موسی شاهین په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې غوښتل، چې ایران ته وتښتي خو د هرات- اسلام کلا پر لاره د طالبانو له لوري ونیول شو او د پاسپورت له څېرلو سربېره نږدې دوه اوونۍ له ډول ډول شکنجو سره مل په هرات کې بندي وو.
موسی شاهین د هرات له بندخونې تر خلاصون شاوخوا یو کال وروسته یعنې د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په لومړیو کې بیا ځلي د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول شو او دا ځل لومړی د یو څو ورځو لپاره په پنجشېر کې بندي وو او بیا په کابل کې د طالبانو د استخباراتو اړوند ۴۰م ریاست کې له سختو شکنجو سره مل شاوخوا ۳ میاشتې بندي و.
دغه محلي سندرغاړی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ځینو اشخاصو په وصف کې د سندرو ویلو له امله نیول شوی و او په دویم ځل له کتبي ضمانت چې ګواکې بیا به هېڅکله هم سندرې نه وايي د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې له بنده خوشې شو.
نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي: «زه نشم کولی په هغه ډول چې شکنجه شوی یم بیان یې کړم، خو د طالبانو زندانونه د ځمکې پر سر د دوزخ په شان دي.
شاهین زیاتوي، د زندان په موده کې د طالبانو له لوري برېښنايي شوک ورکړل شوی، راځوړند شوی، په پیپونو وهل شوی او د ۳ څلورو ورځو لپاره د خوب اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
نوموړی چې له څه مودې راهیسې په جرمني کې اوسېږي، وايي چې په ډېرې سختۍ سره یې ځان تر جرمني رسولی، خو لا هم د بندخونې یادونه یې ځوروي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې په هېواد کې هر ډول موسیقي او د سندرغاړو فعالیتونه منع کړي او هر هغه څوک چې سندرې ووايي یا یې واوري، د هغوی له لوري سخت مجازات کېږي.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو له بشپړ بندیز وروسته ډېری هنرمندان یا له هېواده وتلي او یا هم په خپل کور کلي کې په پټه شپې او ورځې تېروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.
د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.
د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.
له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.