• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د استخباراتو پخوانۍ ماموره: د القاعده شبکې د ځواک مرکز بېرته په افغانستان کې دی

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې د القاعده ډلې نړۍوالې څانګې یوه نوې تبلیغاتي ستراتیژي پیل کړې ده. د هغې په وینا، د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې د نړۍ د امنیتي او استخباراتي ادارو پام له افغانستان څخه واړوي، ترڅو د دې ډلې لوړپوړي مشران خوندي پاتې شي.

اډمز ویلي، القاعده هڅه کوي د رسنیو او انلاین پروپاګند له لارې داسې انځور وړاندې کړي، لکه ګواکې چې د دې ډلې اصلي مشران په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په ایران کې مېشت دي.

دغې پخوانۍ استخباراتي مامورې ټینګار کړی، چې د القاعده ډلې د ځواک او رهبرۍ واقعي مرکز بیا په افغانستان کې دی او باید په ښکاره او پرله‌پسې توګه یاد شي.

هغه زیاتوي، دا پروپاګند به په راتلونکو میاشتو کې لا ډېر پراخ شي او که رښتیا پټ پاتې شي، القاعده به وکولای شي په افغانستان کې له نسبي امن چاپېریال څخه ګټه پورته کړي.

اډمز د امریکا د حکومت دننه د ځینو استخباراتي کارکوونکو پر حالت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغوی اړ اېستل شوي څو داسې روایت وړاندې کړي چې خپله پرې باور نه لري.

د هغې په خبره، ځیني چارواکي هڅه کوي چې د القاعده د رهبرۍ ځای پر ځای کول په ایران پورې وتړي، ترڅو پر افغانستان باندې د پوره مسوولیت بار ونه شي.

نوموړې خپلو همکارانو ته هم سپارښتنه کړې: «تاسو اړ نه یاست چې د دغو سیاسي شویو روایتونو برخه شئ. که د استخباراتي معلوماتو د تحریف یا سیاست‌پالنې نښې وینئ، باید راپور یې ورکړئ. دا کار کولای شي د داخلي شکایتونو له لارې د «اومبډزمن دفتر» ته یا مستقیم د امریکا د ملي استخباراتو ریاست ته وکړئ.»

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د القاعده د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او نړۍوالو څارونکو ادارو په وار وار ویلي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره د خوندي پټنځای په بڼه راڅرګند شوی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د هغو ۷۰۰۰ افغان کډوالو د منلو پرېکړه کړې، چې پخوا د دوی سیمه‌ييز همکاران وو

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۸ GMT+۱

د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې، هغه ۷۰۰۰ افغان کډوال مني چې پخوا یې په افغانستان کې د دې هېواد له ځواکونو سره د سیمه ییزو همکارانو په توګه کار کړی دی. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې برېتانیايي چارواکي تر اوسه دې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي چې د دې کسانو د منلو لګښت به څومره وي.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د تېر کال په پیل کې له خلکو پټه شوې وه. موضوع هغه مهال افشا شوه، چې د برېتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي د ۱۹زره افغانانو شخصي معلومات نشر کړل؛ دا کسان د برېتانیا د ویزې غوښتونکي وو او ډېری یې له برېتانوي ځواکونو سره پخواني همکاران وو.

د دغو معلوماتو افشا کېدو د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړ.

په هغه وخت کې د برېتانیا حکومت پلان درلود، چې ۱۶ زره افغانان او د هغوی کورنۍ انتقال کړي؛ خو د معلوماتو له افشا کېدو وروسته یو بل محرم پروګرام هم جوړ شو، چې له مخې یې ۷ زره کسانو ته د قبلېدو ویزې ورکړل شوې.

اوس د برېتانیا دفاع وزارت د پخوانیو سیمه‌ییزو همکارانو د انتقال په هڅو بوخت دی؛ ډېری دا کسان دا مهال په پاکستان کې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.

د دغه وزارت یو ویاند ویلي: «برېتانیا هڅه کوي خپل اخلاقي تعهد پوره کړي؛ هغه تعهد چې موږ د هغو کسانو په وړاندې لرو، چې زموږ له سرتېرو سره ولاړ ول او خپل ژوند یې په دغه ماموریت کې له ګواښ سره مخ کړ.»

