• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان: روان کال په افغانستان کې د کولرا تر ۱۰۰زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه سازمان ویلي، چې په روان ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د کولرا تر ۱۰۰زرو ډېرې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۵۰ کسان مړه شوي هم دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په پېښو کې د زیاتوالي کچه په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله پیل شوې او اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په راپور کې راغلي، د کولرا پېښې تر ډېره د افغانستان په مرکزي ولایتونو او په ځانګړي ډول په پروان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د یاد سازمان د معلوماتو پربنسټ؛ یوازې له تېرې جولای میاشتې راهیسې په پروان او کاپیسا کې نږدې زر پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری هغه یې مېرمنې او کم عمره ماشومان دي.

افغانستان، پاکستان او یمن په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې دي، چې د کولرا ډېرې پېښې په‌کې ثبتېږي.

روغتیاپالان وايي، کولرا (Cholera) یوه ساري ناروغي ده چې د مېکروب له کبله رامنځته کېږي. دوی وايي، دغه «مېکروبونه» د ککړو اوبو او ځینو ناپاکو خوړو څخه د انسان بدن ته ننوځي چې په پیل کې انسان په نس ناستي اخته کېږي او که په وخت یې درملنه ونه‌شي؛ نو د انسان د بدن اوبه کمېږي او ان د مرګ لامل هم کېدای شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپله پراختیايي تګلاره اعلان کړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې‌شنبه (د وږي ۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دغه تګلاره کې به د دوی ټولې پراختیايي چارې د یوه منظم چوکاټ لاندې توحید او پرمخ یوړل شي.

نوموړی وايي، چې په دغه پنځه کلن پلان کې د ټولو پراختیايي چارو مالي امکانات له کورنیو سرچینو تامینېږي او په پلي کېدو به یې په افغانستان کې له اقتصادي او صنعتي پلوه لوی بدلون رامنځته شي.

که څه هم د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی د حکومت نورې ادارې به وروسته د دغه تګلارې په اړه ټول جزییات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي؛ خو د دوی ادارې د دغه پلان عملي کېدو ته ژمنې دي.

مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په راتلونکي پنځه کلن پلان کې د عصري علومو زده‌کړو ته هم پام شوی؛ خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د طالبانو ویاند دارنګه پاکستان او هند ته د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سفر بندیز او له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هند ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه د معافیت غوښتنه بېرته واخیسته. تمه کېده، چې امیرخان متقي د اګسټ له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې هند ته ولاړ شي. دارنګه متقي غوښتل، چې (د زمري په ۱۳مه) پاکستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې له‌خوا د معافیت د نه ورکړې له کبله ونه‌شو.

ذبیح‌الله مجاهد په د یادې غونډې پرمهال په دغه تګلاره کې د نجونو د زده‌کړو د ځای ځایګي په اړه جزییات ورنه کړل او د نجونو د زده‌کړو په اړه یې د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ځان په څنګ کړ.

د طالبانو ویاند که څه هم ادعا کوي، چې د دوی د څلورکلنې واکمنۍ پرمهال لوی اقتصادي پرمختګونه شوي؛ خو له دې وروسته به ټولې پرمختیايي چارې د اعلان شوې تګلارې له مخې په منظمه او کره توګه ترسره شي.

طالبان په داسې حال کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې خپله تګلاره اعلانوي، چې د ګڼو نړۍوالو راپورونو پربنسټ په افغانستان کې ورځ تربلې د فقر او بې‌وزلۍ کچه مخ په پراخېدو ده او خبرداري ورکوي؛ که له ځنډ پرته په دې برخه کې اقدام ونه‌شي، نو افغانستان به لویو ناورینونو سره مخامخ شي.

جرمني ټولنو په پاکستان کې له زنداني افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ لسګونه ادارو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له پاکستانه دې د زرګونه افغانانو د اېستلو مخه ونیسي. دا هغه کډوال دي چې جرمني د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې وه.

ډان ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، د جرمني د وکیلانو ټولنې په نوښت تر ۵۰ ډېرو ټولنو د جرمني له حکومته غوښتي چې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان دې له پاکستانه نه شړل کېږي.

دغه مدني ټولنو له حکومته غوښتي، چې د امنیتي څېړنو بهیر چټک کړي او هغه افغانان ژر راوباسي چې دوسیې یې څېړل شوې دي؛ په تېره بیا وکیلان، قاضیان، مدني فعالان، خبریالان او لږکي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

په بیان کې ویل شوي: «جرمنی د هغو افغانانو پر وړاندې ځانګړی مسوولیت لري، چې پر موږ یې باور کړی او اوس یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ملاتړ له امله ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

تېره اونۍ برلین تایید کړه، چې ۴۵۰هغه افغانان چې په اسلام‌اباد کې جرمني ته د تګ په تمه وو؛ پاکستاني پولیسو نیولي او له دې ډلې تر ۲۰۰ ډېر یې بېرته افغانستان ته استولي دي.

