• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې له طالبانو سره په جګړه کې د خپل یوه قومندان وژل کېدل تایید کړ

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپلو تازه څرګندونو کې منلې ده، چې د دوی یو قومندان قیوم کهګدای د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د یادې جبهې مشر د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې د هغه وژل کېدل تایید کړ او زیاته یې کړه، چې قیوم کهګدای تر وروستۍ شېبې پورې په سنګر کې ودرېد او خپل ژوند یې د خلکو او د هېواد د دفاع لپاره قربان کړ.

په سیمه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، جګړه د سې شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو او د مقاومت جبهې د جنګیالیو ترمنځ رامنځته شوې وه.

د سرچینې په وینا ، دا نښته شاوخوا یو ساعت روانه وه او دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو د دقیقو شمېرو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

قیوم کهګدای د ملي مقاومت له هغو قومندانانو څخه و، چې په بغلان او شاوخوا سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت درلود.

د هغه وژل کېدل د دې جبهې لپاره یو لوی تاوان بلل کېږي، ځکه نوموړی د خپلو ځواکونو په منځ کې د زړورتیا او مقاومت په نوم پېژندل کېده.

دا په داسې حال کې ده، چې په نهرین ولسوالۍ کې په تېرو کلونو کې څو ځله د طالبانو او مقاومت ترمنځ جګړې شوې دي. د تېر کال په ورته نښتو کې د مقاومت جبهې دوه نور قومندانان عبدالصمد کهګدای او خیرالله هم وژل شوي وو.

یاده جبهه وايي، دوی به د طالبانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو طالبان د دغې جبهې موجودیت او فعالیتونه په پرله‌پسې ډول ردوي.

شنونکي باور لري، چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ وخت ناوخت نښتې ښيي چې وسله‌وال مخالفتونه تر اوسه هم د پای ته رسېدو پر ځای په ځینو سیمو کې دوام لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې د موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو په ګډون ۳۱ اتحادیې بندې کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۴ GMT+۱

طالبانو په کندهار ولایت کې د درملو، مارکېټونو، کسبګرو، موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو د اتحادیو په ګډون ۳۱ صنفي او مسلکي اتحادیې بندې او لغوه اعلان کړې دي. دغه اتحادیې د سلګونو غړو استازولي کوله او د هغوی ګډ غږ یې د ستونزو د هوارۍ لپاره مسوولینو ته رساوه.

یو شمېر سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغو کوچنیو اتحادیو ډېر فعالیتونه یا محدود کړي او یا یې بند کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه اتحادیې ځکه تړلې دي چې د خلکو له ګډ غږ څخه وېره لري او د خپلو پالیسیو پر وړاندې د فشار راوړلو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دا اقدام نه یوازې د ولسواکۍ د هر ډول نښې د له منځه وړلو هڅه ده، بلکې د اقتصادي انحصار لپاره یې یوه ستره زمینه هم برابره کړې ده.

د اتحادیو غړي وايي، چې د ګډ دریځ له لارې د خپلو مسلکي او سوداګریزو ستونزو هوارولو ته ډېرې هیلې لري.

یو پخوانی د درملو پلورونکی چې نوم یې د امنیتي ستونزو له امله اخیستی نه شو، وایي: «موږ به هره میاشت غونډې کولې، که د درملو بیې لوړېدې یا د کیفیت ستونزه وه، نو موږ به د اتحادیې له لارې د مسوولینو غوږ ته رسول، اوس چې اتحادیه بنده شوه، زموږ غږ نور هېڅ ځای نه رسېږي.»

طالبانو د دې اتحادیو د فعالیت اصلي خطر په دې کې لیدلی وو، چې دوی کولای شي په ګډه د خلکو غوښتنې راپورته کړي.

د کندهار یو سوداګر وایي: «طالبان نه غواړي څوک په ګډه خبره وکړي، که موږ یو یو تل د ستونزو خبره وکړو، هېڅوک يې نه اوري، خو چې ټول یوځای شو هغوی مجبوره کېږي ځواب راکړي، طالبانو د همدې وېري له امله اتحادیې وتړلې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د درملو اتحادیه هم د طالبانو لپاره خنډ بلل کېده او د اتحادیې غړو غوښتل، چې یوازې قانوني درمل بازار ته داخل شي، خو د طالبانو یو شمېر غړي له وړاندې په قاچاقي سوداګرۍ کې ښکېل شوي وو.

