• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملک نصیر کوکي خېل له ۲۴۰ ورځو بند وروسته ازاد شوی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د خېبر جرګې مخکښ مشر ملک نصیر احمد کوکي خېل له نږدې ۲۴۰ ورځني بند وروسته له زندان نه خوشې شوی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، پر نوموړي د شپاړسو دروغجنو دوسیو تورونه لګېدلي وو، خو ټول یې دروغ ثابت شول.

ملک نصیر احمد کوکي خېل د خېبر د اپریدو له مشرانو او په خېبر کې د پښتون عدالت ( قامي جرګې ) له مهمو استازو وو چې تېر کال پولیسو نیولی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په فیسبوک لیکلي چې ملک نصیر کوکي خېل د شپاړسو دروغجنو مقدمو له امله نږدې ۲۴۰ورځې په زندان کې تېرې کړې. د ده په وینا، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه پولیسو نوموړی د مذاکراتو تر نامه لاندې یوې ناستې ته وغوښت، خو وروسته یې هلته بندی کړ.

پشتین زیاته کړه: «ملک نصیر له ډېرو تکلیفونو او قیدونو سره مخ شو، خو سر یې ټیټ نه کړ، هغه شپاړس مقدمې چې لس په خیبر پښتونخوا او شپږ په پنجاب کې پرې جوړې شوې وې، زموږ وکیلانو او ملګرو دروغجنې ثابتې کړې.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ملک نصیر قرباني او استقامت ستایلی او وايي، «د ښاغلي ملک نصیر خان قرباني او استقامت د ټول ملت لپاره ویاړ دی.»

ملک نصیر کوکي خېل د خیبر د پښتون قومي جرګې فعال مشر او غړی و او د سیمه‌ییزو مسایلو په هواري او د خلکو د حقونو په دفاع کې یې هم رول لوبولی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د سېلابونو او ورښتونو امله د مړو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د افتونو مدیریت ملي ادارې اعلان کړی، چې د چنګاښ له پنځمې نېټې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه «۷۰۰»تنو د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې ادارې مشر «انعام حیدر ملک» ویلي، چې تر دې دمه له سېلاب ځپلو سیمو څخه له ۲۵زرو زیات کسان ژغورل شوي دي، خو د هېواد په شمال لوېدیځو سیمو دقربانیانو مړي لا هم موندل کېږي او ګڼ شمېر کسان لادرکه دي.

د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا ایالت تر ټولو ډېر زیان لیدلی، او لرې پرتې غرني ولسوالۍ لکه «بونیر»د تراژېدۍ په اصلي مرکز بدل شوي دي.

د بحران د مدیریت اداره وايي، چې تر ټولو ډیره مرګ ژوبله په شمالي او شمال لوېدیځو غرنیو سیمو کې، په ځانګړې توګه په «باجوړ، تورغر، مانسهره، شانګله، باټاګرام، سوات او بونیر»کې ثبت شوي دي.

بلخوا د سېلابونو او سختو ورښتونوله امله د پاکستان ستر ښار «کراچۍ» هم اغېزمن شوی دی.

یوازې د سې شنبې په ورځ په دې ښار کې «۱۴۵میلی‌متره باران»ورېدلی چې ګڼې سیمې یې تر اوبو لاندې کړې او د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی دی.

پاکستاني طالبانو د پولیسو په لیکو کې د ښځو ګومارل د قبایلي دودونو خلاف وګڼل

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې له لارې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په ښځینه پولیسو کې د ځايي خلکو د نجونو له ګومارنې سره مخالفت ښودلی او دا یې «شرمناک» عمل ګڼلی. دې ډلې خبرداری ورکړی، چې په دې اړه به غلي پاتې نه شي.

د ډلې ویاند محمد خراسانی په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په پولیسو کې د ګومارنې په هدف د شاوخوا ۳۰ نجونو د غوراوي خبر د «قبایلي دودونو او ارزښتونو خلاف» دی. په اعلامیه کې ادعا شوې چې دا کار به د خلکو پر شخصي ژوند اغېز ولري.

په اعلامیه کې پر سیمه ییزو خلکو غږ شوی چې د دې بهیر پر وړاندې غبرګون وښيي او د خپلو دودونو د خوندي کولو لپاره جرګې وکړي.

پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی، چې که څوک خپلې لوڼې په پولیسو کې وګوماري، دوی یې پر وړاندې غلي نه پاتې کیږي.

پېښور کې نرښځو د خپل امنیت لپاره له سترې محکمې د جدي اقدام غوښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځو ټولنې د پېښور له سترې محکمې او د دغه ایالت د پولیسو مشر نه د نرښځو د وژنو، تښتونو او د کورنیو د ګواښلو پر ضد د بېړني اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که لاس په کارنه شي، دغه ګواښونه نور هم ډېریږي.

د نرښځو ټولنې مشرې فرزانه ریاض او ماه گل په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی قشر د جنایي کړنو، وژنو او ګواښونو له کبله له سخت ګواښ سره مخ دی.

فرزانه ریاض وویل، «دوه نرښځې فعالانې برفي او زرکه، چې په میړانه یې د مجرمانو پر ضد قضیې ثبت کړې وې، د نیول کېدو باوجود هم له سختو ګواښونو سره مخ دي، قضیې په محکمو کې روانې دي، خو مجرمان زموږ او زموږ د کورنیو ژوند ته دوامداره ګواښونه کوي».

هغې د پېښور سترې محکمې او د پولیسو مشر نه په ټینګار وغوښتل چې په بېړه لاس په کار شي او د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره موثر ګامونه پورته کړي.

فرزانه ریاض زیاته کړه چې حکومت قانون جوړوي خو پلی کیږي نه او که عدلیه او اجرائیه ادارې جدي ګامونه وانخلي، د نرښځو پر وړاندې به جرمونه نور هم زیات شي.

ددغې ټولنې یوې بلې مشرې ماه گل وویل: «موږ ته دې د ژوند حق راکړل شي، ځکه موږ هم د ټولنې برخه یو، پولیس زموږ د حقونو د ساتنې لپاره کافي اقدامات نه کوي او کله نا کله تر فشار لاندې وي.»

هغې زیاته کړه چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴ تنه نرښځي وژل شوي، او د بیلابیلو کسانو له خوا له دوی څخه له دوه نیم تر درې میلیونه روپیو باج اخیستل کېږي.

د نرښځو ټولنې مشرانو په ګډه غوښتنه وکړه چې د دوی د ټولنې غړو ته د برابرۍ، انصاف او د اساسي حقونو بشپړ تضمین ورکړل شي.

په خېبر پښتونخوا کې دا لومړی ځل نه دی، بلکې ترې وړاندې هم د نرښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راپور شوې دي.

د پاکستان وزیران د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خیبر پښتونخوا نېزځپلو ته ور کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د مرکزي حکومت کابینې ټول غړي به د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو کورنیو ته ور کوي.

شهباز شریف له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مشرتابه غونډه کې فدرالي ادارو ته امر کړی چې د ورښتونو او نیزونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې او مرستو چارې ګړندۍ کړي.

هغه ویلي: «په دې سختو شېبو کې مرکزي یا ایالتي حکومت مطرح نه دی، بلکې د خلکو مرسته او رغونه باید لومړیتوب وي.»

یاده دې وي چې د وروستیو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر، ۳۹۲ تنه یې په خېبرپښتونخوا کې دي.

په پښتونخوا کې سېلابونه؛ ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکي وايي، په دغه ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي. وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په ټول پاکستان کې تر دې دمه د ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسېدلی دی.

په پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اسفندیار خټک ویلي، چې د پاکستان پوځ د ژغورنې عملیاتو لپاره پنځه الوتکې د دوی په واک کې ورکړې دي او څه باندې یو نیم مېلیارده پاکستانۍ روپۍ هم د عملیاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
په ورته وخت کې ګلګت بلتستان کې هم سېلابونو او سختو ورښتونو خلک له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ کړي. ګڼې لارې تړل شوې، د سېلانیانو په ګډون زرګونه کسان بند پاتې دي او د پاکو اوبو، برېښنا او مخابراتي اسانتیاوې ټکنۍ شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې موسمي ورښتونه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي او ښايي د را راونې سپټمبر په میاشت کې یې کچه نوره هم زیاته شي.

چارواکو خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د پراخې ویجاړۍ او ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتو شونتیا هم شته.