مالیزیا او پاکستان د افغانستان د ثبات او له طالبانو سره پر دوامداره تعامل خبرې کړې دي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوالالمپور کې د رسمي لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات او طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه خبرې کړې دي. د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
دغه لیدنه چې د شهباز شریف د درې ورځني رسمي سفر (د اکتوبر له ۵مې تر ۷مې) نېټې په ترڅ کې وشوه، دواړه مشرانو پهکې په سیمه کې د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په تړاو هم بحثونه کړي دي. دغه ګډه اعلامیه چې له ناستې وروسته خپره شوې پهکې راغلي، چې مالیزیا او پاکستان د افغانانو لپاره له «سولې او ثبات ډک راتلونکي» هیله څرګنده کړې او له طالبانو سره یې د «جوړوونکي تعامل» ملاتړ کړی.
په اعلامیه کې راغلي: «دواړه خواوې د طالب چارواکو سره د تعامل دوام مهم بولي، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د دې مخنیوی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي».
د مالیزیا او پاکستان لومړیو وزیرانو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان دایمي ټیکاو یوازې هغه وخت شونی دی چې په دغه هېواد کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او د خلکو بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونه رعایت شي.
د اعلامیې په بل بند کې دواړو هېوادونو د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د دوام، د ښوونیزو او خدماتي بنسټونو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. همداراز مالیزیا او پاکستان له نړۍوالي ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره په بشري او پراختیایي برخو کې مرسته روانه وساتي؛ څو د بشري ناورین له زیاتېدو مخنیوی وشي.
د ترهګرۍ پر ضد د اسلاماباد او کوالالمپور ګډ دریځ
د مالیزیا او پاکستان مشرانو د سیمې پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې او د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه یې تازه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی په افغانستان کې د ټولې سیمې د ثبات لپاره «اړین» دی.