د دفاع وزارت د اټکل له مخې، د ټولو افغانانو د انتقال بهیر شاوخوا یو میلیارد یورو لګښت لري.

خو څارونکي نیوکه کوي، چې په دې محاسبو کې د ممکنه غرامتونو یا حقوقي دعوو لګښتونه نه دي شامل شوي.

د عوامو مجلس د بودیجې د کمېټې مشر او د محافظه‌کار ګوند غړی سر جفري کلیفټن براون ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: «تر اوسه ډېر ابهامونه شته چې څو میلیون یورو لګول شوي او راتلونکو مېشت‌ځایونو ته به څومره نورې پیسې اړتیا وي.»

هغه زیاته کړې، چې پارلماني کمېټه به راتلونکې اوونۍ دا موضوع وڅېړي، څو لا زیاته روڼتیا رامنځته شي.

سراج‌ الدین حقاني ته یوه نږدې کس د کونړ په زلزله کې د ښځینه ډاکټرانو له کاره ستاینه کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د طالبانو یوه پېژندل شوي کاروونکي او د حقاني شبکې نږدې کس محمد جلال په کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو انځورونه خپاره کړي او د زلزلې د قربانیانو په درملنه کې یې د هغوی د رول ستاینه کړې ده.

د حقانې شبکې یاد نږدې کس په خپله اېکس پاڼه کې د ښځینه ډاکټرانو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «افغان ښځینه ډاکټرانې پرته له وقفې مرسته کوي او په دې سختو ورځو کې د دوی قرباني روښانه او د ستاینې وړ ده.»

په کونړ کې زلزلې او د ښځینه قربانیانو لپاره د ښځينه ډاکټرانو اړتیا یو ځل بیا د ښځو د زده کړې مسله راپورته کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر له کابل نه ختیځ ته د ښځینه ډاکټرانو د یوه پلاوي د استولو هرکلی کړی او په اېکس کې یې لیکلي دي: «که ښځینه ډاکټرانې نه وای، نو د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره به هېڅوک نه وای.»

خو د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۱مه) په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د زلزلې له پېښېدو راهیسې تر اوسه پورې شپږ حامله مېرمنې د ښځینه صحي کارکوونکو او طبي امکاناتو د نشتوالي له امله په دې ولایت کې مړې شوې دي.

تر دې وړاندې تېر کال د تلې په میاشت کې د هرات په وژونکې زلزله کې راپورونه خپاره شوي وو، چې لسګونه ښځې د طالبانو د قوانینو له وېرې مړې شوې وې.

ملګرو ملتونو هغه وخت اعلان کړی و، چې د یادې زلزلې له قربانیانو څخه تر ۹۰ سلنه زیات یې ښځې او ماشومان وو.

اسکای‌ نیوز د هرات له ځپل شویو ښځو سره د مرکې پر مهال څرګنده کړه، چې د لسګونو ښځو د مړینې یو لامل دا و، چې دوی د «بې حجابۍ او د محرم د نشتوالي له وېرې» له کورونو څخه وتلو ته زړه نه ښه کاوه.

ښځینه ډاکټرانو ته د ښځو اړتیا په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو پر مهال، طالبان دې ته نه دي اړ کړي چې د نجونو د تعلیم پر بندیز له سره غور وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېر کال د لېندۍ میاشتې په منځ کې د نجونو پر مخ د روغتیايي انسټیټوټونو دروازې بندې کړې.

