• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، د اشخاصو په نومونو د واټونو او څلورلارو پر نومولو یې بندیز لګولی دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دوی د مشرتابه له لوري د اشخاصو په نومونو د واټونو، عامه ځایونو او څلورلارو پر نومولو بندیز لګېدلی دی. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په دې تړاو یوه ناسته هم کړې.

د (تلې ۱۵مه) د طالبانو د دغه وزارت د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي د اوسېدونکو پر یوې عرض پاڼه خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې دغه سیمه باید د دولتي اسنادو له مخې د کلا حیدر خان په نوم پر خپل ځای پاتې شي.

طالبان داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې د همدې ډلې پوځي قول اردوګانې هم د اشخاصو په نومونو دي او یوشمېر بنسټونه یې هم د خپلې ډلې د مشرانو په نامه کړي. په همدې ناسته کې د جلال بنسټ په نوم د حقاني شبکې د یوې فرهنګي ادارې له لوري په کابل او ولایتونو کې د څلورلارو په جوړولو هم خبرې شوې دي. طالبانو خپلو پوځي قطعاتو او جنګي ډولو ته هم د دیني اشخاصو نومونه غوره کړي دي.

دې ډلې د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوریت پر مهال په تفریحي پارکونو، سړکونو، څلور لارو او عامه ځایونو اېښودل شوي نومونه لرې کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې هغه اېښودلي. د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د شېرزي په نامه لوبغالی چې د جمهوریت د یوه پخواني چارواکي ګل اغا شېرزي په نامه نومول شوی و؛ اوس یې طالبانو نوم د معلم اول ګل لوبغالي ته بدل کړی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مالیزیا او پاکستان د افغانستان د ثبات او له طالبانو سره پر دوامداره تعامل خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوالالمپور کې د رسمي لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات او طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه خبرې کړې دي. د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو‌ پر ضد ونه کارول شي.

دغه لیدنه چې د شهباز شریف د درې ورځني رسمي سفر (د اکتوبر له ۵مې تر ۷مې) نېټې په ترڅ کې وشوه، دواړه مشرانو په‌کې په سیمه کې د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په تړاو هم بحثونه کړي دي. دغه ګډه اعلامیه چې له ناستې وروسته خپره شوې په‌کې راغلي، چې مالیزیا او پاکستان د افغانانو لپاره له «سولې او ثبات ډک راتلونکي» هیله څرګنده کړې او له طالبانو سره یې د «جوړوونکي تعامل» ملاتړ کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «دواړه خواوې د طالب چارواکو سره د تعامل دوام مهم بولي، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د دې مخنیوی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي».

د مالیزیا او پاکستان لومړیو وزیرانو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان دایمي ټیکاو یوازې هغه وخت شونی دی چې په دغه هېواد کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او د خلکو بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونه رعایت شي.

د اعلامیې په بل بند کې دواړو هېوادونو د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د دوام، د ښوونیزو او خدماتي بنسټونو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. همداراز مالیزیا او پاکستان له نړۍوالي ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره په بشري او پراختیایي برخو کې مرسته روانه وساتي؛ څو د بشري ناورین له زیاتېدو مخنیوی وشي.

د ترهګرۍ پر ضد د اسلام‌اباد او کوالالمپور ګډ دریځ

د مالیزیا او پاکستان مشرانو د سیمې پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې او د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه یې تازه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی په افغانستان کې د ټولې سیمې د ثبات لپاره «اړین» دی.

د سیمه‌ییزو شنونکو په باور، دغه دریځ د اسلامي هېوادونو هغه ګډه هڅه ښيي چې غواړي د افغانستان د پېچلي وضعیت په وړاندې یوه همغږې تګلاره ومومي؛ هغه وضعیت چې له اګست ۲۰۲۱کال را وروسته، د طالبانو د واکمنېدو له امله د سیمې هېوادونه ترې خورا اندېښمن دي.

د سولې، خبرو او د قانون پر حاکمیت ټینګار

په ګډه اعلامیه کې دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو او نړۍوالو کړکېچونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې شخړې باید د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ په سوله‌ییزو لارو حل شي.

شهباز شریف او انور ابراهیم ژمنه کړې، چې د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې مسایلو سره مسوولانه چلند وکړي.

