اروپایي اتحادیې د روسیې پروړاندې تحریمونه د اکتوبر تر نهمې وغځول

اروپایي اتحادیې د روسیې پر وړاندې خپل تحریمونه د روان میلادي کال د اکتوبر تر نهمې پورې تمدید کړل.

اروپایي اتحادیې د روسیې پر وړاندې خپل تحریمونه د روان میلادي کال د اکتوبر تر نهمې پورې تمدید کړل.


د ایران او روسیې ترمنځ د "هراړخیز ستراتېژیک مشارکت تړون نن (جمعه) رسمي بڼه خپله کړه. دغه تړون د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لهخوا د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په مسکو کې لاسلیک شوی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا تړون د دواړو مشرانو هغه پرېکړه څرګندوي چې غواړي دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي او په ټولو برخو کې ګډه همکاري پیاوړې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي: «د ایران او روسیې ستراتېژیک مشارکت تړون د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې یو مهم بدلون دی او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د لوړوالي یو نوی پړاو اعلانوي.»
په تړون کې د همکارۍ برخې او لومړیتوبونه مشخص شوي او یو روښانه چوکاټ وړاندې شوی، څو اړیکې په ډېپلوماټیکو، اقتصادي، سوداګریزو، ساینسي او ټکنالوژۍ، انرژۍ، پانګونې، دفاعي، فرهنګي او نورو برخو کې پراخې شي.
خبرپاڼه وایي، دغه تړون نه یوازې د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو لپاره یو مهم بنسټ دی، بلکې د نړۍ د سولې او امنیت د ساتنې او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پر وړاندې د زیاتېدونکو ګواښونو پر ضد ګډې هڅې هم پیاوړې کوي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې ایران او روسیه د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او موخو د بنسټیز اهمیت په درک کولو سره به د څو اړخیز نظام د دفاع او د نړیوال قانون د درناوي په برخه کې هېڅ هڅه ونه سپموي.
دواړه هېوادونه به دبریکساو د شانګهای د همکارۍ سازمان په څېر څو اړخیزو چوکاټونو کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

د امریکا حکومت د مالي کال د پیل د ورځې راهیسې تړلی دی، مشرانو جرګه به د جمعې په ورځ د حکومت د بندېدو د پای ته رسولو لپاره د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو دوه پلانونه بیا وڅېړي، خو تر اوسه داسې نښې نه شته چې کوم پلان به منظور شي.
ډیموکراتان وايي، هر ډول مالي بسته باید د وبایي ناروغۍ پر مهال د روغتیايي مرستو هغه برخه هم پراخه کړي چې د ډسمبر په پای کې ختمېږي، خو جمهوري غوښتونکي بیا دا موضوع جلا حل کوي.
قانون جوړونکو تر اوسه د داسې یوې هوکړې په لور پرمختګ نه دی کړی چې حکومت ته د بودیجې د بیرته ورکړې اجازه ورکړي.
په تېرو څو ورځو کې ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو یو پر بل تورونه لګولي چې د مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته یې حکومت ته بودیجه نه ده برابره کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ډیموکراتانو په واک لرونکو ایالتونو کې د میلیاردونو ډالرو بودیجه ځنډولې او د فدرالي کارکوونکو د لرې کولو ګواښ یې کړی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د حزبالله د بې وسلې کولو په هڅه کې د لبنان پوځ او امنیتي ځواکونو لپاره ۲۳۰میلیونه ډالر بودجه ځانګړې کړې ده.
یوې لبناني سرچینې ویلي، چې له دې مرستې څخه ۱۹۰میلیونه ډالر د لبنان ملي پوځ ته او ۴۰میلیونه ډالر د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت امنیتي ځواکونو ته ځانګړي شوي دي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر ډیموکراټانو رویټرز ته ویلي چې دغه بودجه د مالي کال د پای ته رسېدو څخه لږ مخکې، د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه ازاده شوې ده. د دوی په وینا، د داسې یو کوچني هېواد لپاره لکه لبنان، دا مرسته ډېر اهمیت لري.
د دغه اعلان تر خپرېدو وړاندې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر علي لاریجاني بیروت ته سفر کړی و او هلته یې د حزبالله د مشر نعیم قاسم سره لیدلي وو. لاریجاني ټینګار کړی چې تهران د علي خامنهای د لارښوونو پر بنسټ د حزبالله ملاتړ ته ژمن دی.
کارپوهان وايي چې د امریکا او ایران دا دوه متضاد دریځونه ښيي چې لبنان د سیمهییزو سیالیو د جدي فشارونو لاندې دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د غزې لپاره د مرستو د کښتیو مسافر، چې د غزې لپاره یې د «صمود کاروان» په نوم مرستې لېږدولې او د اسراييلي سمندري ځواکونو له خوا د «سمندري محاضرې د ماتولو» له امله نیول شوي خوندي دي او اسراییل ته له وړلو وروسته به اروپا ته واستول شي.
اسراییلي ځواکونو د «صمود کاروان» زیاتې کښتۍ چې د غزې پر لور روانې وې، ودرولې او د ګریټا تونبرګ په ګډون یې ټولې سپرلۍ نیولي دي.
بنیامین نتنیاهو د دې سمندري کاروان د سپرلیو د نیول کېدو په غبرګون کې په ایکس خواله رسنۍ کې د خپل هیواد د بحري ځواکونو له سرتېرو او قوماندانانو مننه کړې او لیکلي یې دي:«تاسې خپل ماموریت په خورا مسلکي او اغېزناک ډول ترسره کړ».
هغه زیاته کړه: «د هغوی مهم عملیات د دې مخه ونیوله چې لسګونه کښتۍ د جګړې سیمې ته داخلې شي او دا یې هم پرېنښودل چې د اسراییلو پر ضد د مشروعیت اخیستو هڅې بریالۍ شي.»

