
د بلوچستان مشهور دیني عالم مولوي نورالدین اغا د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د سفر د خاطرو په لړ کې تازه ویلي چې په کابل کې تر بل هر وخت بېوزلي ډېره شوې ده. نوموړی کندهار ته هم تللی او په پام کې وه چې هتله په یوه جامع جومات کې خلکو ته خبرې وکړي، خو طالبانو یې مخه ونیوله.
د کوټې ښار کندهارۍ جامع مسجد امام مولوي نورالدین اغا په وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللی و. اوس یې تازه په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي چې دی پخوا هم کابل ته تللی و، خو دومره بېوزلي یې نه وه لیدلې. دی وايي دومره بېوزلي لکه بېوزلۍ چې خپل ټول زور پر کابل ختم کړی وي.
نورالدین اغا په دې مرکه کې د کندهار د خلکو د مېلمهپالنې کورودانی وايي. کندهار ته د هغه د سفر پر مهال په پام کې وه، چې هلته په یوه جامع جومات کې خلکو ته وینا وکړي، خو طالبانو اجازه نه وه ورکړې.
نورالدین اغا له دې امله ډېر مشهور او ویناوي یې خلک خوښوي چې د منبر له لارې د افغانستان د ملي مشرانو لکه غازي امان الله خان ننګه کوي، په پاکستان کې پر پښتنو باندې د ظلم په اړه غبرګون ښيي او د منظور پښتین د مبارزو ننګه یې هم کړې ده. د هغه د مشهور کېدو یو لامل دا دی چې د پښتنو ورځنۍ ستونزې په ساده ژبه بیانوي.
مولوي نورالدین اغا څه موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې د جاوید امرخېل سندرې یې خوښېږي، خو په دې خبره نورو ملایانو غبرګون ښودلی و.

د طالبانو د هرات والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اسلامکلا پر پوله له ایران نه راستانهشویو افغان کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ جوړېږي. د طالبانو په وینا، دا کمپ د ۴۱ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري او ډېر ژر به بشپړ شي. په هرات کې سرچینې وايي چې دا کمپ په حقیقت کې د یونیسف لهخوا جوړېږي.
طالبانو ویلي چې تر دې مهاله پر دغه کمپ تر۷۰ میلیونه افغانیو ډېر لګښت راغلی دی. دغې ډلې زیاته کړې اوس مهال په اسلامکلا کې دوه کمپونه او څلور د سر سیوري شته، چې د ۱۶ زره کسانو د اوسېدو ظرفیت لري، دغه ډول درې تالارونه هم جوړ شوي، چې د ۱۱ زره کسانو د اوسېدو ځای ولري.
دغه ډول طالبانو ویلي، چې یو لوی پخلنځی به هم جوړ کړي. دا پخلنځی به هره ورځ د ۲۰ زره کسانو لپاره د خوړو چمتو کولو ظرفیت ولري.
طالبان ادعا کوي چې د افغان کډوالو د ایستلو له پيل څخه بیا تر اوسه یېمستحقو کډوالو ته تر یوه میلیارډ افغانیو ډېرې مرستې وېشلي او لږ تر لږه د ۱۵ زره کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
ملګري ملتونه د افغانستان او ایران پر ګډه پوله راستنېدونکو افغانانو ته نغدې پیسې ورکوي. دې سازمان تازه ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز له امله یې د مرستو وېش درولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې راهیسېله ایران او پاکستان څخه تر ۴ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړی و، چې د ایراني چارواکو له خوا له افغان کډوالو سره ظالمانه، غیرانساني او سپک چنلد کېږي، ځورول کېږي، شکنجه کېږي او زنداني کېږي.
یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان به د عدن تړون پر بنسټ د نړۍوالو لهخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ته شاوخوا ۱.۳۸ میلیارد ریاله (۳۶۸ مېلیونه ډالر) اقتصادي مرسته ورکړي.
سرچینې زیاته کړې چې دا نوې مرسته به د «یمن لپاره د سعودي د پرمختګ او بیارغونې پروګرام» له لارې ورکړل شي چې موخه یې د یاد هېواد د بودجې ملاتړ دی.
په عدن کې مېشت حکومت له ۲۰۱۴ کال وروستیو راهیسې له کمزورې کرنسۍ او د بیو له لوړې کچې سره لاس او ګرېوان دی.
دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح له پلازمېنې صنعا څخه راوایست او په دې سره د یوې لسیزې کورنۍ جګړه پیل کړه.
واشنګټن پوسټ په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې بګرام اډې ته د امریکا بېرته ستنیدل بده مفکوره نه ده او کولی شي هم په افغانستان کې د داعش خراسان پر وړاندې د مبارزې زمینه برابره کړي او هم د امریکا ستراتیژیک حضور په هغه سیمه کې چې له چین سره نږدې ده، پیاوړی کړي.
