• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله وايي ګومارل او ګوښه کول دده حق دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو مشر او والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده. د غونډې پیلېدو پر مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د طالبانو مشر د بګرام په اړه له والیانو او ولسوالانو سره مشورې کوي، خو د طالبانو په خبرپاڼه کې د بګرام هېڅ یادونه نه ده شوې.

طالبانو د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو والیانو او ولسوالانو ته وویل چې «که چاته مې دنده ورکړه دا یو امانت دی، که مې بیرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کیږي.»

نوموړي وویل چې د ده فرامین او حکمونه باید تر علماوو، طالبانو او خلکو ورسیږي.

هبت‌الله والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی د نظام قوت او استازي دي او ټول خلک د دوی تر حکم لاندې دي او که دوی د خپل امیر ښه استازولي وکړي نو خلک به له دوی سره همکار شي.

هغه زیاته کړې: «ستاسې تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلکو ته ترغیب ورکړئ، هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومیږي».

هبت‌الله زیاته کړې چې کشرانو ته باید داسې دندې ونه سپارل شي چې وروسته یې بیا سرته نه شي رسولی. هغه ټینګار کړی چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.

پر طالبانو نیوکې دي، چې حکومت او ادارې یې انحصاي کړې او له طالبانو پرته بل چاته ونډه نه ور کول کیږي.

د طالبانو مشر د پخوانیو مجاهدینو نیتونه ناسم بللي او وايي، چې «په افغانستان کې ډير جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه وو، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کیدل او افغانستان یې در په در کړ، پر چوکۍ جنګونه شول، ډلبازۍ شوې او وینې توییدو ته لارې هوارې شوې.»

هغه د دیني عالمانو دغه سیمینار ته په وینا کې ویلي، چې په دنیا کې د الله په نزد قدرمن او بهترین خلک علما دي.

هبت‌الله د سیمنیار له ګډون والو غوښتي، چې له انسي او جني شیطانانو پنا وغواړي.

هغه زیاته کړې، « قل اغوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ډیر وايئ، استغفرالله ډیره ډیره وايئ، ذکر ډیر کوئ، چې د ذکر په برکت له شيطاني وسوسو څخه وساتل شئ.»

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملا هبت الله خپل والیان او منځپوړي چارواکي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د محدود استخباراتي حضور په تړاو د مشورې لپاره غوښتې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د مسکو فارمټ برخه والو له طالبانو سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاریو ته تیاری وښود

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ مشورتي غونډې» ګډونوالو له کابل سره د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد د ګډو هڅو ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا ته لیوال دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان له پرمختګ سره د مسکو فارمټ غونډې غړو هېوادونو خپله ګډه ژمنتیا تکرار کړه، څو دغه هېواد یو خپلواک، متحد او سوله ییز دولت شي.

اعلامیه زیاتوي، «ګډونوالو چمتووالی وښود، چې له کابل سره د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي او د سیمې په زیربنایي پروژو کې د افغانستان د ګډون ملاتړ وکړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومت سره د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د پانګونې په اړه لېولتیا څرګنده کړې.

اعلامیه دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، چې غړو هېوادونو ددې مرستو غیر سیاسي کېدل غوښتي دي.

د مسکو فارمټ په ناسته کې د روسیې ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د سې شنبې ورځې په دې غونډه کې حاضر و.

په خوست کې سږ کال د املوکو حاصلات۲۰ سلنه ډېر شوي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. ددوی په ونیا، د اټکل له مخې سږ کال به د املوکو حاصلات څه باندې ۳ زره ټنه وي.

د طالبانو تر واک لاندې حریت راډیو د راپور له مخې، سږ کال په خوست کې په ۳۰۰ زره هکټاره ځمکې املوک کرل شوي چې اټکل کیږي تر درې زرو ټنو ډېر املوک به ترې ترلاسه شي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح ویلي، چې سږ کال د خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې د املوکو حاصلات نږدې درې زره او ۲۰۰ ټنه اټکل شوي.

په خوست کې بزګران د املوکو له حاصلاتو خوښ دي او وایي چې یادې مېوې په خوست کې ښه نتیجه ورکړې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې بزګرانو ته دې د نویو کښتونو د ازمویلو لپاره زمینه برابره کړي.

یاده دې وي چې تر دې مخکې په خوست کې د کیلې او خورما کر هم ازمویل شوی دی.

متقي وايي چې طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومې ناستې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې په څېر پرېکنده ګام واخلي. متقي دغه راز وویل، چې طالبان او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني

متقي د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، له مسکو فارمټ غونډې وروسته خبري کنفرانس کې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په تړاو د روسیې پرېکړه «زړوره پرېکړه» وبلله او له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام اخېستلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، « هیله لرو چې نور هېوادونه هم دا لاره تعقیب کړي.»