د دې بندیز له امله، شاوخوا ۳۵ زره نجونې چې غوښتل یې د طب، نرسرۍ او نورو روغتیايي برخو کې زده‌ کړې وکړي، له زده‌کړو پاتې شوې او دا زده‌کوونکې په ۱۰ دولتي او ۱۵۰ خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې شاملې وې.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله، ښځو ته د طبي خدماتو لاسرسی سخت شوی او روغتیايي مرکزونه او د کارکوونکو شمېر نږدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق سږ کال د وري په میاشت کې خبرداری ورکړی، چې که د ښځو د طبي زده‌کړو بندیز دوام ومومي، نو سږ کال کې به تر ۵ زرو زیاتې میندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دې ادارې په وینا، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي نو لږ تر لږه ۱۶۰۰ میندې او ۳۵۰۰ نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د ایران نظامي چارواکی: د روان کال له پیل راهیسې مو ۱.۲ میلیونه افغان کډوال ستانه کړي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۱

د ایراني پولیسو د قانون پلي کوونکي ځواک مرستیال جنرال قاسم رضایي وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې تر ۱.۲ میلیونه ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې یاد شمېر افغانان ستانه شوي، خو لا هم له دوو میلیونو ډېر ناقانونه بهرني وګړي په ایران کې ژوند کوي.

د هغه په وینا، ایران په تېرو کلونو کې د افغانستان له کړکېچونو او جګړو سره هم‌مهاله ګڼ افغانان منلي وو، چې د سرپناه په لټه کې دغه هېواد ته ورغلي وو.

جنرال رضايي ویلي، چې د افغان چارواکو سره یې خبرې شوي ترڅو خلک وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او له ناقانونه تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د هغه په وینا، ډېری افغانان په خپله خوښه له کورنیو سره بېرته ستانه شوي او ایران د ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د مرستې مرکزونه جوړ کړي، څو ستنېدونکو ته د لارې په اوږدو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي په ډاګه کړې، د هغو کسانو پر وړاندې چې د ستنېدلو له مقرراتو سره یې مخالفت کړی، قانوني چلند شوی او یو شمېر یې نیول شوي هم دي.

جنرال رضايي ټینګار کړی، چې ټول ناقانونه افغان وګړي به وپېژندل شي او له هېواده به واېستل شي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد لري، کولای شي په ایران کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه، چې افغان چارواکي یې قانع کړي څو د خپلو وګړو د کنټرول لپاره اقدامات وکړي، ترڅو هغوی له ناقانونه لارو ایران ته د تګ هڅه ونه کړي.

مقاومت جبهې له طالبانو سره په جګړه کې د خپل یوه قومندان وژل کېدل تایید کړ

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۱

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپلو تازه څرګندونو کې منلې ده، چې د دوی یو قومندان قیوم کهګدای د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د یادې جبهې مشر د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې د هغه وژل کېدل تایید کړ او زیاته یې کړه، چې قیوم کهګدای تر وروستۍ شېبې پورې په سنګر کې ودرېد او خپل ژوند یې د خلکو او د هېواد د دفاع لپاره قربان کړ.

په سیمه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، جګړه د سې شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو او د مقاومت جبهې د جنګیالیو ترمنځ رامنځته شوې وه.

د سرچینې په وینا ، دا نښته شاوخوا یو ساعت روانه وه او دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو د دقیقو شمېرو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

قیوم کهګدای د ملي مقاومت له هغو قومندانانو څخه و، چې په بغلان او شاوخوا سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت درلود.

د هغه وژل کېدل د دې جبهې لپاره یو لوی تاوان بلل کېږي، ځکه نوموړی د خپلو ځواکونو په منځ کې د زړورتیا او مقاومت په نوم پېژندل کېده.

دا په داسې حال کې ده، چې په نهرین ولسوالۍ کې په تېرو کلونو کې څو ځله د طالبانو او مقاومت ترمنځ جګړې شوې دي. د تېر کال په ورته نښتو کې د مقاومت جبهې دوه نور قومندانان عبدالصمد کهګدای او خیرالله هم وژل شوي وو.

یاده جبهه وايي، دوی به د طالبانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو طالبان د دغې جبهې موجودیت او فعالیتونه په پرله‌پسې ډول ردوي.

شنونکي باور لري، چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ وخت ناوخت نښتې ښيي چې وسله‌وال مخالفتونه تر اوسه هم د پای ته رسېدو پر ځای په ځینو سیمو کې دوام لري.