نورې همکارۍ او ګډې هڅې

د افغانستان تر موضوع سربېره دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په سوداګرۍ، دوامدارې کرنې، نوې انرژۍ، دفاعي ټېکنالوژۍ، ښوونې او روزنې، روغتیا، ګرځندوی او د منظمو جرمونو پر ضد مبارزه کې سره همکاري پراخه کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه د فلسطین په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دریځ یاد شوی او د غزې پر اوسېدونکو یې د اسراییل بریدونه «نسل وژنه» بللې ده. شهباز شریف او انور ابراهیم په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او د محاصرې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

پر کابل د واکمنو طالبانو اړوند د اسلامي هېوادونو دریځ

د سیمه‌ییزو چارو کارپوهان وایي، چې د اسلام‌اباد او کوالالمپور په خبرو کې د افغانستان د موضوع شاملول څرګندوي چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه مخ په زیاتېدونکې اندېښنه لري.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې پر ډیورند کرښه د وسله‌والو ډلو پر ځانګړي ډول د «ټي‌ټي‌پي» د فعالتیونو په تړاو اندېښنه ښوولې او افغان طالبان یې تورن کړي، چې په خپله خاوره کې یې یادې جنګي ډلې ته پراخ پناه ځایونه ورکړي دي. همدا راز دوی طالبان تورن کړي، چې د اسلام‌اباد ضد ډلو سره یې همکارۍ هم کړې دي.

مالیزیا بیا د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په چوکاټ کې د اغېزناک هېواد په توګه هڅه کوي د افغانستان د بشري مرستو او له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د شنونکو په باور؛ افغانستان کې پر «پراخ بنسټه حکومت» او «د خلکو پر اساسي حقونو» د دواړو هېوادونو ګډ ټینګار دا ښيي، چې اسلامي هېوادونه ښایي د طالبانو پر واکمنۍ د سیاسي بدلون لپاره خپل ډېپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

فضلي: د ملګرو ملتونو د «بشري حقونو مېکانیزم»‌ د افغانانو له واقعي اړتیاوو سره تړاو نه‌لري

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري اعلان شوی نوی څېړنیز مېکانیزم د افغان ولس د غوښتنو او اړتیاوو استازیتوب نه‌کوي.

فضلي د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه یوې لیکنه کې دغه څرګندونې کړې دي، چې په‌کې یې د بشري حقونو د شورا تازه پرېکړه «د کاغذ پر مخ ښکلې؛ خو له واقعي اغېز څخه خالي» بللې ده.

د نوموړي په وینا؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تازه طرحه چې د افغانستان د بشري ضد جرمونو د څېړلو لپاره د «خپلواک څېړنیز مېکانېزم» تر نامه لاندې تصویب شوې، د تېرو ورته پروژو په څېر به یوازې د بهرنیو موسسو او متخصصینو د شتمنېدو لامل شي؛ نه د عدالت د ټینګښت.

فضلي یادونه کړې، چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو په ګډه د مېلیونونه ډالرو په لګښت یو پراخ څېړنیز راپور چمتو کړی و؛ خو دغه راپور تر اوسه نه‌دی خپور شوی او نه پرې عمل شوی.

هغه ویلي، برعکس د ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ کلونو د جنګي جرمونو مرتکبینو د همدې نړۍوالو له لوري سیاسي او اقتصادي امتیازات ترلاسه کړل. فضلي ټینګار کړی، چې دغه ډول پروژې یوازې د افغان لېبرال فعالانو د بوخت ساتلو او د بهرنیو اینجوګانو د ګټو د ټینګښت وسیله ګرځي.

د چارو ادارې د پخواني مشر په باور: «د افغان ولس په نه موجودیت او نه مالکیت کې پیل شوې طرحې نه عملي پایله لري او نه د عدالت تضمین کوي».نوموړی زیاتوي، چې یوازې د افغانانو د ملي ارادې، انسجام او سیاسي ابتکار پر بنسټ جوړ شوي میکانېزمونه کولای شي د تېرو پنځو لسیزو جنایتونو ته شفافه او عادلانه رسېدنه وکړي.

هغه ملګري ملتونه او نړۍوال قدرتونه تورن کړي، چې له افغانانو څخه یې د خپلواک عدالت د ټینګښت دغه فرصت اخیستی دی.

جرمني له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په تړاو خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د جرمني حکومت منلې، چې د دغه هېواد چارواکو د طالبانو له استازو سره په کابل کې کتلي دي. د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند د دوشنبې په ورځ ویلي، طالبان په جرمونو د تورنو افغانانو ستنېدو سره موافق شوي او برلین ورته په بدل کې هېڅ ډول سیاسي یا هم کوم بل ډول امتیاز نه‌دی ورکړی.