واشنګټن پوسټ دا مقاله د «بګرام ته د امریکا بېرته ستنېدل بده مفکوره نه ده» تر عنوان لاندې خپره کړې او پکې یې د بګرام هوايي اډې ستراتیژیک اهمیت چې چین ته نږدې موقعیت لري، پر طالبانو د فشار او د واشنګټن د نفوذ د زیاتېدو احتمالي رول ارزولی دی.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام اډې ته د بېرته تګ بحث راپورته کړ، دې موضوع ژر غبرګونونه راوپارول. ټرمپ وروسته تایید کړه، چې امریکا له طالبانو سره د بګرام د اډې د بېرته اخیستو په اړه خبرې کوي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د بګرام هوايي اډه کې د امریکا نظامي حضور واشنګټن ته دا توان ورکوي چې په یوه کړکېچنه سیمه کې د داعش پر وړاندې عملیات وکړي. په راپور کې ټینګار شوی، چې داعش خپله فعاله ساحه تر اروپا پورې غځولې ده.
همداراز لیکل شوي، چې د امریکا د یوې کوچنۍ نظامي ډلې بېرته بګرام ته ستنېدل له هغه پراخ نظامي حضور سره د پرتله کولو وړ نه دی، چې امریکا پخوا په افغانستان کې درلود؛ خو دا بیا هم کولای شي چې امریکا ته په یوه ستراتیژیکه سیمه کې ځای او نفوذ ورکړي.
واشنګټن پوسټ همداراز لیکلي، چې بګرام د چین او د سینکیانګ د اټومي ازموینو ځای ته نږدې دی او دا نږدېوالی د چین سره د روان رقابت په شرایطو کې د دې اډې اهمیت لا ډېر ښکاره کوي.
دغه رسنۍ دا هم ویلي، چې طالبان له امریکا څخه ځینې غوښتنې لري لکه د دوی د حکومت رسميت پېژندنه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته سپارل او د افغانستان د کنګل شویو ۷ میلیاردو ډالرو شتمنیو ته لاسرسی.
په لیکنه کې ټینګار شوی، چې طالبان نه غواړي امریکایي ځواکونه بېرته بګرام ته راستانه شي؛ خو ډونالډ ټرمپ لا هم د خبرو اترو یو شمېر مهم فشارونه په لاس کې لري.
واشنګټن پوسټ لیکلي: «په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل به د امریکا له ارزښتونو سره خیانت ونه بلل شي.»
ورځپاڼې دا هم لیکلي:ر«په دې وخت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یوه غلطي ده. د ښځو او نجونو سره د دوی وحشیانه چلند او د پخواني حکومت د چارواکو ځورونه او تعقیب ژر نه درېږي.»
واشنګټن پوسټ دا هم ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ څخه د څلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم داسې ښکاري، چې د امریکا له خوا پر افغانستان لګول شوی ډیپلوماتیک بندیز تر دې دمه کوم واقعي فشار نه دی راوړی چې طالبان شاتګ ته اړ کړي.
په مقاله کې ټینګار شوی، چې نور نړۍوال لوبغاړو اوس د امریکا ځای نیولی او امریکا باید په کابل کې خپل نفوذ بیا زیات کړي.
د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی دی، چې بګرام هوايي اډه دې امریکا ته وسپاري، کنه بدې پایلې به ولري.
د طالبانو د سترې محکمې رییس او قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نوي اداري مرستیال د پېژندلو په غونډه کې وویل، د طالبانو بریا په یووالي کې نغښتې ده او د همدې یووالي له امله په افغانستان کې «بېساری نظام او امنیت» رامنځته شوی دی.
عبدالحکیم حقاني د سترې محکمې د نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید د پېژندلو په غونډه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) جوړه شوې وه، په اسلام کې د امیر اطاعت په تړاو له څرګندونو وروسته وویل: «د هبت الله د حکم په اطاعت کې د الله تعالی رضا نغښتې ده.»
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې د یادې محکمې نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید وویل، باوري دی چې د هبت الله اخوندزاده هر حکم او فرمان د چارو د ښه والي لپاره صادرېږي او د هر حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼي.
نوموړي زیاته کړه: «که مو هر ځای ته تبدیل یا بیخي له دندې لرې کړي خوشاله یو، ځکه موږ ته ځان نه دی مطرح، بلکې یوازینۍ هیله مو د اسلامي نظام بقاء او استحکام دی.»
د دغې محکمې مخکېنی اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو د تربیې او عمومي تعلیماتو د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیونې په موخه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یو حکم صادر شوی او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو بیا ویلي، چې د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د حقونو پر ځپنې بوختې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه وکړې او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.
د امریکا ولسمشر په خپل دغه لنډ متن کې د هغه څه په اړه چې «بدې پېښې» یې بللي، نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي. ټرمپ تېره ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل:«موږ هېڅکله باید بګرام اډه نه وای پرېښې.»
په ورته وخت کې پرون وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې امریکایي چارواکي په بګرام کې د ترهګرۍ پر وړاندې د محدود ځای پرځای کولو په اړه «له طالبانو سره د خبرو اترو» په لومړیو مرحلو کې دي.
طالب چارواکو د امریکا د نظامي حضور د بېرته راګرځېدو مخالفت څرګند کړی دی.
طالبانو بیا ویلي، دوی به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» بللې دي.
نوموړي د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «یوه بشپړه فاجعه» وبلله او د بګرام د پرېښودو پرېکړه یې په کلکه وغندله او ویې ویل: «موږ د بګرام اډه په وړیا توګه هغوی ته ورکړه. موږ غواړو چې دغه اډه بېرته تر لاسه کړو.»
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم د بګرام هوایي اډې پر ارزښت ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې د بایډن د «حماقت» له امله اوس دغه اډه چین «اشغال» کړې ده.
د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده.
دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.