محسن داوړ: په تیراه کې ریاستي بمباریو ښځې او ماشومان په وینو کې ولمبول

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ریاستي بریدونو له امله ښځې او ماشومان په وینو لمبول شوي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ریاستي بریدونو له امله ښځې او ماشومان په وینو لمبول شوي.
نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «په تېراه کې د ریاست بېپروا بمباریو ښځې او ماشومان په وینو کې ولمبول، زموږ وجود کله د ترهګرۍ ښکار کېږي او کله د ریاستي ظلم نښه ګرځي، دا وینه د ټول ملت مخې ته ده، خو د متوقع چوپتیا پایله به یو ځل بیا د ریاست تعصب او مرکزیت بدرنګه څېره بربنډه کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره شپه ناوخته په تېراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او پنځه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ددغو بریدونو په غبرګون کې د خیبرپښتونخوا د باړې بازار تړل شوی او په زیات شمېر خلک راوتلي او د بېګاني هوایي بریدونو د عامیلینو د محاکمې غوښتنه کوي.
لاریون کوونکي وایي چې په دغو بریدونو کې په قصدي ډول عام خلک په نښه شوي دي.
تر اوسه د پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ډېره غازي خان په کلاچې سیمه کې یې ۷ وسلهوال وژلي دي. د دغې ادارې په وینا؛ دغه کسان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ (د سپټمبر په ۲۰مه) د یو لړ عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
دغه اداره زیاتوي، په یادو عملیاتو کې د مخالفو وسلهوالو پټنځایونه په نښه شوي چې په پایله کې یې د یوه ځانمرګي په ګډون ۷ وسلهوال ووژل شول. دغه ادارې وړاندې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه یې افغانان دي.
پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي، چې د دغه هېواد په ناکراریو کې د افغانانو لاس دی. پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي، چې خپل مسوولیت ادا او په افغانستان کې د دوی مخالفو وسلهوالو ته ځای ور نهکړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، طالبان دې پرېکړه وکړي چې باید یا د ترهګرو او یا د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.
د پاکستان امنيتي چارواکو هم په وار، وار ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو پلانوونکي او ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي او هند یې ملاتړ کوي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ځانګړې اداره (CTD) وایي، د جمعې په شپه یې خېبر ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې درې وسلهوال وژلي چې یو هم پهکې افغان وګړی دی.
د چارواکو په وینا، له دې درې وژل شویو کسانو دوو یې په پېښور کې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې لاس درلود؛ هغه برید چې په کې د پولیسو یو افسر هم وژل شوی و. د یاد ایالت د ترهګرۍ ضد اداره په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې دا عملیات یې د علي جومات په سیمه کې د داعش ډلې د یو قوماندان فضل نور او د هغه د ملګرو پر ضد ترسره شوي دي.
وایي، سیمې ته د رسېدو پرمهال دغه وسلهوالو پر پاکستاني عسکرو سملاسي ډزې وشوې او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه چې شاوخوا ۳۰ دقیقې یې دوام وکړ. خبرپاڼه کاږي چې تر نښتې وروسته په سیمه کې د درې وسلهوالو جسدونه وموندل شول چې یو محمد نعیم، بل محمد کریم او درېیم په کې د نور نبي په نوم د یو افغان و چې د ننګرهار ولایت سره یې تړاو درلود.
خبرپاڼه وايي چې د جګړې پر مهال د داعش قوماندان فضل نور له سیمې نه تښتېدلی دی.
اعلامیه کې راغلي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ترهګرې ډلې څارنه روانه وه او د دوی څارګرو یې ټولو خوځښتونه تعقیب کړي چې د تخنیکي شواهدو پر بنسټ یې بالاخره د دوی هویتونه هم ثابت کړل». همدا رنګه ویل شوي چې دې ډلې پلان درلود د خېبر ولسوالۍ په لاله چینه سیمه کې یو برید هم وکړي.
ډان ورځپاڼه د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله لیکي: «د جګړې له سیمې د داعش تښتیدلي غړي یفضل نور او حکیم انصار نومېدل. دوی د بهرنیو تر ملاتړ او لارښونو لاندې فعالیت کوي او پلان یې درلود چې د خېبر په ګډون پېښور کې هم لوی لوی بریدونه وکړي».
