• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې باید د زده کړو دروازې پرانېستل شي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سواد زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان پر بډایه ادبي میراث ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي.

یوناما پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «کتابونه یوازې د پوهې سرچینه نه دي، بلکې د تلپاتې سوکالۍ پر لور د تګ لاره هم ګڼل کېږي.»

له ۱۹۶۷م کال راهیسې د سپټمبر ۸مه «د سواد زده‌کړې نړۍوالې ورځې» په نوم نمانځل کېږي، څو نړۍ ته د سواد د ارزښت او د یوه عادلانه، سوله‌ییز او دوامدار ټولنې په جوړولو کې د هغې د حیاتي رول یادونه وشي.

د یونسکو د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۷۳۹میلیونه ځوانان او لویان لا هم د بنسټیزو سواد مهارتونو څخه محروم دي، له هرو لسو ماشومانو څخه څلور د لومړنیو لوست مهارتونو ته لاسرسی نه لري او لږ تر لږه ۲۷۲میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده‌کړې بې برخې دي.

یونسکو لیک او لوست د هر انسان اساسي حق بللی او د روان کال د نمانځنې شعار یې «په ډیجیټلي دور کې د سواد زده کړې ته وده ورکول» ټاکلی دی. دغه اداره باور لري، چې ډیجیټلي وسایل کولی شي د محرومو ټولنو لپاره د زده‌کړې نوې لارې پرانیزي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زده‌کړې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د طالبانو د واکمنېدو له پیله تر اوسه شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي. یونسکو خبرداری ورکړی، چې که محدودیتونه تر ۲۰۳۰م پورې دوام وکړي، نو له زده‌کړو څخه د محرومو نجونو شمېر به څلور میلیونو ته لوړ شي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو د ودانیو، پاکو اوبو، روغتیایي اسانتیاوو او مسلکي ښوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو د کموالي له امله شاوخوا څلور میلیونه نور ماشومان هم له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

د نړۍوالې ټولنې له پرله ‌پسې غوښتنو سره سره، طالبانو لا هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز لرې کړی نه دی. نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې د زده‌کړې بندیز نه یوازې د افغان ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټول هېواد پرمختګ هم له جدي ستونزو سره مخ کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

جمعیت ګوند: دغه ګوند تر دې وروسته واحد مشر نه لري، بلکې د یوې شورا له لوري رهبري کېږي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د عطا محمد په مشرۍ د جمعیت ګوند د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته دغه ګوند واحد مشر نه لري، بلکې پر ځای یې د «جمعیت ګوند د پرېکړې کولو عالي شورا» له لوري یې ټولې نظامي، سیاسي او مدني چارې رهبري کېږي.

جمعیت ګوند چې په لومړیو کې یې مشري برهان الدین رباني کوله، د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې په دوو ډلو ووېشل شوه. د یوې ډلې مشر عطا محمد نور او د بلې ډلې مشر صلاح الدین رباني و.

د جمعیت ګوند دغه اړخ د صلاح الدین رباني له حضور پرته اعلان کړی، چې عطامحمد نور، اسماعیل خان، احمد مسعود، محمد یونس قانوني، محمد الماس زاهد او حضرت علي به د جمعیت د پرېکړې کولو عالي شورا په چوکاټ کې خپلو سیاسي، نظامي او مدني مبارزو ته دوام ورکړي.

نو په دې سره عطا محمد نور د جمعیت د انشعابي څانګې مشر نه دی او تر دې وروسته دغه انشعابي څانګه د یوې شورا له لوري رهبري کېږي.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند لا تر اوسه د جمعیت انشعابي برخې دغې وروستۍ پرېکړې ته چې تر دې وروسته د واحدې رهبرۍ پر ځای به یوه شورا یې اداره کوي، څه غبرګون نه دی ښودلی.

