افغان صنعت کارانو له طالبانو څخه د برېښنا د پراختیا غوښتنه کړې

د طالبانو برېښنا شرکت له مشر عبدالباري عمر سره د ناستې پر مهال یو شمېر افغان صنعت کارانو غوښتنه کړې، چې د دوی د کارخونو لپاره باید برېښنا پراخه شي او په دې برخه کې یې شته ستونزې حل شي.

د طالبانو برېښنا شرکت له مشر عبدالباري عمر سره د ناستې پر مهال یو شمېر افغان صنعت کارانو غوښتنه کړې، چې د دوی د کارخونو لپاره باید برېښنا پراخه شي او په دې برخه کې یې شته ستونزې حل شي.
د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې له ازبکستان سره د شوي تړون له مخې به برېښنا پراخه او په ښه توګه تنظیم شي او ورسره به د سوداګریزو ودانیو تر څنګ د صنعت کارانو ستونزې هم په دې برخه کې اوارې شي. عبدالباري عمر زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا د حرارتي دستګاه په فعالېدو سره د صنعت کارانو د برېښنا ستونزه اواره شي.
صنعت کاران نیوکې کوي، چې د برېښنا د نشتوالي له کبله د دوی تولیدات او کارونه ټکني کېږي او همدا راز د دوی د توکو د بیو لوړېدو لامل هم ګرځي. صنعت کاران ټینګار کوي، که په کور دننه په کافي توګه برېښنا ورته برابره نهشي؛ نو د کورنیو تولیداتو په ډېرېدو کې هېڅ راز مرسته نهشي کولای.
طالبانو څو، څو ځله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د پراختیا اړوند خبرونه ورکړي؛ خو په عمل کې بیا داسې هېڅ نه لیدل کېږي. دغه ډله په داسې حال کې د برېښنا په برخه کې پر ځان د بسیا کېدو پر لور د هڅو ادعاوې کوي، چې همدا اوس د افغانستان تر نیمایي هم ډېره برېښنا وارداتي ده. د هېواد د برېښنا ټوله تکیه اوسمهال له ازبکستان او ترکمنستان هېواد څخه پر رالېږدول شوې برېښنا ده.
په دې وروستیو کې د میروېس عزیزي په نوم یو پانګهوال له طالبان سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې نوموړی په افغانستان کې د ۱۰ مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا جوړوي. هغه ژمنه کړې، چې د دغه لړۍ لومړی پیل له هرات ولایت څخه کوي؛ خو د مخکېني جمهوري نظام یو شمېر چارواکي او کارپوهان بیا دغه اقدام یوه خیالي هڅه بولي.


د خوست سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اسماعېلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه ځوان «شکنجهشوی» جسد موندل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه (د وږي ۱۲مه) زیاته کړې، چې دغه جسد پنځه ورځې وړاندې کشف او موندل شوی او دمګړۍ د خوست په ملکي روغتون کې دی. د سرچینو په وینا؛ د وژل شوي کس پر بدن د «شکنجې» نښېنښانې لیدل کېږي.
سرچینو ویلي، چې تر اوسه د دغه کس کورنۍ او خپلوان نهدي موندل شوي او په جېبونو کې یې هم د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نهشته.
ځايي طالب مسوولانو هم پېښه منلې او وايي، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي. د سرچینو په خبره؛ تر اوسه د دغه کس د وژنې څرنګوالی نهدی روښانه شوی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د خوست ولایت په ګډون د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې جنايي او وسلهوالې پېښې ډېرې شوې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو څانګې مشره هېدربار په خپله یوه مقاله کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د کړکېچ زیاتېدل دا ښيي، چې نړۍوال قانون کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې یوه جدي تشه شته.
په هغه مقاله کې چې د «اېس اېف اېس» حقوقي وېبپاڼې تازه خپره کړې ده، راغلي چې د بشري حقونو فعالانو او نړۍوالو مدافع ډلو غوښتنه کړې، څو «جندر اپارتاید» یا د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک ظلم د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په نړۍوال قانون کې شامل شي.
دا هڅه کولای شي، د «بشریت ضد جنایتونو د مسودې تړون» په ترڅ کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به یې له ۲۰۲۶م کال څخه په رسمي ډول بحث پیل کړي، عملي شي.
هېدربار په دې مقاله کې زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګسټ پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه ولګول شول. د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې بندې شوې، د ښځو کار په ډېری ادارو کې منع شو، د تګ راتګ ازادي یې محدوده شوه او ان روغتیايي خدماتو ته د تګ لپاره د محرم شرط ولګول شو.
د جامو په اړه جبري فرمانونه، د سپورټ، پارکونو، سینګارتونونو او ټولنیزو فعالیتونو منع کول او پر ښځو د ژوند په ټولو برخو کې هره ورځ نوې محدودیتونه لګول کېږي.
د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو څانګې یاده مشره همداراز وایي، چې طالبانو د وخت په تېرېدو سره داسې فرمانونه صادر کړل، چې د ښځو د غږ خپرېدل، د سندرو ویلو مخنیوی او ان د کورونو له کړکیو د بهر لیدو حق هم ترې واخیستل شو. نړۍوال څارونکي دا وضعیت د نړۍ تر ټولو جدي د ښځو د حقونو کړکېچ بولي.
سره له دې چې افغان مېرمنو په لومړیو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه وکړل، خو د سختو تاوتریخوالو، نیونو او شکنجو له امله دا مبارزه تر ډېره انلاین شوې.

