په افغانستان کې په کلیو او بانډو کې د کور د کمښت ستونزه دومره جدي نه ده، لکه چې په ښارونو کې دغه ستونزه جدي ده. د ملګرو ملتونو هبیتات اداره وايي، مناسب کور یو بشري حق دی، نه امتیاز او هر څوک د کور په نوم د خوندي ځای مستحق دی.

په افغانستان کې کورونه په دوه ډوله رسمي او غیر رسمي دي. رسمي کورونه کم، خو غیر رسمي ډېر دي. دا په دې معنا چې په افغانستان کې په نقشه کورونه کم، خو بې نقشې کورونه ډېر دي. د نقشه کورونو لپاره څه نا څه دولتي خدمات رسېږي، خو د بې نقشې کورونو اوسېدونکي کابو له دغو خدماتو بې برخې دي.
د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې ډېری افغانان د کلیو پر ځای په ښارونو کې ژوند کولو ته لېواله شوي، ځکه ښارونه اقتصادي او د بدلون محرک ګڼل کېږي او ورسره خدماتي چارې له زده کړو نیولې بیا تر روغتیا او په ټوله کې د ژوند په هره برخه کې د کلیو پر تله څه نا څه ښه دي.
په افغانستان کې د کابل په ګډون تر ټولو لوی او اقتصادي ۵ ښارونه دي، په دغو ښارونو کې له کابل سربېره مزارشریف، ننګرهار، کندهار او هرات شامل دي او د زونونو په کچه د کلیو او بانډو خلک هڅې کوي، دغو لویو ښارونو کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

د هبیتات په وینا، په کابل کې له پنځو څخه څلور کسان په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ژوند کوي. په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ورځنی ژوند په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ستونزمن دی، ځکه چې دوی د اوبو په څېر د اساسي خدماتو له کمښت او د نه خوندیتوب له ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د هبیتات د معلوماتو لهمخې، په ۱۹۵۰ کال کې د افغانستان د نفوس یوازې ۵ سلنه په ښارونو کې ژوند کاوه، خو تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه شمېر ۲۵ سلنې ته ورسېد او تمه کېږي، چې تر ۲۰۶۰ کال پورې دغه شمېر ۵۰ سلنې ته لوړ شي، خو د یادې ادارې په وینا، د افغانستان ښارونه د داسې چټکې ودې لپاره چمتو نه دي.
د هبیتات په وینا، په دې وروستیو کلونو کې په میلیونونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به له نورو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راشي، نو په دې سره به په ټول هېواد کې د کورونو د کمښت ستونزه لاپسې جدي شي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د اټکل لهمخې، له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۸۰ سلنه راستنیدونکي افغانان ښايي په ښارونو کې مېشت شي. په دغو ښارونو کې تر دې مخکې هم د کورونو د کمښت ستونزه وه او له دغه اټکل سره به دغه ستونزه لاپسې جدي شي او ورسره به پر هر اړخ فشارونه زیات شي.
د ژوند د دوام لپاره د څښاک پاکې اوبه ډېرې مهمې دي او په افغانستان کې ډېری خلک، په ځانګړې توګه په غیر رسمي مېشت ځایونو کې پاکو صحي اوبو ته لاسرسی نهلري. د ملګرو ملتونو د هبیتات ادارې په وینا، طالبان او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

د افغانستان ښارونه له اغېزناکو ټرانسپورتي میتودونو پرته کار ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو هبیتات ادارې په ټولو فعالینو غږ کوي، چې د افغانستان د ښارونو د بدلون په برخه کې چې خوندي، صحي او جامع وي، لاس په کار شي.
ښارونه د اقلیم د بحران په لومړۍ کرښه کې دي. په افغانستان کې د تودوخې درجه هر کال لوړېږي. په کابل کې چې د افغانستان د ښارونو پر تله پکې ډېر خلک اوسېږي او همداراز له هرو پنځو کسانو څخه څلور کسان په غیر رسمي استوګنځایونو کې ژوند کوي، نو د هبیتات په وینا، د اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سر مخ دي.
له دې سربېره هبیتات وايي، افغانستان د چاپېریال له تخریب سره مخ دی. د کثافاتو او اوبو ضعیف مدیریت او د شنو ځایونو نشتوالی د خلکو روغتیا ګواښي او په وینا یې: «په افغانستان کې، د کثافاتو مدیریت یوه مهمه مسله ده، په ځانګړې توګه په ګڼ مېشته ښاري غیر رسمي مېشت ځایونو کې د بې کفایتۍ بیه د خلکو ژوند پرې کوي.»
د افغانستان په ګڼ مېشتو ښارونو کې هوا هم ډېره ککړه وي. د موټرو یا صنعتي کارخونو او په ژمي کې د سکرو او پلاستیک د سوځولو له امله لوګي د ټولو ښار مېشتو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او لویانو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) وویل، چې د ښاري ودې په موخه یې د ۳۴ ولایتونو لپاره ۵۸۷ ښاري پلانونه جوړ کړي او د تطبیق لپاره د دې ډلې د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست ته سپارل شوي دي.
په یادو پلانونو کې ۵۷ عمومي پلانونه، ۱۳۸ ستراتېژیک او ۳۹۲ تفصیلي پلانونه بلل شوي دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یادو پلانونو په پليتابه سره به خلکو ته د ښاري ژوند د اسانتیاوو او عصري بدلونونو په موخه د سړکونو، پارکونو، برېښنا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي.
خو د هبیتات په وینا، په دې سره او ښايي د ښار چټکه وده او د اقلیم بدلون د افغانستان بډایه کلتوري میراثونه هم لهمنځه یوسي.

له دې ټولو سره سره په ښارونو کې د برېښنا کمښت بیا یوه بله جدي ستونزه ده چې ښار مېشتي تل ورسره مخ دي او له امله یې کارخونه لرونکي هم زیانمنېږي. هبیتات وړاندیز کوی، چې د دغې ستونزې د حل لپاره پر نوي کېدونکې انرژۍ پانګونه وشي، څو ورسره د کابل مېشتو او همداراز صنعتکارانو ستونزې حل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنځي ادارې مشر سټیفني لوز وايي، «له سمې پانګونې، غوره ښاري پلان او په ګډه د ګامونو له اخیستلو سره د افغانستان ښارونه کولی شي د روانو او راتلونکو ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي او د هیلو یوه ډیوه واوسي.»