• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلي ماشومان د سېلابونو او یخنۍ له ګواښ سره مخ دي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازی تاج‌الدین اویوواله وایي، چې د بارانونو له پیل سره د ختیځ افغانستان د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکي په ځانګړي ډول ماشومان د سېلابونو، ناروغیو او یخنۍ له شدیدو ګواښونو سره مخ دي.

اویوواله د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په خپله اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «بارانونه پیل شوي او له دې سره د سېلابونو، ساري ناروغیو او یخنۍ ګواښ د هغو ټولنو لپاره زیات شوی، چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې دي، په ځانګړي ډول ماشومان چې تر ټولو زیات زیانمن کېږي.»

د هغه په وینا، یونېسف د ۲۱.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې بشپړ تمویل نه دی ترلاسه کړی. نوموړي له نړۍوالو مرسته‌کوونکو وغوښتل، چې د افغانستان له ماشومانو سره په دې بحراني پړاو کې بېړنۍ مرسته وکړي.

د روان کال د اګست پر ۳۱مه په کونړ ولایت کې په بېلابېلو ولسوالیو کې یوه زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و. د راپورونو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او شاوخوا ۳۶۴۰ ټپیان شوي دي. د قربانیانو په منځ کې سلګونه ماشومان شامل وو.

سربېره پر دې، د زلزلې له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوي، ګڼ شمېر ښوونځي او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، ماشومان د زده‌کړو او لومړنیو روغتیايي خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي.

د یونېسف په وینا، د زلزلې اغېزمن ماشومان اوس د ژمي له سړې هوا، لوږې او د ناروغیو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

فراګیر ډلې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو په تړاو د میکانیزم له تصویبېدو هرکلی وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د «فراګیر» په نوم ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له هغه نوي پرېکړه‌لیک هرکلی وکړ، چې له مخې به یې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو او نړۍوالو جرمونو د اسنادو راټولولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړ شي.

دغې ډلې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد میکانیزم ډېر مهم بللی او په وینا یې دا به د افغانانو پروړاندې روانه سیسټماټیکه ځورونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې وڅېړي او مستند کړي.

اعلامیه کاږي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پروړاندې د سرغړونو زیاتوالی او د بنسټیزو ازادیو ځپل د افغان ولس کړاونه لا پسې ژور کړي او په وینا یې د دوی د معلوماتو له‌مخې، سره له دې چې په افغانستان کې وسله والې جګړې راکمې شوي، خو وېره، ناامني او ناهیلۍ لا هم پر خپل ځای دي.

د اعلامیې پر بنسټ: «د حقونو له لاسه ورکول، د نجونو پر زده کړو بندیز، اقتصادي ستونزې، د قومي او مذهبي لږکیو او د پخوانیو دولتي کارکوونکو پروړاندې تبعیضي چلند، پراخه څارنه، جبري تري تم کېدل، غېر قانوني نیونې او بې محاکمې وژنې د وېرې یوه فضا رامنځته کړې ده.»

د اعلامیې له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر انټرنېټ وروستی لنډ مهاله بندیز د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله غواړي افغانان چوپ او له نړۍ څخه یې جلا کړي.

د دغې ډلې په وینا، سره له دې چې د دې میکانېزم منل تاریخي ارزښت لري، خو د دې اعتبار او اغېز به یوازې د دې له چټک، شفاف او اغېزناک پلي کېدنې پورې تړلی وي.

یادې ډلې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دې میکانېزم د پلي کېدنې لپاره پیاوړی سیاسي، ډیپلوماتیک او مالي ملاتړ برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړۍوال حساب ورکولو میکانیزم پرېکړه‌لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه‌لیک چې د بشري حقونو د سرغړونو د معافیت مخنیوی کوي او د څارنې لپاره لوړ میکانیزم جوړوي، د شورا د ټولو غړو له خوا تایید شو.

دغه پرېکړه‌لیک طالبان او نور ټول مسوول اړخونه او کسان متوجې کوي، چې په راتلونکي کې به له عدالت او محکمې سره مخ شي.

نیویارک ټایمز: د طالبانو تر واکمنۍ وروسته «ټي‌ټي‌پي» په یوه ځواکمنه او منظمه ډله بدله شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۵ GMT+۱

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستاني طالبانو ډله (ټي‌ټي‌پي) په یوه منظم، مجهز او ځواکمن جوړښت بدله شوې ده، چې د پاکستان د پوځ او پولیسو پر ضد پراخ بریدونه کوي.

دغه راپور د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) خپور شوی او پکې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران د افغان طالبانو له رژیم څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او د هغوی جنګیالي په اسانۍ له افغانستان څخه پاکستان ته تګ او بېرته راتګ کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې طالبان له دې ډلې سره هر ډول ملاتړ ردوي، خو شواهد ښيي، چې د «ټي‌ټي‌پي» غړي په افغانستان کې له شته شبکو څخه روزنه او د تنظیم ملاتړ ترلاسه کوي. د راپور له مخې، دغه اړیکې د دواړو ډلو د نږدې ایدیالوژیکي اړیکو او ګډو تاریخي ریښو پایله ده.

100%

راپور زیاتوي، چې د «ټي‌ټي‌پي» د عملیاتو کچه او د هغوی د بریدونو پېچلتیا په وروستیو دوو کلونو کې ډېره لوړه شوې ده. د دغې ډلې بریدونه اوس یوازې د پوځ او پولیسو پر ضد نه، بلکې په ډېرو مواردو کې ملکي وګړي هم اغېزمن کړي دي.

د پاکستان د سولې د څېړنو انستيټیوټ په وینا، د ۲۰۲۴کال تر پایه د پاکستان دننه ترهګریز بریدونه د ۲۰۱۵کال له کچې هم پورته شوي دي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، دغه زیاتوالی تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له امله دی.

