• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان، چین، روسیې او ایران له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په تړاو خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د‌ پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان ویلي، چې د روسیې، چین او ایران له استازو سره په څلور اړخیزه ناسته کې یې د یوه خپلواک، سوله‌ییز او له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سیمې د سولې او امنیت پر اړوندو موضوعاتو هم بحث شوی دی.

د صادق خان په خبره؛ د څلورو یادو هېوادونو له مهمو اندېښنو څخه یوه دا ده، چې لا هم په افغانستان کې د بېلابېلو «ترهګريزو ډلو» حضور دوام لري چې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌وال، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیش‌العدل، داعش او القاعده ډلې په‌کې شاملې دي.

هغه زیاته کړې، د دغه ګډو ګواښونو په رڼا کې څلورو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د لا زیاتې همغږۍ او شریکو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې د «مسکو فارمټ» د ناستې د محتوا او وروستي سند د چمتووالي په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و د دغې څلور اړخیزې ناستې اصلي محور د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړېدو مخالفت دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ۶ میاشتو کې د څه باندې یو میلیون برېښنایي تذکرو د وېش خبر ور کړی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې په ټول هېواد کې څه‌باندې یو میلیون او ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۴مه وویل، چې په هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه ۱۶ میلیونه او ۵۶۱ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دې ادارې وویل، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې څه‌باندې یو میلیون او ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

یادې ادارې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) ویلي‌ و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هېواد دننه او بهر نږدې ۴۳ زره کاغذي تذکرې تایید او تصدیق کړې دي.

همدا راز په یاده موده کې یې د یو میلیون او درې سوه زرو کسانو د هویت د تثبیت خبر هم ورکړی دی.

د برېښنايي تذکرو د وېش چارې د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري نظام د حکومت پرمهال پیل شوې.

لاوروف: په افغانستان او سیمه کې د درېیمو هېوادونو تاسیسات په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۶ GMT+۱
•
خبرخونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې اعلان وکړ، چې مسکو ته د افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو په خاوره کې د درېيمو هېوادونو پوځي تاسیسات په هیڅ دلیل د منلو وړ نه دي. نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې پياوړی شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، د مسکو فارمټ غونډې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، چې دغه فارمټ اوس په یوه معتبر ځای بدل شوی او د سیمې مهم هېوادونه سره راټولوي.

نوموړي زیاته کړه، « موږ ټول داسې يو خپلواک، يو موټی او باثباته افغانستان غواړو چې له خپلو ګاونډيانو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړي او د نړيوالې ټولنې درناوی، یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې وګوري».

نوموړي په دې ناسته کې د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي رسمي ګډون د مسکو ناستې د عملي اغیزناکتیا لپاره مهم وباله.

هغه دغه راز د طالبانو له همکاریو مننه وکړه، چې له مسکو سره یې د ګډو ستونزو د حل په برخه کې کړې دي، خو ددغو همکاریو ډول او څرنګتیا ته یې اشاره ونه کړه.

مسکو له دې وړاندې له داعش سره د طالبانو د مبارزې هڅې ستایلې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سيمې د امنيت او سوکالۍ تضمین له سياسي بهيرونو، سيمه‌ييزو همکاريو او ګډو اقتصادي پروژو سره د کابل په نښلېدو پورې تړلی وباله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له داعش سره د طالبانو مبارزه اغیزناکه وبلله
100%
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له داعش سره د طالبانو مبارزه اغیزناکه وبلله

هغه وویل، « کله چې موږ په روان کال کې د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو] رسميت پېژندنه اعلان کړه، د دولتونو تر منځ د همکارۍ محدوديتونه مو لرې کړل. زموږ نيت دا دی چې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې ګډ کار ته دوام ورکړو او سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې کړو».

لاوروف پر لویدیزو هېوادونو تور ولګاوه چې د « دښمنانه سیاست» له امله یې لا هم د افغانستان اړوند برخه کې ستونزې را ټوکیږي. هغه په دې برخه کې په امریکا کې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته اشاره وکړه او د افغانستان پر بانکي نظام لګېدلي بندیزونه یې یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه، « موږ يو ځل بيا له هغوی غواړو چې له دې تقابلي چلنده لاس واخلي، د افغانانو شتمنۍ بېرته ورکړي او د جګړو له امله د افغانستان اقتصاد او زيربناوو ته رسېدلی تاوان جبران کړي».