د جرمني يو پلاوي تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو له وزارتونو او همدارنګه د کابل د هوايي ډګر له چارواکو سره يې د افغان پناه‌‌غوښتونکو د ور ستنولو بهير په اړه خبرې کړې دي. د جرمني یاد چارواکي د دغو ليدنو پخلی کړی او ويلي یې دي: «موږ هېڅ امتياز نه‌دی ورکړی او له طالبانو سره هېڅ ډول معامله هم نه‌ده شوې».

د هغه په وينا؛ طالبان په اصل کې د هغو کسانو له بېرته ستنولو سره موافق شوي، چې تابعيت يې تثبيت شوی وي او دغه چاره د ځانګړو (چارټر) الوتنو له لارې تر سره کېږي. له دې وړاندې د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي و، چې له طالبانو سره د عادي الوتنو له لارې د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې روانې دي؛ خو داسې ښکاري چې طالبان د عادي الوتنو له لارې د اېستلو له دغه بهیر سره موافق نه‌دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د دواړو لوريو خبرې يوازې د هغو کسانو د بېرته ستنولو د «اداري او عملي کړنلارو» پر تفصيلاتو متمرکزې وې. نوموړي د هغو پراخو نيوکو په ځواب کې چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو په اړه شوې، وويل چې د کابل حضوري کتنه د اېستلو د تخنيکي جزياتو د روښانه کولو لپاره «ډېره اړینه» وه.

هغه همدارنګه هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د جرمني او طالبانو ترمنځ د نورو موضوعاتو لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي. هغه په ټينګار سره وویل: «دغه خبرې يوازې د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې».

له دې مخکې يو شمېر جرمني رسنيو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله راپور ورکړی و، چې په دغو خبرو کې د پناه‌ غوښتونکو د اېستلو تر څنګ د نورو همکاريو، په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې موضوع هم مطرح شوې ده.

جرمني سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د بشري حقونو د سرغړنو په تړاو يې څو ځله نیوکه کړې؛ خو پرېکړه یې کړې چې هغه افغان پناه‌ ‌غوښتونکي چې غوښتنلیکونه يې رد شوي او يا يې درانه جرمونه کړي؛ بېرته افغانستان ته واستوي. برلين تر دې وړاندې د قطر په همکارۍ دوه ځله افغان پناه‌‌غوښتونکي کابل ته ستانه کړي وو.

د طالبانو بیا ځل واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د جرمني چارواکي د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي. یاد هېواد د جمهوري نظام تر ړنګنېدو وروسته له افغانستان سره هر ډول ډېپلوماټیکې اړیکې ځنډولې وې؛ خو دغه تازه اړیکې په جرمني کې له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې دي. نیوکه کوونکي وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره په مستقيمو خبرو یوې داسې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.

طالبان وایي، د کډوالو په ستنېدو سره خوست کې هم د کورونو کرایې لوړې شوې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغانانو د بېرته ور ستنېدو سره سم په دغه ولایت کې هم د کورونو د کرایو د لوړوالي له امله شکایتونه ډېر شوي دي. نوموړی وايي، د ښار اوسېدونکي د شکایت په صورت کې د کورونو د کرایو کنټرول کمېسیون ته عارض کېدای شي.

تر دې وړاندې د کابل په ګډون په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کورونو کرایې د پام وړ لوړې شوې دي او لامل یې د تازه ورستنو شویو کډوالو څپې بلل شوې دي. په کابل کې ان ښاریانو شکایت کړی، چې اوس ورته د کرایې کورونه هم په اسانۍ نه پیدا کېږي.

طالبانو که څه هم وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د کرایو د لوړېدو د مخنېوي خبرې کړې؛ خو لیدل کېږي چې لا هم د خلکو شکایتونو ته رسېدنه نه‌ده شوې او دغه ستونزه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې هم اندېښنه ښوولې، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د تازه ستنو شویو افغانانو د پراخو څپو له امله د افغانستان ښارونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي‌ او ښاري خدمتونه یې هم له خنډ و ځنډ سره مخ کړي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان ښارونو کې کورونه په بې‌پلانه توګه جوړ شوي او ډېری ښارونه منظمې نقشې هم نه‌لري.

ټرمپ: د امریکا په ځینو ښارونو کې جرمونه له افغانستان څخه هم زیات دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.

هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»

ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»

هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړه‌ځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.