• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکمنستان د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د بیړنیو بشري مرستو اعلان وکړ

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. مرادوف د ترکمنستان د مشر قربانقلي بيردي محمدوف د خيريه بنسټ له لوري د عاجلو بشري مرستو اعلان وکړ.

د طالبانو د بهرنیو وزارت د مرادوف له قوله لیکلي چې په دې بشري مرستو کې پوښاک، خیمې، درمل او خواړه شامل دي او ژر به یې دوی ته تسلیم کړي.

متقي له مرادوف سره په خبرو کې د ترکمنستان له حکومت مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې مرستې به پر وخت اړمنو ته ورسوي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

عینو مېنې روغتون ته د میرویس روغتون د ځینو څانګو انتقال کندهاریان له ستونزو سره مخ کړي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱
 عینو مېنې روغتون ته د میرویس روغتون د ځینو څانګو انتقال کندهاریان له ستونزو سره مخ کړي
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کندهار عینو مینې روغتون ته د میرویس روغتون د ځینو څانګو د انتقال له امله له ستونزو سره مخ دي. په میرویس روغتون کې هم سرچینو ویلي، چې د طالبانو یاده پرېکړه د ولسوالیو او ولایتونو د ناروغانو لپاره په سرخوږي بدله شوې ده.

طالبانو څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې د دغه ولایت د حوزوي روغتون ځینې څانګې د کندهار د عینومېنې روغتون ته ولېږدوي، خو یاده پرېکړه په میرویس روغتون کې د ځینو ډاکټرانو او ګڼو عامو خلکو له مخالفت سره مخ شوه.

له مخالفتونو سره سره، طالبانو د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د هډوکو وارډ، د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه، د جلدي ناروغیو څانګه، د سترګو د تداوۍ څانګه او د غوږ او ستوني څانګې د عینو مېني روغتون ته انتقال کړې دي.

په میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له یادې پریکړې سره ناروغان او د ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي او همدارنګه ځینې ډاکټران هم زړه نه ښه کوي چې د ښار تر بلې لرې سیمې تګ راتګ وکړي.

د کندهار په میرویس روغتون کې یو ډاکټر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وایي:«موږ ډېره هڅه وکړه چې طالبان باید د میرویس روغتون پرسونل و نه وېشي، همدا پرسونل چې په میرویس روغتون کې موجود دی همدلته دې پاتې شي او د عینو مېنې په روغتون کې دې نوی پرسونل استخدام کړي. اصلا د طالبانو دا پرېکړه سمه نه ده. اوس هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ ځله امبولانسونه د میرویس روغتون او عینو مېنې روغتون ترمنځ تګ راتګ کوي دا یو نوی سرخوږی دی.»

د کندهار ښار اوسېدونکي هم د طالبانو د دې پرېکړې مخالفت کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، ځیني ناروغان بېلابېلې ناروغۍ لري او د میرویس روغتون د څانګو له وېش وروسته دوی اړ دي چې په یوه ورځ کې یو ناروغ دوه ځلې یا هم زیات دواړو روغتونونو ته انتقال کړي.

د احمدشاه په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وایي:«زما ورور ټکر کړی و، لومړی مې میرویس روغتون ته وروستی، هلته یې پانسمان ور وکړ او وروسته یې وویل چې د بستر لپاره یې باید د عینومېنې روغتون ته یوسم، همداسې مې وکړل، خو څو ورځې وروسته مې باید د هغه د پښې عکس اخیستی وای، د عکس اخېستلو لپاره مې بېرته میرویس روغتون ته انتقال کړ.»

د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ځايي خبریالانو ته ویلي، چې عینومېنې ته یې د میرویس روغتون د ځینو څانګو انتقال په دغه روغتون کې د بېروبار د کمېدو په موخه ترسره کړی دی. دوی ویلي دي، چې په میرویس روغتون کې د بسترونو له کمښت سره مخ دي.

پر همدغه مهال یو شمېر روغتیا پالان او د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان دې د یوې منظمې تګلارې له مخې، د کندهار په عینومېنه کې د قطر په مرسته د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون چارې وڅاري او میرویس روغتون دې پر خپل حال پرېښودل شي.

اسټرالیا د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره یو مېلیون ډالر مرسته وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱
اسټرالیا د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره یو مېلیون ډالر مرسته وکړه
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ، د دغې پېښې د زیانمن‌شویو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مېلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

اسټرالیا ویلي، چې دغه مرسته به د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ اړمنو خلکو ته د رسېدو په موخه ورسېږي؛ نه د طالبانو رژیم ته.
نوموړي وزارت پنج‌شنبه (د وږي ۱۳مه) په یوه بیان کې ولیکل: «دغه زلزله په داسې وخت کې وشوه، چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس له سختو بشري اړتیاوو سره مخامخ دی او دې پېښې روان وضعیت نور هم ناوړه کړی دی.»

د دغه وزارت په وینا؛ د اسټرالیا د مرستو بودجه به د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په مشرۍ د افغانستان له بشردوستانه صندوق نه د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د خپلو ژمنو پر سرته رسولو ټینګار کړی دی.

اسټرالیا له ۲۰۲۱کال راهیسې تر اوسه پورې د افغانستان د روان کړکېچ د مدیریت لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې له ۲۶۰ مېلیونه ډالرو ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

طالبانو ته مخامخ؛ قطرۍ چارواکې د «اسلامي امارت» پرځای د «اسلامي جمهوریت» نوم وکارولو

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۱
طالبانو ته مخامخ؛ قطرۍ چارواکې د «اسلامي امارت» پرځای د «اسلامي جمهوریت» نوم وکارولو
100%

د نړۍوالو همکاریو په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مریم بنت علي المسند پرون د بشري مرستو له یوې الوتکې سره کابل ته ورسېده. نوموړې د کابل په هوايي ډګر کې د رسنیو سره د خبرو پر مهال د طالبانو د «اسلامي امارت» پرځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی.