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د امریکا له احتمالي پوځي اډې سره هم مخالفت وښود او خبرداری یې ورکړ، چې دا ډول هڅې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې طالبان وګواښل، چې که د بګرام پوځي اډه بېرته ورنه کړي، بدې پېښې به وشي.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته په طالبانو او د سیمې په هېوادونو کې دا اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي امریکا بېرته بګرام اډې ته را وګرځي.

لاوروف زیاته کړه، چې «د افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو په خاوره کې د درېيمو هېوادونو پوځي تاسیسات په هیڅ دلیل د منلو وړ نه دي. په سیمه کې بهرنی حضور د بې‌ثباتۍ او نویو شخړو لامل کېدای شي. د افغانستان تاريخ له بهرني پوځي حضوره ډک دی او له تېرو تجربو باید هر چا زده کړې کړې وي».

دغه جګپوړي روسي چارواکي ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې پياوړی شوی او له بهرنیو فشارونو او د بودجې له محدودیت سره سره، افغانستان په ډاډ اداره کوي.

داعش وسله واله ډله، چې په دې وروستیو کې یې یوځل بیا په افغانستان کې د نفوذ په تړاو رپوټونه ورکول کیږي، د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره تر ټولو ستره اندېښنه ګڼل کیږي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له داعش سره د طالبانو مبارزه اغیزناکه وبلله او ویې ویل، چې په سلګونو امنیت ته ګواښ پېښوونکي جنګیالي له منځه وړل شوي دي.

هغه دغه راز اعتراف وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت لاندې شاوخوا ۲۲ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړ دي او ۲۱ ميليونه کسان د څښاک اوبو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته له لاسرسي بې‌ برخې دي.

نوموړي پرته له دې، چې له افغانستان سره د روسیې د مرستو کچه او څرنګتیا اعلان کړي، پر نړیوالو مرستندویانو غږ وکړ، چې له افغانانو سره مرستې په سیاسي مسایلو پورې مشروطې نه کړي.

د مسکو فرمټ اوومه ناسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د استازي په رسمي ګډون ترسره کیږي. تېر کال په دې ناسته کې امیرخان متقي د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی و.

طالبانو یو وار بیا په کندوز کې د نوري فایبر انټرنېټ کابو ۱۴ساعته بند کړی و

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

له کندوز ولایت نه سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر کندوز یو ځل بیا د افغان ټېلیکام او نوري فایبر انترنېټ بند شوی و؛ خو د سې‌شنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) شاوخوا ۱۲بجې یو ځل بیا دغه خدمتونه پیل شول.

تر دې وړاندې هم د کندوز په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملاهبت الله د شفاهي امر له مخې د انټرنېټي بندیز لړۍ پیل شوه وه، چې بالاخره ټول هېواد ته وغځېده. تېره اونۍ په ټول هېواد کې د ۴۸ساعتونو لپاره انټرنېټ پرې شوی و او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په امر بېرته خلاص شو.

اوس هم د خلکو ترمنځ اندېښنې شته، چې طالبان هر وخت دغه بندیز بیا پلی کولای شي. د راپورونو له مخې؛ ملاهبت الله په افغانستان کې د انټرنېټ کارونې او‌ په ځانګړې توګه د دوی پر خلاف خواله رسنیو کې له شریکېدونکو نظریاتو او معلوماتو څخه لوی ډار لري. د بشري حقونو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د ملاهبت الله لوري پر افغانستان د انترنېټ بندیز غیرانساني عمل بلل شوی و.

افغان فعالانو هم د «افغانستان افلاین» په نوم د خواله رسنیو کمپاین پیل کړی و او په کې یې د طالبانو له لوري دغه چاره د پرمختګونو پر وړاندې خنډ بللې وه. د طالبانو د ۴۸ساعته انټرنېټي بندیز له کبله سوداګر، کاروباریانو، پانګه‌وال او ان هټۍوال هم له مالي اړخه دارنه زیانونه ولیدل. د دغه بندیز له کبله د افغانستان بانکونه او خپله د طالبانو ځینې حکومتي اداراې هم په بشپړه توګه فلج شوې وې.