د درملو یو وارد کوونکی وایي: «طالبان خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې درمل له ګمرکي محصول پرته راوړي. دا درمل ډېر وخت بې کیفیته وي، خو بیا هم بازار ته راځي موږ چې قانوني کمپنۍ لرو، زموږ درمل په ګمرک کې بند دي، ځکه چې طالبان وايي ستاسو شرکت زموږ سره ثبت نه دی.»

د اتحادیو له لغوه کېدو سره د طالبانو د غړو نفوذ په مارکېټ کې زیات شوی دی.

یو بل سوداګر وایي: «پخوا به اتحادیه زموږ لپاره د حساب غوښتلو ځای وو، که درمل بې کیفیته وای، نو موږ به یې پر وړاندې دریځ نیوه، اوس هېڅوک څه نه شي ویلی، طالبان غواړي هر څه د هغوی د خلکو په لاس کې وي.»

خلک وایي، ولس د خپلواک غږ له حقه بې برخې شوي او د مسوولینو پر وړاندې د حساب غوښتنې فرصت يې له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د طالبانو له خوا د اتحادیو بندېدل د خلکو د اقتصادي، ټولنیز او روغتیایي وضعیت لپاره یوه لویه ضربه ده.

طالبان نه یوازې د خلکو د ګډ غږ د خاموشه کولو هڅه کوي، بلکې په مستقیم ډول د بازار د انحصار لپاره زمینه برابروي.

د درملو په څېر مهم سکټور کې د هغوی ښکېلتیا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي او دا هر څه ښيي، چې طالبان د ولس پر ستونزو نه، بلکې د خپلو اقتصادي ګټو پر تأمین تمرکز لري.

پاکستان د افغان محصلینو لپاره ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون «HEC» د علامه محمد اقبال په نوم د بورسیو د پروژې درېیم پړاو اعلان کړی دی. د دې پروګرام له مخې به ۴۵۰۰افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو بشپړ مالي بورسونه ورکړل شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د بورسونو دا پروګرام د طب، انجنیرۍ، کرنې، مدیریت، ټولنیزو علومو او کمپیوټر ساینس په برخو کې د افغان زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې زمینه برابروي.

دا بورسونه په بشپړ ډول د پاکستان له لوري تمویل شوي دي او په کې د ژوند لګښت، د لیلیې اسانتیاوې، د پوهنتون فیسونه او د سفر مصارف شامل دي.

په دې بورسیو کې د لېسانس زده کړو لپاره لږ تر لږه ۱۲کاله زده‌کړې بشپړې وي، عمومي مضامینو کې د لږ تر لږه ۶۰سلنه نمرې او د طب او انجنیرۍ په برخو کې لږ تر لږه ۶۵سلنه نمرې ترلاسه شوي وي. د عمر شرط د ۱۷نه تر ۲۳کلونو پورې دی.

د ماسټرۍ لپاره لږ تر لږه ۱۶کاله زده‌کړې بشپړې وي او پوهنتوني نمرې د «سي جي پي اې» پر اساس د ۲.۵نه تر ۳پورې وي او د عمر شرط تر ۳۵کلونو پورې دی.

همداراز د دوکتورا لپاره لږ تر لږه ۱۸کاله زده‌کړې بشپړې وي او د «سي جي پي اې» له ۲.۵تر ۳پورې وي. د عمر شرط هم تر ۳۵کلونو پورې دی.

هغه محصلین چې بهرني اسناد لري، اړ دي چې د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون او د تعلیمي بورډونو د همغږۍ کمېټې له لارې د معادل سند ترلاسه کړي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون وایي، محصلین باید یو قانوني تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې د زده‌کړو تر بشپړېدو وروسته به بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د بشري حقونو فعال احمد مجتبی محمدي له ۹ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د احمد مجتبی محمدي په نوم د بشري حقونو فعال، نهه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او لا هم د یادې ډلې په بند کې دی.

د معلوماتو له مخې، مجتبی محمدي له نیول کېدو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له ایران څخه په جبري ډول اېستل شوی و. هغه له کلونو راهیسې د بشري حقونو د دفاع، عدالت غوښتنې او د بیان د ازادۍ په برخه کې فعالیت کړی و او په ایران کې د افغان کډوالو د مدني حقونو له مدافعانو بلل کېده.

مدني ټولنې وایي، د طالبانو له خوا د هغه ناڅاپي نیول په افغانستان کې د بشري فعالانو پر وړاندې د «زیاتېدونکو فشارونو یوه بېلګه» ده او دا د مدني ټولنې د غږ خاموشه کولو هڅه ښيي.