د سرچینو په وینا، په ټوله کې جمعیت ګوند په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې په روانو مبارزو کې چندانې ونډه نه درلوده او یوازې په خپل منځي انلاین غونډو یې بسنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې جمعیت ګوند په ۱۳۳۶ کال کې د مصر د اخوان المسلمین له ګوند څخه په الهام د برهان الدین رباني په مشرۍ جوړ شو او تر وژل کېدو پورې یې چې د ۱۳۹۰ کال د وږي په ۲۹مه په خپل کور کې د یوه طالب ځانمرګي بریدګر په برید کې ووژل شو، د دغه ګوند مشر وو.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ټولو ګوندونو مشران له افغانستان څخه ووتل او طالبانو هم په هېواد کې ټول ګوندونه لغوه او فعالیتونه یې منع کړل.

حال‌وش: د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو په ډزو کې شپږ افغانان وژل شوي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د حال‌وش په نامه د بشري حقونو یو خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چې پېښه د سیستان او بلوچستان د ګلشن ښار په کلګان سیمه کې رامنځته شوې ده. د حال‌وش د معلوماتو له مخې، تر ډزو وروسته شاوخوا ۴۰ افغان کډوال هم نیول شوي او د ایران د سرحدي ځواکونو پوستې ته لېږدول شوي دي.

سرچینې وايي، د وژل شویو کسانو مړي د ډزو په ځای کې پرېښودل شوي او ټپیان څو ساعته وروسته د امبولانس له لارې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د سراوان په نوم دولتي روغتون د ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه د وږي پر ۱۷مه مازیګر مهال هغه وخت رامنځته شوې، چې د ایران سرحدي ځواکونو د ۱۲۹کسیزې ډلې افغان کډوالو پر لور پرته له مخکېني خبرداري د درنو وسلو ډزې وکړې.

هغه کسان چې له ډزو روغ وتلي، د سیمې شاوخوا غرنیو او کلیوالو سیمو ته تښتېدلي، خو د راپورونو له مخې د ایران سرحدي ځواکونه لا هم د دوی په لټه کې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا ډول پېښې تکرارېږي او ډېری وخت افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

د بشري حقونو فعالان دغه ډول پېښې د نړۍوالو اصولو او بشري ارزښتونو ښکاره نقض بولي او ټینګار کوي، چې باید د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته شي.

هغوی زیاتوي، چې کډوال د اقتصادي ستونزو، جګړو او طبیعي ناورینونو له امله اړ دي چې د ایران خاورې ته واوړي، خو د پوله‌ساتو له سخت چلنده تل له مرګژوبلې سره مخامخ کېږي.

له زلزله‌ځپلو سره د سویس مرستې هم طالبانو ته وسپارل شوې

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر د کونړ له وروستیو زلزله‌ځپلو سره د مرستو په موخه ۲۰ ټُنه غېرخوراکي توکي د دوشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول. په دغو مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.

د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر مرستیالې ستاتا کیس د دغو مرستو د سپارلو پر مهال ژمنه وکړه، چې د کونړ د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې دغه مرستې به په روڼتیا سره د کونړ زلزله‌ځپلو ته ورسول شي.

خو په کونړ کې یو شمېر زلزله‌ځپلي شکایت لري، چې د نړۍوالو له دومره ډېرو مرستو سره سره لا هم ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي او ځینې یې بیا وايي، چې ډېری مرستې د طالبانو له لوري په ګودامونو کې ساتل کېږي.

عمران خان: د افغان حکومت د مخالفانو خوشحالولو لپاره د عاصم منیر هڅې د کم‌عقلۍ نښه ده

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د اوسني حاکم نظام د مخالفانو د خوشحالولو لپاره د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر روانې هڅې د کم‌عقلۍ ښکارندوی وبللې او زیاته یې کړه، عاصم منیر هلته چې باید اړیکې ښې کړي، په قصدي ډول یې خرابوي.

د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر د دغه هېواد پر حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ پر مشر عاصم منیر د نیوکو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «عاصم منیر د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفانو د خوشحالولو هڅې د کم‌عقلۍ ښکارندويي کوي. زموږ په وخت کې په سیمه کې رامنځته شوې سوله له منځه وړي؛ هلته چې زموږ اړیکې باید ښې وای، په قصدي ډول خرابېږي.»