اسلام‌اباد کې یو ځل بیا پولیسو د افغان کډوالو د اېستنې بهیر ګړندی کړی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې یو ځل بیا د اېستلو بهیر ګړندی شوی او هره ورځ پولیس په بېلابېلو سیمو کې د نیولو عملیات لري. دوی وایي، په بي۱۷ ښارګوټي کې همدا نن هم پاکستاني پولیس د افغانانو د کورونو دروازو ته ولاړ دي.

د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) یو افغان چې د امریکا متحده ایالتونو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه او اوس د یاد هېواد د مېشتېدنې بهیر ته‌ په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «بېخي تنګ شوي یو، هره ورځ مو پولیس کورونه ته راځي او زموږ ویزې هم ختمې دي». د نوموړي په خبره؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د ویزو د نوي کېدو یا تمدید پروسه بنده کړې او له همدې امله اوس د دوی استوګنه ناقانونه ده.

احمدالله (مستعار نوم) چې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال یې حکومتي دنده لرله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې نیوکه وکړه، چې پاکستان په لوی لاس د دوی د ویزو بهیر ټکنی کړی او خپله یې دې ته لاره برابره کړې، څو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي افغانان ناقانونه شي. هغه زیاتوي: «که څه هم د ویزو د تمدید قیمت لوړ دی؛ خو اوس یې په هغه جیګ قیمت هم را بندې کړې. موږ څه وکړو؟ له یوې خوا یې د ویزو تمدید بند کړی او له بلې خوا رانه پولیس ویزې غواړي».

د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته سلګونه زره هغه افغانان چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو له ځواکونو او ادارو سره دندې ترسره کړې؛ پاکستان ته کډوال شول. دوی اوس د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او وېره لري‌ که افغانستان ته وشړل شي؛ نو د طالبانو له لوري به یې ژوند له ګواښونو سره مخ شي. د راپورونو له مخې؛ پاکستان او ایران نه یو شمېر ستانه شوي پخواني پوځیان د طالبانو له لوري شکنجه شوي، زنداني شوي او یا هم وژل شوي دي.

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۵۰۰زره افغانان په جبري‌ توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دا ځل یې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یوشمېر هېوادونو هغو غوښتنو ته هم چندان پاملرنه نه‌ده کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د درېدو په تړاو یې کړې وې.

طالبان وایي، د اشخاصو په نومونو د واټونو او څلورلارو پر نومولو یې بندیز لګولی دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دوی د مشرتابه له لوري د اشخاصو په نومونو د واټونو، عامه ځایونو او څلورلارو پر نومولو بندیز لګېدلی دی. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په دې تړاو یوه ناسته هم کړې.

د (تلې ۱۵مه) د طالبانو د دغه وزارت د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي د اوسېدونکو پر یوې عرض پاڼه خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې دغه سیمه باید د دولتي اسنادو له مخې د کلا حیدر خان په نوم پر خپل ځای پاتې شي.

طالبان داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې د همدې ډلې پوځي قول اردوګانې هم د اشخاصو په نومونو دي او یوشمېر بنسټونه یې هم د خپلې ډلې د مشرانو په نامه کړي. په همدې ناسته کې د جلال بنسټ په نوم د حقاني شبکې د یوې فرهنګي ادارې له لوري په کابل او ولایتونو کې د څلورلارو په جوړولو هم خبرې شوې دي. طالبانو خپلو پوځي قطعاتو او جنګي ډولو ته هم د دیني اشخاصو نومونه غوره کړي دي.

دې ډلې د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوریت پر مهال په تفریحي پارکونو، سړکونو، څلور لارو او عامه ځایونو اېښودل شوي نومونه لرې کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې هغه اېښودلي. د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د شېرزي په نامه لوبغالی چې د جمهوریت د یوه پخواني چارواکي ګل اغا شېرزي په نامه نومول شوی و؛ اوس یې طالبانو نوم د معلم اول ګل لوبغالي ته بدل کړی دی.