طالبانو په کندهار کې د موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو په ګډون ۳۱ اتحادیې بندې کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۴ GMT+۱

طالبانو په کندهار ولایت کې د درملو، مارکېټونو، کسبګرو، موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو د اتحادیو په ګډون ۳۱ صنفي او مسلکي اتحادیې بندې او لغوه اعلان کړې دي. دغه اتحادیې د سلګونو غړو استازولي کوله او د هغوی ګډ غږ یې د ستونزو د هوارۍ لپاره مسوولینو ته رساوه.

یو شمېر سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغو کوچنیو اتحادیو ډېر فعالیتونه یا محدود کړي او یا یې بند کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه اتحادیې ځکه تړلې دي چې د خلکو له ګډ غږ څخه وېره لري او د خپلو پالیسیو پر وړاندې د فشار راوړلو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دا اقدام نه یوازې د ولسواکۍ د هر ډول نښې د له منځه وړلو هڅه ده، بلکې د اقتصادي انحصار لپاره یې یوه ستره زمینه هم برابره کړې ده.

د اتحادیو غړي وايي، چې د ګډ دریځ له لارې د خپلو مسلکي او سوداګریزو ستونزو هوارولو ته ډېرې هیلې لري.

یو پخوانی د درملو پلورونکی چې نوم یې د امنیتي ستونزو له امله اخیستی نه شو، وایي: «موږ به هره میاشت غونډې کولې، که د درملو بیې لوړېدې یا د کیفیت ستونزه وه، نو موږ به د اتحادیې له لارې د مسوولینو غوږ ته رسول، اوس چې اتحادیه بنده شوه، زموږ غږ نور هېڅ ځای نه رسېږي.»

طالبانو د دې اتحادیو د فعالیت اصلي خطر په دې کې لیدلی وو، چې دوی کولای شي په ګډه د خلکو غوښتنې راپورته کړي.

د کندهار یو سوداګر وایي: «طالبان نه غواړي څوک په ګډه خبره وکړي، که موږ یو یو تل د ستونزو خبره وکړو، هېڅوک يې نه اوري، خو چې ټول یوځای شو هغوی مجبوره کېږي ځواب راکړي، طالبانو د همدې وېري له امله اتحادیې وتړلې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د درملو اتحادیه هم د طالبانو لپاره خنډ بلل کېده او د اتحادیې غړو غوښتل، چې یوازې قانوني درمل بازار ته داخل شي، خو د طالبانو یو شمېر غړي له وړاندې په قاچاقي سوداګرۍ کې ښکېل شوي وو.

د درملو یو وارد کوونکی وایي: «طالبان خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې درمل له ګمرکي محصول پرته راوړي. دا درمل ډېر وخت بې کیفیته وي، خو بیا هم بازار ته راځي موږ چې قانوني کمپنۍ لرو، زموږ درمل په ګمرک کې بند دي، ځکه چې طالبان وايي ستاسو شرکت زموږ سره ثبت نه دی.»

د اتحادیو له لغوه کېدو سره د طالبانو د غړو نفوذ په مارکېټ کې زیات شوی دی.

یو بل سوداګر وایي: «پخوا به اتحادیه زموږ لپاره د حساب غوښتلو ځای وو، که درمل بې کیفیته وای، نو موږ به یې پر وړاندې دریځ نیوه، اوس هېڅوک څه نه شي ویلی، طالبان غواړي هر څه د هغوی د خلکو په لاس کې وي.»

خلک وایي، ولس د خپلواک غږ له حقه بې برخې شوي او د مسوولینو پر وړاندې د حساب غوښتنې فرصت يې له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د طالبانو له خوا د اتحادیو بندېدل د خلکو د اقتصادي، ټولنیز او روغتیایي وضعیت لپاره یوه لویه ضربه ده.

طالبان نه یوازې د خلکو د ګډ غږ د خاموشه کولو هڅه کوي، بلکې په مستقیم ډول د بازار د انحصار لپاره زمینه برابروي.

د درملو په څېر مهم سکټور کې د هغوی ښکېلتیا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي او دا هر څه ښيي، چې طالبان د ولس پر ستونزو نه، بلکې د خپلو اقتصادي ګټو پر تأمین تمرکز لري.