په همدې حال کې، نړۍواله ټولنه ورو ورو د افغانستان له قضیې څخه یو اړخ ته شوې او د رسنیو تمرکز نورو شخړو ته واوښت. په داسې حال کې چې طالبانو د ډیپلوماټیکو سفرونو او اړیکو له لارې نړۍوال مشروعیت ته ځانونه نږدې کړل، چین، پاکستان او روسیې ورسره اړیکې پراخې کړي او مسکو د ۲۰۲۵م کال په جولای کې د طالبانو واکمني هم په رسمي توګه وپېژندله.
له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د طالبانو سختو بندیزونو ته د «جندر اپارتاید» اصطلاح کاروي. د نړۍوالو حقوقي کارپوهانو په باور، د طالبانو سیسټماتیک ظلمونه د اپارتاید له تعریف سره برابر دي، یوازینی توپیر دا دی چې د نژاد پر ځای د جنسیت پر اساس عملي کېږي.
اوس د ملګرو ملتونو د نوي تړون د خبرو فرصت دی چې دا تشه ډکه کړي. د ښځو د حقونو مدافعین ټینګار کوي، چې که جندر اپارتاید په نړۍوال قانون کې جرم وګرځول شي، نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ د ښځو لپاره یو تاریخي پرمختګ به وي.
هېدربار په خپله مقاله کې لیکي، چې افغان فعالان درې اساسي غوښتنې لري: لومړی، ښځو ته په ټولو سیاسي خبرو کې د خوندي او برابر ګډون حق ورکول؛ دویم، طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژندل او درېیم، د طالبانو د جرمونو پر وړاندې حساب ورکونه او د عدالت ټینګښت.

د هغوی په باور، د جندر اپارتاید د جرم په توګه پېژندل د عدالت د ترلاسه کولو یوه مهمه وسیله ده، سره له دې چې د تړون پروسه کلونه وخت نیسي او ښايي ژر پایله ورنه کړي.
له دې سره، د نړۍوال جرم په توګه د جندر اپارتاید منل چې یو اوږدمهاله پروسه ده، خو د دې کمپاین پیل نړۍوالو ته دا پیغام ورکوي، چې د افغان ښځو غږ هېڅکله نه باید هېر شي.
افغان مدافع وکیله ازاده راز محمد د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: «هېڅ نوم د طالبانو د ظلمونو ښه انځور نه وړاندې کوي لکه جندر اپارتاید. موږ هېڅکله هغه دولتونه هېر نکړ چې زموږ تر شا زمونږ په ملاتړ کې ولاړ دي.»
نړۍواله ټولنه باید له افغان مېرمنو سره په دې تاریخي هڅه کې اوږه ورکړي، ترڅو د ښځو د حقونو پر وړاندې د طالبانو جرمونه د بشریت ضد جنایتونو په نوم ثبت شي.