د یادې موسسې د ارزونې له مخې، پاکستان اوس د نړۍ دویم هېواد دی چې د ترهګرۍ له جدي اغېزو سره مخامخ دی.

100%

د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ سږکال په اوړي کې په خېبرپښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، خو د ځایي سرچینو له قوله، د دغو عملیاتو له امله زرګونه اوسېدونکي بې‌ځایه شوي او د ناامنۍ او بې‌کورۍ له ګواښ سره مخ دي.

نیویارک ټایمز د خپل راپور په پای کې لیکي، چې د افغانستان له خاورې د «ټي‌ټي‌پي» د ازادو فعالیتونو دوام د اسلام‌اباد او کابل «افغان طالبان» ترمنځ د اړیکو تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي او د دواړو لوریو ترمنځ د باور کچه ورځ تر بلې راټیټېږي.

د طالبانو د سرحدونو وزارت د مرستیال ادعا؛ هر وزیر، والي او مامور د ولس له‌منځه انتخاب شوی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۱

که څه هم په ولسواک نظام کې د هېواد د رهبرۍ او د چارو د تنظیم لپاره چارواکي د خلکو له خوا د ټاکنو له لارې غوره کېږي، خو د طالبانو د سرحدونو وزارت مرستیال ادعا لري، چې د طالبانو هر وزیر، والي او مامور د ولس له‌منځه «انتخاب» شوی.

د هېواد په کچه انتخاب یا غوراوی د ولسواک نظام یوه اساسي ځانګړنه ده. په ولسواک نظامونو کې د هېواد مشران او چارواکي د خلکو په مستقیمو رایو سره د ټاکنو له لارې غوره کېږي، خو د طالبانو په حاکمیت کې په لومړي سر کې څوکۍ میراثي دي او یا هم د «انډیوالۍ» سیستم پر مخ وړي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په جوزجان کې په یوې ولسي غونډه کې ادعا وکړه: «د نظام هر وزير، والي او مامور د همدې ولس له‌منځه انتخاب شوي او ټول مسوولین د همدې باعزته ولس خدمتګاران دي.» هغه د دغه انتخاب د څرنګوالي په تړاو نور څه ونه‌ویل، په داسې حال کې چې هر طالب د دوی د مشر هبت‌الله له لوري په مستقیم امر مقرر او یا هم له دندې ګوښه کېږي.

هغه همداراز وویل، «زموږ لپار ژبه، قوم او رنګ معيار نه دی بلکې موږ انسان ته د دین په تله ګورو او په همدې بنیاد د هغه د مال او ځان ساتنه خپل شرعي مکلفیت بولو.»

د یادونې وړ ده، پر طالبانو تور دی چې په لومړي سر کې له طالب پرته بل څوک په نظام کې له ځانه سره نه پرېږدي او مهمې څوکۍ هم میراثي شوي یعنې د لومړي دور حاکمیت د طالب مشرانو زامن اوس په مهمو وزارتونو کې دي.

اوچا: زرګونه کونړیان د یخنۍ او لوږې له ګواښونو سره مخ دي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د کونړ د زلزله‌ځپلو خلکو د بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د سرپناه د برابرولو لپاره عاجل اقدام وکړي.

اوچا پر اېکس خواله رسنۍ د اڼدریکا راټواټي کونړ ته د سفر ويډیو خپره کړې، چې وایي: «د ژمي د نږدې کېدو او د بارانونو له پیل سره د کونړ زلزله‌ځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ وايي، چې دوی د ژمي لپاره نه اسباب لري او نه هم د اوسېدو خوندي ځای.»

راټواټي ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له راسېدو دمخه د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د برابرولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.

د روان کال د اګست پر ۳۱مه د کونړ ولایت په څو ولسوالیو کې زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و.

100%

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ ټپیان شوي دي. همداراز، شاوخوا ۵۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي او په ډېرو سیمو کې ښوونځي، کلینیکونه او د خلکو استوګنځایونه د استعمال وړ نه دي پاتې شوي.

د طبیعي ناورینونو د مدیریت ادارې وایي، د زلزلې له امله د کونړ ولایت په خاص کونړ، نورګل، څوکۍ او چپه دره ولسوالیو کې زیانونه خورا پراخ دي. زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې او د ملګرو ملتونو په وینا، د زرګونو کسانو ژوند د یخنۍ او لوږې له ګواښ سره مخ دی.

پاکستان له روسیې، چین او ایران سره د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له خپل روسي سیال او په کابل کې د چین او ایران له سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د سیمه‌ ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد د همکاریو د څرنګوالي او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې. دغه کتنې په مسکو کې د «مسکو فارمټ» له غونډې مخکې شوې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) یې په مسکو کې د «مسکو فارمټ» له غونډې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

100%

د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ګډون درلود.

له دې سره سم، صادق خان په کابل کې د چین له سفیر یو شیاویونګ سره کتنه ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده، چې په دې کتنه کې د سیمې د امنیت، د ترهګرۍ ضد همکاریو او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

100%

د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یوې همغږې لارې د رامنځته کېدو پر اړتیا ټينګار وشو، څو ورسره په سیمه کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.

په ورته وخت کې، صادق خان بیا په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره لیدنه ژوره بللې او زیاته کړې یې ده: «موږ د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه مفصل بحث وکړ او د ګډو اندېښنو او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د دوامدار ګواښونو په اړه مو نظرونه تبادله کړل.»

100%

د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د یادو مسایلو په تړاو د دوامدارو خبرو او همغږۍ پر اهمیت ټينګار وشو، څو ورسره ګډې ستونزې حل شي.