په جرمني کې افغان ځوانانو یو بل په چړو وهلي دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

په برلین ښار کې د هومبولت فورم مخ ته د افغان ځوانانو دوو ډلو شخړه کړې او یو بل یې په چړو وهلي. پولیسو ويلي، چې د دغه ځوانانو عمرونه د ۲۰ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي او برسېرن ټپیان شوي دي.

د جرمني «بي ېیډ برلین» ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، چې دغه نښته د اګست په ۲۳مه نېټه ماښام مهال د شاوخوا ۱۰ ځوانانو ترمنځ شوې ده. پولیسو ویلي، چې په دغه نښته کې ۶ ځوانان ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې؛ ټپیان او د پېښې شاهدان ټول افغانان دي. د دغه پېښې په تور یوه ۱۴ کلنه نجلۍ هم نیول شوې وه؛ خو لږ وروسته بېرته خوشې شوې ده.

تر اوسه د دغه نښتې انګېزه نه‌ده روښانه شوې. د پولیسو په وینا؛ د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

په همدې شپه په ډریزدن کې د نښتې یوه بله پېښه هم ثبت شوې ده. پولیسو په دې تور یو سوریایي کډوال نیولی دی؛ خو د دغه پېښې د قربانیانو او مشکوکو خلکو په اړه یې نور څه نه‌دي ويلي.

له پاکستانه یوه ۱۶کلنه افغانه نجلۍ او کورنۍ یې افغانستان ته اېستل کېږي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) راپور ورکړی، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې ۱۶ کلنه افغانه نوشابه او د هغې مور بېرته افغانستان ته واستوي. دا کار تر هغه وروسته کېږي، چې په راولپنډۍ کې د هغې د جبري واده هڅه ناکامه شوه.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه نجلۍ د مل خان په نوم یوه افغان د کوټې له کچلاغ څخه راوستې وه چې خپل ورور ګل خان ته یې واده کړي. نوموړي د دغه کار په بدل کې د نوشابې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه، چې کار به ورته پیدا کوي.

د پولیسو په خبره، مل خان پر غرنیو قاچاقي لارو دغه نجلۍ خپل کور ته راوستې وه؛ خو کله چې نوشابې ګل خان ولید د هغه د ډېر عمر له امله یې له هغه سره د واده مخالفت وکړ او کله چې ګاونډيان د هغوی کور ته ورغلل؛ نو ملا وتښتېد.

تر دې وروسته پولیسو د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د نوشابې د کورنۍ غړي له ځانه سره بوتلل. په پام کې ده، چې دغه کورنۍ په ۴۸ ساعتونو کې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

پولیسو راولپنډۍ ته د دغه کورنۍ په قاچاقي ډول راوستلو او په خپل کور کې د ځای ورکولو له امله د مل خان کورنۍ پر وړاندې هم دوسیه ثبت کړې ده.

له بلې خوا د اسلام‌اباد مرافعې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو شړل وځنډول او د هغوی په اړه یې له کورنیو چارو وزارت، احصایې ملي ادارې او فډرالي څېړنو ادارې څخه وضاحت وغوښت.

د دغه ۱۸ افغان کډوالو وکیلانو وویل، چې دغه افغانان د مرحوم فضل الرحمن د کورنۍ غړي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د پاکستاني تابعیت غوښتنه کړې وه؛ خو تراوسه د هغوی په اړه پرېکړه نه وه شوې.

محکمې وویل، چې دغه کورنۍ به د سپټمبر په ۱۸مه نېټه محکمې ته حاضرېږي. حقوق پوهان وایي، دغه قضیه ښایي د افغان کډوالو او تابعیت غوښتونکو د حقونو لپاره یوه مهمه پرېکړه وکړي.

طالبان وايي، روغتیايي خدمتونه باید له سیاست جلا وي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې روغتیايي خدمتونه باید له سیاست څخه جلا وي.

دغه طالب چارواکي که څه هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر همدا راز په افغانستان کې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا نړۍوالې مرستې هم مهمې بللې دي.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید بیا د عامې روغتیا په برخه کې د افغانانو د لاسنیوي په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانانو بیا د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې په روغتیايي نظام د پراخو ستونزو او ننګونو په اړه شکایتونه کړي دي.