• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوګل ۲۷ کلن شو؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغان کاروونکو تر ډېره فلمونه او موسیقي لټولې ده

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

نن شنبه (د تلې ۵مه) ګوګل ۲۷ کلن شو او خپله کلیزه یې ونمانځله. دا کلیزه د طالبانو د هغو هڅو سره همهاله نمانځل کېږي، چې غواړي په افغانستان کې انټرنېټ ته لاسرسی نور هم محدود کړي، خو په تېرو ۱۲ میاشتو کې په ګوګل کې افغانانو د پنځو نومونو په ډله کې "فلم" او "سندرې" زیاتې لټولي دي.

د بیا ځلي واک ته له رسیدو راهیسې طالبانو په موسیقۍ او سینما سخت بندیزونه لګولي دي. په راډیو، ټلویزیون او عامه ځایونو کې د موسیقۍ خپریدل منع شوي او ډېری رسنۍ اړ شوي چې خپلې تفریحي خپرونې بندې کړي.

په وروستیو کلونو کې د امر بالمعروف وزارت په بېلابېلو ښارونو کې ځوانان د موسیقۍ غږولو یا اوریدلو له امله نیولي او سزا یې ورکړې ده.

په لویو ښارونو لکه کابل او هرات کې سینماګانې تړل شوي دي او طالبانو د موسیقۍ وسایل ضبط کړي یا یې سوځولي دي.

ډېری هنرمندان او فلم جوړونکي له هېواده وتلي یا یې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د دې محدودیتونو سره سره د موسیقۍ او فلمونو سره د خلکو علاقه کمه شوې نه ده.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې، د "فلم" او "سندرې" کلمې په ګوګل کې د افغان کاروونکو لپاره د پنځو غوره کلیمو څخه دي، چې په ګوګل کې یې لټولي دي.

100%

ترویج لرونکی

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
۱

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

۳

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۴

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

البانیا د نړۍ لومړی هېواد شو چې مصنوعي ځیرکه وزیره یې وټاکله

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۴ GMT+۱
100%

د نوې وزیرې نوم «ډیلا» دی، چې په البانیايي ژبه کې د «لمر» په مانا ده. ډیلا تر دې وړاندې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاټفورم«یي البانیا»په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.

د چارواکو په وینا، ډیلا به د عامه تدارکاتو څارنه کوي، د قراردادونو پروسه به پرمخ وړي او هڅه به وکړي چې دغه بهیر له فساد څخه پاک وساتي. د هغې اصلي موخه د عامه تدارکاتو د چارو چټکتیا، بشپړ شفافیت او حساب ورکونه بلل شوې ده.

د البانیا لومړي وزیر «اېډي راما»ویلي چې ډیلا د رشوت، ګواښونو یا په ادارو کې د اړیکو له پاللو څخه اغېزمنه کېدونکې نه ده او په همدې دلیل به یې کار د خلکو پر باور ښه اغېز وکړي.

خو د دې نوې ټاکنې په اړه په البانیا کې وېشلي نظرونه موجود دي. د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا اقدام «بې ځایه کار» بللی، خو یو شمېر څېړونکي او متخصصین باور لري چې که سم مدیریت شي، د شفافیت او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره ګټور تمامېدای شي.

په داسې حال کې چې اروپا کې البانیا د مصنوعي ځیرکتیا وزیره ټاکي، د اسیا په زړه افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي او لوړې زده کړې تړلې دي او د ښځو پر کار او بنسټیزو انساني ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي.

د اورکل شرکت بنسټګر«لری الیسون» یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو د نوملړ په سر کې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱
100%

د اوراکل شرکت بنسټګر «لری الیسون» ۳۷۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په شتمنۍ په لرلو سره یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای پر ځای شوی دی. د راپورونو له مخې، د ده شتمني د «کلوډ» قراردادونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې له امله په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د اوراکل شرکت په تېرو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پراختیا تمرکز کړی او له سترو نړیوالو شرکتونو لکه «مېتا، اوپن‌اې‌اي او اېکس اې‌اي»سره یې د میلیاردونو ډالرو قراردادونه لاسلیک کړي دي. د دغو قراردادونو په پایله کې د اوراکل د شرکت ونډې له ۳۵سلنې ډېرې لوړې شوې دي.

کارپوهان وایي چې دا پرمختګ نه یوازې الیسون د نړۍ تر ټولو بډای کس ګرځولی، بلکې د ټکنالوژۍ په ډګر کې یې د ده د نفوذ او اغېز ځواک هم لا پسې پیاوړی کړی دی.