د دوی په وینا، د محمدي نیول یوازې د یوه کس پر شخصي ازادیو تېری نه دی، بلکې د هغو هڅو د ځپلو معنا هم لري، چې د ټولنې د هوساینې او د بشري ارزښتونو د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د بشري حقونو بنسټونه په ټینګار سره غوښتنه کوي چې د احمد مجتبی محمدي د نیولو قانوني وضاحت دې وړاندې شي او هغه دې سمدستي خوشې شي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې د بشري فعالانو د ځورونې، ګواښ او بندي کولو دوام کولای شي د افغانستان د مدني ټولنې راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.

طالبانو لا تر دې مهاله د احمد مجتبی محمدي د نیولو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مدافعین، خبریالان او د مدني ټولنو غړي په دوامداره ډول له فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.

ګڼ شمېر فعالان د طالبانو له لوري پرته له محکمې او قانوني پروسې نیول کېږي او ان د ډېرو نیول شویو کسانو کورنۍ نه پوهېږي چې هغوی چېرته ساتل کېږي.

ځینې فعالان وروسته له څو میاشتو درنو شرایطو او جبري اعتراف سره خوشې شوي، خو بیا هم د پلټنو او ګواښ لاندې وي.

بریتانیا د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروزالدین فیروز د پناه غوښتنه رد کړه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې بریتانیا ته ورسېد او د پناه غوښتنه یې وکړه، خو دغه غوښتنه د بریتانیا له لوري رد شوه او نوموړی اوس مهال د کډوالو په یوه هوټل کې ژوند کوي.

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی پاکستان، بیا ترکیې او په ۲۰۲۳ کال کې بریتانیا ته ولاړ او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه.

ډیلي میل ورځپاڼې ویلي، چې ۵۸ کلن فیروزالدین فیروز دمګړۍ د برېتانیا په ډورسیټ بورنموت کې اوسیږي، خو د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د نوموړي د پناه غوښتنه ځکه رد شوې، چې هغه په بریتانیا کې د افغان وګړو د مېشتېدو پروګرام له تړل کېدو وروسته د پناه غوښتنه کړې وه.

فیرزالدین فیروز اوس د حکومت د یادې پرېکړه پر وړاندې د استناف غوښتنه کړې ده.

نوموړی به د پرېکړې تر روښانتیا پورې د هغو درېیو هوټولو له ډلې په یوه کې اوسېږي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړي شوي دي.

خو د یادو هوټلونو مخې ته هره اوونۍ د کډوالو ضد لاریونونه کېږي. فیروز الدین فیروز ویلي، چې لاریون کوونکي د «شیطان» خطاب ورته کوي او له هېواده د وتلو غوښتنه ترې کوي.

فیرزوالدین فیروز ویلي:«زه باور لرم چې بریتانیا د دیموکراسۍ او د ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوي او زه غواړم د همدې ارزښتونو برخه اوسم. زه په دې باور لرم چې د جنسیت، دین یا قوم په نظر کې نیولو پرته باید د خلکو درناوی وشي، د خلکو ژوند وژغورل شي او خلک ځواکمن شي.»

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا وزیر دمګړۍ له ځايي موسسو سره د بې کوره کسانو د ملاتړ په همکارۍ بوخت دی.

نوموړي ویلي که د پناه غوښتنه یې ومنل شي، له ځايي شوراګانو سره به د بې کوره کسانو د ملاتړ لپاره خپلي طبي تجربې شریکې کړي.

فیروزالدین فیروز وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کور او بانکي حسابونه ضبط شول او دی د هغوی د ځورونو له وېرې اړ شو چې افغانستان پرېږدي.

طالبان د بلخ د سوداګرو په مالي مرسته په کندهار کې پنځه دروازې جوړوي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د بلخ ولایت د معلوماتو او رسنیو مرکز وایي چې دددې ډلې د بلخ والي د یاد ولایت د سوداګرو په مالي مرسته په کندهار کې پنځه دروازې جوړوي.

دغه مرکز زیاتوي چې له یادو دروازو څخه یوه د ښورندام او ترنک له پله، دویمه د باغ له پله، درېیمه د کوتل مرچې له لارې، څلورمه د ښار د کمانډو په سیمه کې او پنځمه د سپین بولدک ولسوالۍ د حوت له غره سره جوړیږي.

د بلخ ولایت د معلوماتو او رسنیو مرکز وایي چې یادې دروازي بلخ کې د کام اير شرکت، مزار هوټل، غضنفر ګروپ، سید کریم اغا، بشیر نوید ګروپ رییس خیرالدین مایل او ګڼو نورو تجارانو په مالي لګښت جوړیږي.

دغه مرکز وایي چې ددې دروازو کار پیل شوی او موخه یې د شمال او سویل خلکو یووالی او اتحاد دی.