په هغه راپور کې ځای پر ځای کړي، چې راتلونکی کال یې کانګرس ته وړاندې کوي.
دغه راپور د ۲۰۰۱ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ګډوډ وتلو پورې مهمې ستراتېژیکې، ډیپلوماتیکې، پوځي او عملیاتي پرېکړې څېړلې دي.
دغه ډلې د سې شنبې په ورځ خپل دویم لنډمهاله راپور خپور کړی، چې تر اوسه یې کومه پايله نه ده وړاندې کړې.
دوی د کابینې له غړو، پوځي قوماندانانو، ډيپلوماټانو، د افغانستان او پاکستان له مشرانو او نورو کسانو سره شاوخوا ۱۶۰ مرکې کړي او زرګونه دولتي اسناد یې تر لاسه کړي.
د افغانستان په جګړه کې پخوانیو امریکايي سرتېرو د اګسټ په ۱۲مه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې «موږ د افغانستان له جګړې څه زده کولی شو» د دوو پرله پسې ساعتونو لپاره خپلې شخصي کیسې او تجربې شریکې کړې.
په دې کیسو کې یوه هم مثبته نه وه او ډېری یې له ژورې مایوسۍ او خپګان څخه ډکې وې.
یوې پخوانۍ سمندري سرتېرې بریټي ډایمونډ چې په ۲۰۱۲ کې يې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، وايي: «زما په اند د دې تجربې تر ټولو غوره توصیف دا دی، چې دا هر څه وحشتناکه و.»
د سمندري ځواکونو پخوانۍ سرتېري فلورنس ویلس وویل، چې د ۲۰۲۱ کال وتل شرمونکې وه او په افغانستان کې په خدمت کولو شرمېږي.
هغې وویل: «دا هر څه د ویتنام په څېر و، داسې ویتنام چې هېچا یې هم تمه نه لرله او موږ هم پکې هڅه نه وه کړې.»
د امریکا د کانګرس غړو چې ځینو یې په دې جګړه کې برخه هم اخیستې، د ۲۰۲۱ کاله د وتلو څو میاشتې وروسته یې یو خپلواک کمېسیون جوړ کړ.
دا اقدام له هغه وروسته وشو، چې جو بايډن ډېموکراټ حکومت په ارزونه کې ټرمپ د اداري کړنې مسوول وګڼلی او زیاته یې کړه، چې هغه د امریکا لپاره انتخابونه محدود کړي و.
بلخوا، د جمهوريپالانو ارزونې بیا خپله بایډن ملامت وګاڼه.
د کمېسیون مرستیال مشر ډاکټر کالین جکسن وايي، دوی هڅه کوي چې د دې اوږدې جګړې لوی انځور درک او وړاندې کړي.
هغه وویل: «دا راپور باید د هر سرتېري، بحري، هوايي او سمندري ځواکونو د تجربې استازیتوب وکړي.»
د پوځ یوه بل پخواني سرتېري سټیف اورف چې ۸ کاله یې په افغانستان کې دنده اجرا کړې، وویل: «دې تجربې مې روحیه ماته کړه، زه هلته د یوه بد سړي د وهلو لپاره نه وم تللی.»
د راپور له مخې، د بایډن ادارې په پيل کې کمېسیون ته اجازه نه ورکوله، چې د سپينې ماڼۍ هغه اسناد چې د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ د سولې تړون د عملي کېدو او د ځواکونو د اېستلو د څرنګوالي په اړه و، تر لاسه کړي.
دغه جګړه د امریکا د څلورو ولسمشرانو د واک پر مهال روانه وه او له ۲۴۰۰ زیات امریکان پکې ووژل شول.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو د خبرو پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د متحدهایالاتونو د تاریخ شرموونکې شېبه بللې ده.
ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې که هغه ولسمشر وای، له افغانستانه به په عزت، ځواک او اقتدار سره وتلی وای.
نوموړي د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي توندې نیوکې کوي او وایي: «زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه.»
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه رهبري کړه؛ خو دا پلان په جزوي ډول د ټرمپ د لومړۍ ادارې له خوا جوړ شوی و.
د ټرمپ ترڅنګ جمهوري غوښتونکي د بایډن د وتلو د مدیریت په اړه نیوکې کوي، چې له کبله یې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
دوی وايي، چې دغه وتل باید په سمو شرایطو کې تر سره شوی وای.
د یادولو ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و، چې امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.
په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.
ټرمپ په وار-وار خبرداری ورکړی، له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي.
د سویس د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته له نیول کېدو مصونیت ورکړي.
د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګناتسیو کاسیس د سویس له «اېس ار اېف» شبکې سره په مرکه کې ویلي، «له نیول کېدو پرته سویس ته د پوتین بلنه په بشپړ ډول شونې ده. موږ کولی شو په څو ورځو کې دغه موضوع مشخص کړو.» د نوموړي په وینا، دغه مصوونیت به هم یوازې د سولې په خبرو کې د پوتین د ګډون پر مهال عملي شي او دغه مصوونیت د هغه د خصوصي سفرونو لپاره نه دی.
د «اېس ار اېف» د راپور له مخې، د سویس دغه وړاندیز وروسته له هغې مطرح شوی، چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال څخه وغوښتل، چې د اوکراین له ولسمشر سره د دوه اړخیزې لیدنې لپاره چمتو شي. ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په الاسکا کې له پوتین سره ولیدل او له هغه وروسته یې له ولسمشر زېلېنسکي او اروپايي متحدینو سره هم لیده کاته وکړل.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د لېږدونې په تړاو تر څار لاندې دی.
