په افغانستان کې د دې ادارې مشر جان ایلیف رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «زموږ موجوده ذخیره او بودیجه یوازې د څلورو نورو اوونیو لپاره بسنه کوي. څلور اوونۍ دومره کافي نه دي چې حتی د ژغورل شویو خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړو.»
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال لپاره د خوړو نړۍوال سازمان بودیجه په افغانستان کې له ۳۰۰ میلیون ډالرو هم کمه ده، حال دا چې دا رقم په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۷ میلیارد ډالر و.
ځايي سرچینې وايي، د قربانیانو د ژغورنې لپاره وسایل او امکانات ډېر کم او ستونزې زیاتې دي.
بېړنیو هوايي مرستو ته اړتیا
په کونړ کې د طبیعي پېښو د مدیریت ریاست مشر احسانالله احسان ویلي، چې د مرستو د همغږۍ لپاره یو مرستندوی کمپ جوړ شوی او دوه مرکزونه د ټپیانو د انتقال، د وژل شویو د ښخولو او د ژوندي پاتې شویو د ژغورنې مسوولیت لري. خو ژوندي پاتې شویو کسانو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی، ځکه لارې یا خو ډېرې پېچلې او سختې دي او یا هم د ځمکې ښویېدو له امله بندې شوې دي.
جان ایلیف زیاته کړه: «هغه څه ته چې موږ واقعا اړتیا لرو، هغه هوايي ملاتړ او هلیکوپټر دی. خواشینوونکې ده، چې د خوړو نړۍوال سازمان تر څو میاشتو مخکې یو هلیکوپټر درلود، خو د بودیجې کموالي له امله دا خدمت ودرول شو.»
نړۍوالې مرستې له افغانستان سره په وروستیو کلونو کې ډېرې کمې شوې دي، چې اصلي لاملونه یې د طالبانو لهخوا د ښځو پر فعالیت محدودیتونه او د نړۍوالو مرستندویو کارکوونکو پر چارو بندیزونه بلل شوي دي.
دا د وروستیو کلونو له تر ټولو وژونکو زلزلو څخه شمېرل کېږي. د دې زلزلې مرکز په کونړ کې و چې د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره ژور و او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.