پاکستانۍ امنیتي ادارې داسې مهال دا بریدنه کوي چې ورځ تر بلې په خېبر پښتونخوا کې وسلهوالې ډلې خپل بریدونه پراخوي او د ناامنۍ څپې هم مخ ډېرېدو دي. که څه هم په یاد ایالت کې تر ټولو لویه اندېښنه د پاکستاني طالبان دي، خو په دې وروستیو کې د داعش ډلې بریدونو هم ننګونې ډېرې کړي دي.
اسلاماباد پر افغان طالبان پړه اچوي چې تر خپل سیورې لاندې یې د دوی ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي، خو برعکس پر افغانستان واکمن بیا پاکستاني چارواکي تورنوي چې د ناامنۍ مخنېوي کې ناکام شوي او پر دوی بې بنسټه تورونه لګوي.

د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، په پاکستان کې د پوځ مشرۍ ته د عاصم منیر له رسېدو وروسته له افغانستان سره په قصدي توګه اړیکې خرابېږي، څو لوېدیځوالو ته ځان «ژغورنکی» وښيي.
عمران خان د دوشنبې په شپه (د وږي ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان پوځ مشرۍ ته د عاصم منیر له رسېدو وروسته افغان لوری تل دې ته هڅول کېږي، چې له پاکستان سره جګړه پیل کړي، څو ورسره د طالبانو مخالفین خوشحاله کړي او لوېدیځوالو ته ځان «ژغورونکی» وښيي.
د عمران خان په وینا، په لومړي سر کې پاکستان، افغانستان ته جدي ګواښونه وکړل، بیا یې «د مذهبي، اخلاقي او د کډوالو د نړۍوالو حقونو خلاف هغه افغان وروڼه چې په پاکستان کې له درېیو نسلونو راهیسې اوسېدل، په ډېر بد وضعیت کې واېستل. تر دې وروسته د افغانستان پر خاوره بریدونه وشول او اوس د دې په نوم چې «ترهګر راغلي» د قبایلي سیمو پر ضد عملیات کوي.»
د نوموړي په باور: «له دغه ډول چلند سره هېڅکله هم سوله نه شي راتللای، تل پاتې سوله تل د خبرو له لارې رامنځته کېږي.»
د عمران خان په اند، په افغانستان او قبایلي سیمو کې د قبایلي سیمو د خلکو، د افغانستان د اوسني حاکمانو او افغان ولس له همکاریو پرته سوله نه شي رامنځته کېدلای.
خان په خپله اېکس پاڼه کې زیاته کړې، په خېبر پښتونخوا کې له نظامي عملیاتو سره ترهګري نوره هم پراخېږي او کله چې پولیس د دې زیاتېدونکې ترهګرۍ پر کنټرول بوخت شي، نو حکومتولي او عامه نظم به له رکود سره مخ شي.
هغه همداراز د پاکستان پر پوځ په نیوکو سره زیاته کړې، چې په «اډیاله» زندان کې د ده محاکمه د قاضي له خوا نه، بلکې د «ای، اېس، ای» د یوه ډګروال له خوا ترسره کېږي او هغه هم د پوځ د مشر عاصم منیر له هدایتونو سره سم چلند کوي او په وینا یې «دا ملکي محاکمه نه، بلکې پوځي محاکمه ده.»
د عمران خان په باور، دمګړی په پاکستان کې هره چاره د اساسي قانون له مخې نه، بلکې د «عاصم منیر د قانون» له مخې ترسره کېږي او ورسره تل اساسي قانون او نور قوانین تر پښو لاندې شوي دي.
خان په زندان کې له ورسره کېدونکي چلنده په شکایت سره وايي: «زما او زما د مېرمنې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او موږ د عادي بندیانو له ټولو اسانتیاوو محروم یو، حتی زما کتابونه هم بند شوي او ما ته په هرو اتو میاشتو کې یو ځل له خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو اجازه راکول کېږي.»
هغه د خپل ګوند (تحریک انصاف پاکستان) له ټولو غړو غوښتي، چې یو موټی پاتې شي او په وینا یې د «ظلم نظام» ډېر دوام نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر څو ورځې مخکې هم ویلي و، چې افغانستان نه یوازې یو اوږد مهاله ملګری هېواد دی، بلکې یو ورور او اسلامي هېواد هم دی.
نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت او په ځانګړې توګه پر پوځ په نیوکو سره وویل، د پاکستان اوسنی نظام د ظلم او اخلاقي زوال پر لوري روان دی او پای به یې هم د همدې نظام په رانسکورېدو سره وي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ترینګلتیا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د اختلاف اصلي ټکی د اسلاماباد امنیتي اندېښنې دي چې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» د فعالیتونو سره تړاو لري.
په مقاله کې دغه راز راغلي، پاکستان ادعا لري چې «ټيټيپي» د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو ورځې وړاندې څرګنده کړه، چې طالبان باید یو لوری وټاکي؛ یا دې له پاکستان سره ودرېږي او یا دې د «ټيټيپي» ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد سرحدي بریدونه د اسلاماباد لپاره هېڅکله د منلو وړ نه دي.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی و، چې د ننګرهار او خوست په ځینو سیمو کې یې هوایي بریدونه کړي، چې په خبره یې څو ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. خو اسلاماباد دا تورونه رد کړي او دا یې د طالبانو د امنیتي نیمګړتیاوو د پټولو هڅه بللې ده.
مقاله زیاتوي، له هغه وخته چې طالبان څلور کاله وړاندې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه په پاکستان کې په بېسارې توګه ډېر شوي دي. اسلاماباد په پرلهپسې توګه غوښتنه کړې، چې طالبان دې دغه ډله مهار کړي، بې وسلې کړي او مشران یې ونیسي، خو د طالبانو له خوا ورکړل شوې ژمنې عملي شوې نه دي.
ډان ورځپاڼه وایي، په وروستیو کلونو کې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي، په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې. سربېره پر دې، پاکستان د افغانستان پر سوداګریز ټرانزیټ محدودیتونه لګولي او د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو یې هم فشار زیات کړی.
سره له دې، اسلاماباد هڅه کړې چې د ډیپلوماټیکو سفرونو له لارې اړیکې ورغوي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د باور کچه لا هم ټیټه ده.
د ډان و رځپاڼې د مقالې له مخې، پاکستان خبرداری ورکړی که د افغانستان له خاورې د سرحدي بریدونو لړۍ دوام وکړي، د اسلاماباد د هوايي عملیاتو لمن به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېږي.
د طالبانو او پاکستان اړیکې له لومړي ځل واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) راهیسې په لوړو ژورو کې تېرې شوې دي. پاکستان هغه مهال د طالبانو د اصلي ملاتړو هېوادونو له ډلې څخه و او یوازینی هېواد و، چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و. خو د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته دا اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې دي.
د دې ترینګلتیا اصلي لامل د «ټيټيپي» شتون دی؛ دا ډله چې له پاکستاني طالبانو جوړه شوې او له کلونو راهیسې د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. پاکستان تل د کابل له چارواکو غوښتي، چې د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي، خو دا غوښتنه تر اوسه نه ده پوره شوې.
کارپوهان باور لري، چې د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت لپاره هم جدي ګواښونه لري.
د کډوالو زیاتېدل، د سوداګرۍ بندښت او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې هڅې د دې اړیکو د خرابېدو لومړنۍ اغېزې ګڼل کېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ د ملازيو په سیمه کې د پولیو د کمپاین د څارنې لپاره تللي د روغتیا نړیوال سازمان درې کارکوونکي د ناپېژانده وسلهوالو له لوري تښتول شوي دي.
پولیس وايي پېښه د ملازۍ د عمرکوټ په سیمه کې شوې ده.
د تښتول شویو کسانو په ډله کې د روغتیا نړیوال سازمان د ولسوالۍ د څار مشر ډاکټر احسانالله، د اتحادیې شورا د ټولنیزې روغتیا همغږوال حکمتالله او د اتحادیې شورا د لومړنۍ روغتیا مسوول عبدالله شامل دي.
یاد ټیم د پولیو د څارنې لپاره سیمې ته تللی و، چې پر لاره د وسلهوالو له لوري ونیول شو.
د ټانک د پولیسو مشر شبیر حسین شاه رسنیو ته ویلي، چې له پېښې وروسته پولیسو په لوی شمېر سرتېري سیمې ته لېږلي او په ملازۍ او شاوخوا سیمو کې د پلټنې عملیات روان دي.
نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د تښتول شویو کارکوونکو په اړه هیڅ مالومات نه دي ترلاسه شوي.