د کونړ له مرګونې زلزلې درې ورځې وروسته، زلزلهځپلو سیمو ته د ځمکې له لارې لاسرسی ډېر ستونزمن دی. طالبانو د هغو کسانو د ژغورلو لپاره چې د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي، خپل کمانډو ځواکونه د هوا له لارې سیمو ته لېږلي دي.
په عین وخت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په زلزله کې د ژغورل شویو کسانو لپاره د خوړو مرستې به ژر پای ته ورسېږي.
د طالبانو هوايي ځواک هغو سیمو ته لېږل شوی، چېرته چې هلیکوپټرونه نه شي کېناستلی ترڅو ټپيان خونديځایونو ته انتقال کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د دوو ویجاړونکو زلزلو څخه د ژغورل شویو کسانو سره د مرستې لپاره وخت په ختمیدو دی.
په افغانستان کې د دې ادارې مشر جان ایلیف رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «زموږ موجوده ذخیره او بودیجه یوازې د څلورو نورو اوونیو لپاره بسنه کوي. څلور اوونۍ دومره کافي نه دي چې حتی د ژغورل شویو خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړو.»
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال لپاره د خوړو نړۍوال سازمان بودیجه په افغانستان کې له ۳۰۰ میلیون ډالرو هم کمه ده، حال دا چې دا رقم په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۷ میلیارد ډالر و.
ځايي سرچینې وايي، د قربانیانو د ژغورنې لپاره وسایل او امکانات ډېر کم او ستونزې زیاتې دي.
بېړنیو هوايي مرستو ته اړتیا
په کونړ کې د طبیعي پېښو د مدیریت ریاست مشر احسانالله احسان ویلي، چې د مرستو د همغږۍ لپاره یو مرستندوی کمپ جوړ شوی او دوه مرکزونه د ټپیانو د انتقال، د وژل شویو د ښخولو او د ژوندي پاتې شویو د ژغورنې مسوولیت لري. خو ژوندي پاتې شویو کسانو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی، ځکه لارې یا خو ډېرې پېچلې او سختې دي او یا هم د ځمکې ښویېدو له امله بندې شوې دي.
جان ایلیف زیاته کړه: «هغه څه ته چې موږ واقعا اړتیا لرو، هغه هوايي ملاتړ او هلیکوپټر دی. خواشینوونکې ده، چې د خوړو نړۍوال سازمان تر څو میاشتو مخکې یو هلیکوپټر درلود، خو د بودیجې کموالي له امله دا خدمت ودرول شو.»
نړۍوالې مرستې له افغانستان سره په وروستیو کلونو کې ډېرې کمې شوې دي، چې اصلي لاملونه یې د طالبانو لهخوا د ښځو پر فعالیت محدودیتونه او د نړۍوالو مرستندویو کارکوونکو پر چارو بندیزونه بلل شوي دي.
لومړۍ زلزله د یکشنبې په نیمه شپه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې وشوه، چې شدت یې ۶ درجې ریښتر و.
دا د وروستیو کلونو له تر ټولو وژونکو زلزلو څخه شمېرل کېږي. د دې زلزلې مرکز په کونړ کې و چې د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره ژور و او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.
دویمه پسلرزه چې شدت یې ۵.۵ و، د سې شنبه په شپه وشوه چې له امله یې خلکو ته وېره ورغله او د مرستو رسولو بهیر یې ګډوډ کړ.
د غرونو ښویېدنې د لرې پرتو کلیو لارې بندې کړې دي.
د طالبانو ادارې اعلان کړی، چې په زلزله کې ۱۴۵۷ تنه وژل شوي او ۳۳۹۴ نور ټپیان دي او ویلي یې دي، چې له ۶۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د مړو شمېر ښايي لوړ شي، ځکه لا هم ډېر کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې د القاعده ډلې نړۍوالې څانګې یوه نوې تبلیغاتي ستراتیژي پیل کړې ده. د هغې په وینا، د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې د نړۍ د امنیتي او استخباراتي ادارو پام له افغانستان څخه واړوي، ترڅو د دې ډلې لوړپوړي مشران خوندي پاتې شي.
اډمز ویلي، القاعده هڅه کوي د رسنیو او انلاین پروپاګند له لارې داسې انځور وړاندې کړي، لکه ګواکې چې د دې ډلې اصلي مشران په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په ایران کې مېشت دي.
دغې پخوانۍ استخباراتي مامورې ټینګار کړی، چې د القاعده ډلې د ځواک او رهبرۍ واقعي مرکز بیا په افغانستان کې دی او باید په ښکاره او پرلهپسې توګه یاد شي.
هغه زیاتوي، دا پروپاګند به په راتلونکو میاشتو کې لا ډېر پراخ شي او که رښتیا پټ پاتې شي، القاعده به وکولای شي په افغانستان کې له نسبي امن چاپېریال څخه ګټه پورته کړي.
اډمز د امریکا د حکومت دننه د ځینو استخباراتي کارکوونکو پر حالت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغوی اړ اېستل شوي څو داسې روایت وړاندې کړي چې خپله پرې باور نه لري.
د هغې په خبره، ځیني چارواکي هڅه کوي چې د القاعده د رهبرۍ ځای پر ځای کول په ایران پورې وتړي، ترڅو پر افغانستان باندې د پوره مسوولیت بار ونه شي.
نوموړې خپلو همکارانو ته هم سپارښتنه کړې: «تاسو اړ نه یاست چې د دغو سیاسي شویو روایتونو برخه شئ. که د استخباراتي معلوماتو د تحریف یا سیاستپالنې نښې وینئ، باید راپور یې ورکړئ. دا کار کولای شي د داخلي شکایتونو له لارې د «اومبډزمن دفتر» ته یا مستقیم د امریکا د ملي استخباراتو ریاست ته وکړئ.»
دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د القاعده د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او نړۍوالو څارونکو ادارو په وار وار ویلي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره د خوندي پټنځای په بڼه راڅرګند شوی دی.