د یادونې وړ ده، چې سویس پروسږکال هم په اوکراین کې د جګړې د درېدو لپاره هم د یوې غونډې کوربه وو، خو په یاده غونډه کې روسیه نه وه بلل شوې. په هغه وخت کې د سویس دولت د روسیې د نه بلنې لامل په یاده غونډه کې د مسکو نه لېوالتیا په ګوته کړی وو.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، متحده ایالاتو د غزې لپاره د اوربند پر یوې نوې طرحې خبرې روانې کړي، چې د دې وړاندیز له مخې به د اسراییل او حماس ترمنځ شپېته ورځنی اوربند وشي.
لیویټ زیاته کړه، چې حماس د اوربند دغه طرحه منلې ده او ټینګار یې وکړ، چې د حماس هوکړه له هغې وروسته راغله کله چې د امریکا ولسمشر په ټروت سوشیل خواله رسنۍ کې د غزې جګړې په تړاو یو قوي بیان خپور کړ.
د امریکا حکومت هیله لري، چې دا اوربند به د جګړې د شدت د راکمېدو او د بشري مرستو د رسولو لپاره لاره هواره کړي.
په عین حال کې، سرچینې وایي چې خبرې اترې لا هم روانې دي او وروستۍ پرېکړه تر اوسه نه ده شوې.
د «هرانا» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړی، چې د سې شنبې په سهار (د زمري ۲۸مه) په ایران کې لږ تر لږه ۱۲ بندیان په بېلابېلو بندخونو کې اعدام شوي، چې شپږ تنه یې افغانان دي.
د راپور له مخې، د بندرعباس په بندخونه کې د اعدام شویو شپږو افغان بندیانو له ډلې درې تنه پېژندل شوي دي، چې ویل کېږي یو یې ۳۰ کلن اللهنظر تاجیک، بل یې ۵۰ کلن عبدالروف نورزی او درېیم یې ۵۰ کلن عبدالرحمان اسحاقزی دی. د پاتې درېیو افغانانو هویت تر اوسه څرګند شوی نه دی.
یاد کسان څه موده وړاندې د نشه یي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نیول شوي او د ایران انقلابي محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه. دوی د زمري په ۲۶مه د حکم د عملي کېدو لپاره بل ځای ته لېږدول شوي وو.
راپور زیاتوي، چې د اراک زندان یو بل بندي چې بهزاد زینالي نومېده، پرون له یوه بل بندي سره پټ ځای ته لېږدول شوی و او نن د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شو.
هرانا زیاتوي، چې د کرمان په زندان کې بیا درې کسان «میلاد نارویي، حسن کهرازي او د هغه زوی عابدین کهرازي» په دار ځړول شوي.
ویل کېږي، چې اعدام شوي حسن شپږ ماشومانو او عابدین دوه ماشومان درلودل، چې د نشه یې توکو په تور نیول شوي وو او انقلابي محکمې پرې د اعدام حکم کړی و.
بلخوا، د حفیظ سیاه خاني په نوم یو تن چې د قتل په تور تورن وو، د ایرانشهر په زندان کې اعدام شوی دی.
په همدې حال کې، په فارس د لارستان ولسوالۍ په بیرم ښار کې د سجاد مولايي هکاني په نوم یو بل زنداني د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې په تور په عام محضر کې اعدام شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړي تېر کال د خپلې مېرمنې «مهسا اکبري» په مرسته دغه قتل کړی و. مېرمن اکبري هم د اعدام په سزا محکومه شوې او د قضا د اعلامیې له مخې، د هغې حکم به د قربانیانو د کورنۍ په شتون کې په زندان کې عملي شي.
هرانا ویلي، تر دمه د دغو اعدامونو په اړه د ایران قضایي او زنداني چارواکو رسمي تایید یا خبرتیا نه ده ورکړې.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې د مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا په مشرۍ له یوه پلاوي سره ناسته کړې. دواړو هېوادونو د افغان-ټرانس رېل پټلۍ د درې اړخیز تړون پر ژر عملي کولو ټينګار کړی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې د مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا سره د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۸مه) لیدلي دي.
دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو او ستراتيزيکې ملګرتیا په اړه بحث کړی دی او همداراز په دې ناسته کې د هغو ژمنو او هوکړو پر عملي کولو ټينګار شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې شهباز شریف دغه هېواد ته د سفر پر مهال کړې وې.
ازبکستان او پاکستان د متقابلو اړیکو او لیدنو پر ډېرېدو خوښي ښودلې.
د راپورونو له مخې، د روان کال له پيل راهيسي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۳ سلنه زياته شوې او د کارګو ټرانسپورټ کچه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
په کراچۍ او لاهور کې سوداګریز مرکزونه پرانیستل شوي او د مستقیمو الوتنو شمېر هم زیات شوی دی.
د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د نظامي او پوځي تخنیکي همکاریو او همدارنګه د عصري امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې پر عملي همکاریو ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف څو ورځې وړاندې په ترکمنستان کې هم د سیمې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس رېل لارې پروژې د چټکې پلیتابه غوښتنه کړې ده. هغه دغه پروژه د سیمهییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.
د افغان-ټرانس رېل لارې د امکان سنجونې تړون تېره میاشت د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت او د پاکستان د رېل لارې وزارت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د دغه تړون مراسم د درېیواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره شول.
پاکستاني وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دغه رېل لاره به د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د مالونو د ټرانزیټ لپاره نوې لاره برابره کړي او د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مهم رول ولري.