متقي زیاته کړه، چې د مسکو فرمټ ناسته کې ټولو غړو له افغانستان سره د همکارۍ د څرنګتیا په تړاو متحد نظر درلود. هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

متقي وویل، چې افغانستان مستقل هېواد دی او په ټول تاریخ کې یې بهرنی حضور نه دی منلی او له دې وورسته هم همدا پالیسي ده او دوی او د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره په افغان خاوره کې بهرنی پوځي حضور د منلو وړ نه دی.

هغه ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د امنیت اخلالوونکې ټولې ډلې له منځه تللې دي او دا ښه پرمختګ دی.

نوموړي وویل، « د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر شوی، مخه یې نیول شوې، ټول پرې خوښ دي».

متقي د مسکو فرمټ یو ښه فرصت وباله، چې د سیمې هېوادونه پکې د یوبل نظریات اوري او اړیکې پکې رغیږي.

هغه دغه راز وویل، چې په افغانستان کې له څلور لسیزو وروسته بشپړ امنیت چمتو شوی او د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې په افغانستان کې دداعش په ګډون د هیڅ وسله والې ډلې فعالیت نشته، خو د افغانستان له پولو بهر شته او طالبان هیله من دي چې له افغانستان نه بهر هم دې مسالې ته پاملرنه وشي.

هغه په دې برخه کې د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو طالبانو له دې وړاندې څو ځله ویلي، چې د پاکستان په بلوچستان کې د دداعش روزنځایونه دي.

په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي برخه لري او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.

دې غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، چې دغه فارمټ اوس په یوه معتبر ځای بدل شوی او د سیمې مهم هېوادونه سره راټولوي.

نوموړي زیاته کړه، « موږ ټول داسې يو خپلواک، يو موټی او باثباته افغانستان غواړو چې له خپلو ګاونډيانو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړي او د نړيوالې ټولنې درناوی، یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې وګوري».

له غونډې یوه ورځ وړاندې، د دوشنبې په ورځ، د روسیې، چین او ایران استازو په یوه څلور اړخیزه ناسته کې د «یوه خپلواک، سوله‌ییز او له بهرني نفوذ څخه پاک» افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

ددې ناستې یوه برخه وال او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د سې‌شنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه ولیکل، چې په یاده ناسته کې د سیمې د سولې او امنیت پر اړوندو موضوعاتو هم بحث شوی دی.

کابلوف وايي د مسکو فارمټ غونډه کې د بګرام په تړاو د امریکا پر دریځ بحث نه کیږي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د خبرو اترو اوومه غونډه د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکاپر وروستي دریځ بحث نه کوي.

ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۴مه د روسیې تاس اژانس ته وویل، چې د مسکو فرمټ ناسته کې دده په وینا، په دغسې بې معنا خبرې بحث نه کیږي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، «نه، په داسې بې‌معنا خبرې به هیڅ بحث ونه شي».

خو د کابلوف له دې څرګندونو سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ددې ناستې په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې په افغانستان او سیمه کې د درېیمو هېوادونو پوځي تاسیسات دوی ته د منلو وړ نه دي او دا په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کولای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که طالبان د بګرام هوايي اډه بېرته ور ونه سپاري، نو «بدې پېښې» به وشي.

د مسکو فرمټ ناسته نن سې شنبه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه او د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوه پلاوي په دې غونډه کې په رسمي ډول ګډون وکړ.

روسیه لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، خو د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې تر اوسه لاهم په ټیټه کچه ساتل کیږي.

پاکستان، چین، روسیې او ایران له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په تړاو خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د‌ پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان ویلي، چې د روسیې، چین او ایران له استازو سره په څلور اړخیزه ناسته کې یې د یوه خپلواک، سوله‌ییز او له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سیمې د سولې او امنیت پر اړوندو موضوعاتو هم بحث شوی دی.

د صادق خان په خبره؛ د څلورو یادو هېوادونو له مهمو اندېښنو څخه یوه دا ده، چې لا هم په افغانستان کې د بېلابېلو «ترهګريزو ډلو» حضور دوام لري چې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌وال، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیش‌العدل، داعش او القاعده ډلې په‌کې شاملې دي.

هغه زیاته کړې، د دغه ګډو ګواښونو په رڼا کې څلورو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د لا زیاتې همغږۍ او شریکو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې د «مسکو فارمټ» د ناستې د محتوا او وروستي سند د چمتووالي په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و د دغې څلور اړخیزې ناستې اصلي محور د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړېدو مخالفت دی.