دغه پرمختګ د نړیوالو مالي بازارونو او رسنیو پام هم ور واړاوه او الیسون یو ځل بیا د ټکنالوژۍ د نړۍ د اغېزمنو څېرو په سر کې راغی.

ایفون ۱۷ لړۍ: اپل شرکت نن د ایفون موبایل نوي ماډلونه نندارې ته وړاندې کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

اپل شرکت نن سې شنبه د یوه نندارتون په ترڅ کې چې (Awe Dropping) نومیږي د ایفون ۱۷ لړۍ پرانیسته کوي. تمه ده چې په دې لړۍ کې څلور نوي ماډلونه ایفون ۱۷، ایفون ۱۷ اېر، ایفون ۱۷ پرو او ایفون ۱۷ پرومکس نندارې ته وړاندې شي.

اپل به همداراز د راتلونکي نسل اپل واچ او نوي ایرپډونه هم وړاندې کړي. د شرکت په وینا، په دغه نندارتون کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) اړوند پرمختګونو ته هم اشاره کېږي.

د ایفون ۱۷ لړۍ په موبایلونو کې ځیني نوي تغییرات راغلي دي لکه د دغه موډل سکرین ۶، ۳ انچه دی، ریفریش ریټ یې په یوه ثانیه کې ۱۲۰ Hz دی. د ایفون ۱۷ پرو د کامرې بڼه د تېرو ماډلونو په پرتله بدله شوې او افقي شکل لري او همدا راز تر مخکیني ایفون یې وزن هم کم دی. د ایفون ۱۷ حافظه له ۲۵۶ څخه پیل کیږي.

د شرکت تر ټولو لوړ ماډل، ایفون ۱۷ پرو مکس، ښايي د لوړ ظرفیت بیټرۍ ولري. بل خوا ایفون ۱۷ اېر به د پلس ماډل ځای ونیسي او د اپل تر ټولو نری او نازک تلیفون بلل شوی دی.

دغه نندارتون به د کالیفورنیا په کوپرټینو کې د اپل په مرکزي دفتر کې ترسره شي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به په ژوندۍ بڼه خپور شي.

د یوې بې پيلوټه الوتکې جوړوونکی: په همدې برخه کې باید موږ ته د زده کړو زمینه برابره شي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
100%

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دوو ځوانانو C130 ډوله امریکايي الوتکه په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده. دغه ځوانان چې برکت اله اکبري او احمد شجاع اکبري نومېږي، له اړوندو مسوولینو غواړي چې په همدې برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کریم الله وثیق د دغو دوو نوښتګرو ځوانانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د پرمختګ او نورو ورته پروژو په برخو کې همکاري وکړي.

کریم الله وثیق زیاته کړه: «تاسو د ډېر څه وړتیا لرئ، هڅې مو مه بندوئ او خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړئ.»

100%

دغه نوښتګر ځوانان وايي، دغه C130 ډوله امریکايي الوتکه یې په ۸ میاشتو کې جوړه کړې او ټولټال ۲ کیلوګرامه وزن لري او د ۱۰۰ ګرامه نور وزن د لېږدولو وړتیا لري او همداراز د ۷۰۰ په ارتفاع سره الوتنه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو د محدودولو ترڅنګ د عصري زده کړو پروړاندې منفي نظریات هم شامل دي.

یو شمېر طالب چارواکي عصري زده کړې د دې ډلې د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.

د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.

فراه کې د طالبانو والي د بې‌پېلوټه الوتکو له جوړولو ملاتړ وکړ

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۱
100%

په فراه ولایت کې د طالبانو والي غوث‌الدین رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یوه کارکوونکي سره چې څو ډوله بې‌پېلوټه الوتکې یې جوړې کړې دي، لیدلي. نوموړي د بې‌پيلوټه الوتکو جوړوونکی ستایلی او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.

د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د دغه ځوان نوم ضیاءالحق یاد کړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت کارکوونکی دی.

د طالبانو د والي دفتر د دغې بې‌پيلوټه الوتکو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې ضیاءالحق څو ډوله بې‌پيلوټه الوتکې ډیزاین او جوړې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي غوث‌الدین رهبر په حواله راغلي، چې د دغه نوښتونو د ودې او پرمختګ په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په ځانمرګو بې‌پيلوټه الوتکو جوړولو بوخت دي؛ داسې بې‌پیلوټه الوتکې چې د افغانستان له پولو څخه هاخوا هم بریدونه کولای شي.

په دې اړه مخکې «ډیلي میل» ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې دغه بې‌پيلوټه الوتکې د کابل ښار فونیکس کمپ کې جوړېږي.

داسې ښکاري، چې طالبان د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د خپلو پوځي وړتیاوو د عصري کولو او لوړولو په حال کې دي.