د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې، هغه ۷۰۰۰ افغان کډوال مني چې پخوا یې په افغانستان کې د دې هېواد له ځواکونو سره د سیمه ییزو همکارانو په توګه کار کړی دی. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې برېتانیايي چارواکي تر اوسه دې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي چې د دې کسانو د منلو لګښت به څومره وي.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د تېر کال په پیل کې له خلکو پټه شوې وه. موضوع هغه مهال افشا شوه، چې د برېتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي د ۱۹زره افغانانو شخصي معلومات نشر کړل؛ دا کسان د برېتانیا د ویزې غوښتونکي وو او ډېری یې له برېتانوي ځواکونو سره پخواني همکاران وو.
د دغو معلوماتو افشا کېدو د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړ.
په هغه وخت کې د برېتانیا حکومت پلان درلود، چې ۱۶ زره افغانان او د هغوی کورنۍ انتقال کړي؛ خو د معلوماتو له افشا کېدو وروسته یو بل محرم پروګرام هم جوړ شو، چې له مخې یې ۷ زره کسانو ته د قبلېدو ویزې ورکړل شوې.
اوس د برېتانیا دفاع وزارت د پخوانیو سیمهییزو همکارانو د انتقال په هڅو بوخت دی؛ ډېری دا کسان دا مهال په پاکستان کې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.
د دغه وزارت یو ویاند ویلي: «برېتانیا هڅه کوي خپل اخلاقي تعهد پوره کړي؛ هغه تعهد چې موږ د هغو کسانو په وړاندې لرو، چې زموږ له سرتېرو سره ولاړ ول او خپل ژوند یې په دغه ماموریت کې له ګواښ سره مخ کړ.»
د دفاع وزارت د اټکل له مخې، د ټولو افغانانو د انتقال بهیر شاوخوا یو میلیارد یورو لګښت لري.
خو څارونکي نیوکه کوي، چې په دې محاسبو کې د ممکنه غرامتونو یا حقوقي دعوو لګښتونه نه دي شامل شوي.
د عوامو مجلس د بودیجې د کمېټې مشر او د محافظهکار ګوند غړی سر جفري کلیفټن براون ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: «تر اوسه ډېر ابهامونه شته چې څو میلیون یورو لګول شوي او راتلونکو مېشتځایونو ته به څومره نورې پیسې اړتیا وي.»
هغه زیاته کړې، چې پارلماني کمېټه به راتلونکې اوونۍ دا موضوع وڅېړي، څو لا زیاته روڼتیا رامنځته شي.