عمران خان یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې پر بهیر له نیوکو سربېره خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او په وینا یې د کرښې په ها غاړه کې زلزله شوې او په اوسنیو شرایطو کې د دې پر ځای چې د مرستو لاس ورکړل شي، ستونزې لاپسې پړسول کېږي.

خان زیاته کړې: «زه علي امین ګنډاپور (د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر) ته ځانګړې سپارښتنه کوم چې افغانستان ته لاړ شي او له مقابل لوري سره د دوه اړخیزو مسایلو په تړاو خبرې وکړي، څو وضعیت له دې ډېر خراب نه شي.»

تر دې مخکې علي امین ګنډاپور هم د کرښې په دواړو غاړو کې د ستونزو د حلولو په موخه افغانستان ته د تګ په تړاو څرګندونې کړې وې، خو د پاکستان مرکزي حکومت په هغه وخت کې دغه چاره د مرکزي دولت کار بللی و، خو عمران خان اوس د پوښتنې په ډول مطرح کوي: «جعلي وفاقي حکومت باید دې ته ځواب ووايي، مریم نواز جاپان او ټایلند ته تللې شي، نو ولې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د خپل ولایت د سولې لپاره افغانستان ته نه شي تللی؟»

د نوموړي په وینا، په خېبر پښتونخوا کې د پوځ او ډرون بریدونه او ورسره د ځايي اوسېدونکو بې ځایه کول په اصل کې د تحریک انصاف ګوند له لوري د سیمه ییزې حکومتولۍ د ننګونو لپاره روان دي او زیاتوي، چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر باید د دغو عملیاتو مخه ونیسي او یاد عملیات د ځايي اوسېدونکو په زیان ګڼي.

نوموړي په اډیاله زندان کې د خپل وضعیت په اړه وايي، په دوامداره توګه په انفرادي سلولونو کې ساتل کېږي، له یوه کال راهیسې یې شخصي ډاکټر ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې چې معاینه یې کړي، د کورنۍ غړي او وکیلان یې له لیدو څخه منع شوي او همداراز له یو نیم کال راهیسې د خپلو سیاسي ملګرو د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د حساب ورکولو لپاره نور انتظار نه شي کېدای

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب‌ ورکولو لپاره د بېړنيو ګامونو اخیستل اړین دي او نور باید د دې مسلې ځنډېدو ته لاره هواره نه شي.

نوموړي په خپلو تازه څرکندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سیسټماټیکو ځورونو سره مخ دي او د نورو ټولنیزو ډلو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې هم په بشپړ ډول په بې‌پروايي او معافیت سره روانې دي.

بېنېټ زیاته کړې: «زه د بشري حقونو له شورا غوښتنه کوم چې د یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو پرېکړه وکړي، څو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په سمه او اغېزمنه توګه وڅېړل شي. دغه میکانیزم باید د جرمونو نړۍوالې محکمې «ای سي سي» د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» او زما د راپور ورکوونکي ماموریت متمم وي.»

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تعلیم، کار او عامه ژوند په ټولو برخو کې د محدودیتونو دوام یو ډول سیسټماټیک ظلم ګڼل کېږي. نړۍوالې ټولنې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د ښځو د حقونو په برخه کې هېڅ ژمنې ته پابند نه دي پاتې شوي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې که د بشري حقونو سرغړونې له پامه وغورځول شي، نو دا به نه یوازې د قربانیانو د دردونو د زیاتېدو سبب شي، بلکې د معافیت کلتور به لا پیاوړی کړي.

د هغه په وینا، د خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړېدل کولی شي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه کره اسناد او شواهد برابر کړي، څو د نړۍوالو عدلي پروسو لپاره بنسټ کېښودل شي.

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په وروستیو کلونو کې د نړۍوالو جدي اندېښنه ګرځېدلې ده. د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه، د بیان د ازادۍ پر ضد کړنې او د لږکیو پر وړاندې فشارونه هغه مسایل دي، چې نړۍواله ټولنه یې د څېړنې او حساب‌ ورکونې غوښتنه کوي.

ریچارډ بېنېټ په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې د حساب‌ ورکولو لپاره نور انتظار نه شي کېدای.»