مریم بنت علي المسند د رسنیو په وړاندې داسې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو؛ څو د حضرت عالي‌جناب تمیم بن حمد ال ثاني د قطر امیر د لارښوونې پر بنسټ د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت سره هوایي دهلېز پرانیزو». هغې دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي یې هم تر څنګ شاوخوا ولاړ وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو لوړپوړي غړي د کابل په هوایي ډګر کې په ډېر درناوي د قطرۍ چارواکې هرکلی کوي. د یاد وزارت په وینا؛ د قطر څلورو پوځي الوتکو کابل ته خوراکي توکي، روغتیایي تجهیزات او د بېړنیو استوګنځایونو وسایل لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې؛ مریم بنت علي المسند تر سفر مخکې له الجزیرې سره په مرکه کې هم د طالبانو د ادارې پر ځای «د افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم یاد کړی و.

یاده دې وي، چې د قطر دولت تر دې مخکې هم په ځینو رسمي اعلامیو کې د طالبانو د «اسلامي امارت» پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی، هغه نوم چې د پخواني حکومت پورې په رسمي توګه تړلی و.

قطر که څه هم له طالبانو سره پراخې اړیکې او همکارۍ لري؛ خو د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

په ایران کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو په ګډون څلور افغانان اعدام شول

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۰ GMT+۱
په ایران کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو په ګډون څلور افغانان اعدام شول
100%

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو پر دوام؛ د دغه هېواد د بشري حقونو سازمان وايي، چې د قم په مرکزي بندخونه کې د یوې افغانې کورنۍ د درېیو غړو په ګډون د نشه‌یي توکو د قاچاق او قتل په تور څلور افغانان اعدام شوي دي.

په دغه کسانو کې روح‌الله حکیمي (پلار، ۵۴ کلن)، نظام حکیمي (زوی، ۲۳ کلن) او الله‌بخش میرجهاني (د تره زوی۴۴ کلن) شامل وو، چې د سازمان په وینا پرون چهارشنبه اعدام شوي دي. پر قتل تورن افغان د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دغه سازمان د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې دغه درې واړه افغانان د کرج سیمې اوسېدونکي او دوه کاله مخکې له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېرو نشه‌یي توکو د ساتنې په تور نیول شوي وو.

د دغه څلورو افغانانو د اعدام خبر تر اوسه د ایراني رسنیو او چارواکو له‌خوا نه‌دی تایید شوی.

د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور له‌مخې؛ په تېرو پنځو کلونو کې په دغه هېواد کې اعدامونه ډېر شوي دي. په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږترلږه ۵۰۳ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي وو.

طالبان: د کونړ په دیوه ګل او مزار دره کې خلک د اوبو تر څنګ د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱
طالبان: د کونړ په دیوه ګل او مزار دره کې خلک د اوبو تر څنګ د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د کونړ په مزار درې او دیوه ګل کې زلزله ځپلي اوس‌مهال له یو شمېر جدي ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، زلزله ځپلي ان لومړنیو خوراکي توکو، اوبو او سیمه کې د سړې هوا له امله د شپې بسترې هم نه‌لري.

د سرې میاشتې رضاکارانو په یوې وېډیو کې اندېښنه ښوولې، چې د سیمې خلک د سرپناوو له امله له نارین سره مخ دي او دوی په یوازې ځان نه شي کولای چې ورته رسېدنه وکړي. د احمدالله رحمت‌زي په نوم یو رضاکار زیاتوي: «زموږ د ارزیابۍ په اساس تقریبا ۴۵۰کورنۍ متضررې شوې، چې په مختلفو کلیو کې دوی ژوند کوي. دوی پاکو اوبو ته لاسرسی او د کورونو سامانونه هم نه‌لري».

د نوموړي په وینا؛ زلزله ځپلو ترې غوښتي چې باید د سرپناوو جوړېدو په برخه کې یې لاسنېوی وشي. د ګل پاچا په نوم یو ځايي اوسېدونکی چې له دغه پېښې ژوندی پاتې شوی وایي، د مرګ ژوبلې شمېره بېخي لوړه ده او هغه ډول چې په کار ده مرستې نه‌ده شوې.

د نصیب الله د دیوه ګل درې اوسېدونکی دی،‌ د هغه دوه خویندې او درې خورین په زلزله کې مړه شوي دي. د هغه په خبره؛ حتی د مړو راېستلو لپاره هم په سیمه کې څوک نه وو. هغه له نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه غواړي، چې د سیمې د اوسېدونکو لاسنېوی وکړي.

هم مهاله د طالبانو تر ادارې لاندې سرې میاشتې په سیمه کې د خېمو د وېش بهیر هم پیل کړی دی.

د کونړ ځايي اوسېدونکو په وار وار نیوکې کړې، هغه ډول چې باید دغه زلزله ځپلو ته رسېدنه وشي؛ تر اوسه یې په کافي توګه لاسنېوی نه‌دی شوی او د مزار درې ځینو کلیو ته چې خلک په زیانمن شوي نه هم طالبان او نه کومه مرستندویه اداره هلته ورغلې ده.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په دغه زلزله کې تر اوسه پورې ۱۴۵۷ کسان مړه شوي او نږدې ۳زره نور ټپیان دي؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنج‌شنبه خبر ورکړی، چې دغه شمېره مخ په لوړېدو ده. که څه هم یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د مرستو ژمنې کړې؛ خو لا تر اوسه پورې اغېزمنو او زیانمنو کورنیو ته نه دي رسېدلي.