طالبانو په پکتیا کې شپږ کسان په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د پکتيا زون نظامي ابتدایه محکمې شپږ کسان د «لواطت او غلا» په تور په دورو وهلي دي. یادې محکمې دغه کسانو ته له يو کال څخه تر درېيو کلونو د تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.