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران د یوې نوې ډله ییزې ستراتیژۍ په چوکاټ کې پلان لري سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي د خپلې لوېدیځې پولې له لارې عراق او ترکیې ته واستوي.
د ګارډین د راپور له مخې، دغه اقدام د ایران له اټومي تاسیساتو د بمبارېدو او د دغه هېواد په وړاندې د «ماشه میکانیزم » د فعالېدو وروسته د تهران د ځواب یوه برخه بلل کېږي. په دې ستراتیژۍ کې د توغندیز پروګرام پراختیا، د هوايي دفاعي سیستم پیاوړتیا او دملګرو ملتونو د اټومي څارونکو سره د همکارۍ ځنډول هم شامل دي.
ګارډین لیکلي، د پناه غوښتونکود لېږلو ګواښ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو څرګندونو پڅېر دی چې ویلي یې وو، د اړتیا په صورت کې به میلیونونه سوریایي کډوال اروپا ته واستوي.
ایران په بېلابېلو دورو کې تر شپږ میلیونو پورې د افغان کډوال کوربه توب کړي دي، خو د «بښنې نړۍوال سازمان» د راپور له مخې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي. دغه کسان په اصل کې له فقر یا د طالبانو له واکمنۍ د تېښتې لپاره ایران ته تللي وو.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته د افغانانو جبري شړل ډېر شوي او تر نیم میلیونه پورې کسان له هغې جګړې وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د ایران د چارواکو له لوري د افغان پناه غوښتونکود شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې شوې، خو اټکل کېږي لږ تر لږه دوه میلیونه افغانان په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اټکل کړی چې سږکال ښايي تر څلور میلیونو پورې افغانان له ایران څخه بېرته وشړل شي.
د میزان په درېیمه، ځینو دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو خبرداری ورکړی و چې داعش ښايي له ایران او پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکود ډلهییزې شړنې څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي.
هانس یاکوب شینډلر، چې د ملګرو ملتونو د وسلهوالو ډلو د څارنې کمېټې پخوانی همغږی کوونکی و، ویلي: «د دې ګواښ ډېر دی چې داعش خراسان به تازه راستانه شوي افغانان د احتمالي جذب سرچینې په توګه وګوري».
نوموړي زیاته کړې چې داعش خراسان له ۲۰۲۱کال راهیسې هڅه کوي ناراضي طالبان او هغه افغانان جذب کړي چې د طالبانو په جوړښت کې ځای نه لري.
د یادولو وړ ده،چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روان کال په چنګاښ میاشت کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانود جبري او ډلهییزېشړنېپر ضد خبرداری ورکړی او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې وه.