• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضلي: د ملګرو ملتونو د «بشري حقونو مېکانیزم»‌ د افغانانو له واقعي اړتیاوو سره تړاو نه‌لري

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري اعلان شوی نوی څېړنیز مېکانیزم د افغان ولس د غوښتنو او اړتیاوو استازیتوب نه‌کوي.

فضلي د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه یوې لیکنه کې دغه څرګندونې کړې دي، چې په‌کې یې د بشري حقونو د شورا تازه پرېکړه «د کاغذ پر مخ ښکلې؛ خو له واقعي اغېز څخه خالي» بللې ده.

د نوموړي په وینا؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تازه طرحه چې د افغانستان د بشري ضد جرمونو د څېړلو لپاره د «خپلواک څېړنیز مېکانېزم» تر نامه لاندې تصویب شوې، د تېرو ورته پروژو په څېر به یوازې د بهرنیو موسسو او متخصصینو د شتمنېدو لامل شي؛ نه د عدالت د ټینګښت.

فضلي یادونه کړې، چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو په ګډه د مېلیونونه ډالرو په لګښت یو پراخ څېړنیز راپور چمتو کړی و؛ خو دغه راپور تر اوسه نه‌دی خپور شوی او نه پرې عمل شوی.

هغه ویلي، برعکس د ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ کلونو د جنګي جرمونو مرتکبینو د همدې نړۍوالو له لوري سیاسي او اقتصادي امتیازات ترلاسه کړل. فضلي ټینګار کړی، چې دغه ډول پروژې یوازې د افغان لېبرال فعالانو د بوخت ساتلو او د بهرنیو اینجوګانو د ګټو د ټینګښت وسیله ګرځي.

د چارو ادارې د پخواني مشر په باور: «د افغان ولس په نه موجودیت او نه مالکیت کې پیل شوې طرحې نه عملي پایله لري او نه د عدالت تضمین کوي».نوموړی زیاتوي، چې یوازې د افغانانو د ملي ارادې، انسجام او سیاسي ابتکار پر بنسټ جوړ شوي میکانېزمونه کولای شي د تېرو پنځو لسیزو جنایتونو ته شفافه او عادلانه رسېدنه وکړي.

هغه ملګري ملتونه او نړۍوال قدرتونه تورن کړي، چې له افغانانو څخه یې د خپلواک عدالت د ټینګښت دغه فرصت اخیستی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

جرمني له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په تړاو خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د جرمني حکومت منلې، چې د دغه هېواد چارواکو د طالبانو له استازو سره په کابل کې کتلي دي. د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند د دوشنبې په ورځ ویلي، طالبان په جرمونو د تورنو افغانانو ستنېدو سره موافق شوي او برلین ورته په بدل کې هېڅ ډول سیاسي یا هم کوم بل ډول امتیاز نه‌دی ورکړی.

د جرمني يو پلاوي تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو له وزارتونو او همدارنګه د کابل د هوايي ډګر له چارواکو سره يې د افغان پناه‌‌غوښتونکو د ور ستنولو بهير په اړه خبرې کړې دي. د جرمني یاد چارواکي د دغو ليدنو پخلی کړی او ويلي یې دي: «موږ هېڅ امتياز نه‌دی ورکړی او له طالبانو سره هېڅ ډول معامله هم نه‌ده شوې».

د هغه په وينا؛ طالبان په اصل کې د هغو کسانو له بېرته ستنولو سره موافق شوي، چې تابعيت يې تثبيت شوی وي او دغه چاره د ځانګړو (چارټر) الوتنو له لارې تر سره کېږي. له دې وړاندې د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي و، چې له طالبانو سره د عادي الوتنو له لارې د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې روانې دي؛ خو داسې ښکاري چې طالبان د عادي الوتنو له لارې د اېستلو له دغه بهیر سره موافق نه‌دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د دواړو لوريو خبرې يوازې د هغو کسانو د بېرته ستنولو د «اداري او عملي کړنلارو» پر تفصيلاتو متمرکزې وې. نوموړي د هغو پراخو نيوکو په ځواب کې چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو په اړه شوې، وويل چې د کابل حضوري کتنه د اېستلو د تخنيکي جزياتو د روښانه کولو لپاره «ډېره اړینه» وه.

هغه همدارنګه هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د جرمني او طالبانو ترمنځ د نورو موضوعاتو لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي. هغه په ټينګار سره وویل: «دغه خبرې يوازې د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې».

له دې مخکې يو شمېر جرمني رسنيو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله راپور ورکړی و، چې په دغو خبرو کې د پناه‌ غوښتونکو د اېستلو تر څنګ د نورو همکاريو، په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې موضوع هم مطرح شوې ده.

جرمني سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د بشري حقونو د سرغړنو په تړاو يې څو ځله نیوکه کړې؛ خو پرېکړه یې کړې چې هغه افغان پناه‌ ‌غوښتونکي چې غوښتنلیکونه يې رد شوي او يا يې درانه جرمونه کړي؛ بېرته افغانستان ته واستوي. برلين تر دې وړاندې د قطر په همکارۍ دوه ځله افغان پناه‌‌غوښتونکي کابل ته ستانه کړي وو.

د طالبانو بیا ځل واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د جرمني چارواکي د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي. یاد هېواد د جمهوري نظام تر ړنګنېدو وروسته له افغانستان سره هر ډول ډېپلوماټیکې اړیکې ځنډولې وې؛ خو دغه تازه اړیکې په جرمني کې له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې دي. نیوکه کوونکي وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره په مستقيمو خبرو یوې داسې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.

طالبان وایي، د کډوالو په ستنېدو سره خوست کې هم د کورونو کرایې لوړې شوې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغانانو د بېرته ور ستنېدو سره سم په دغه ولایت کې هم د کورونو د کرایو د لوړوالي له امله شکایتونه ډېر شوي دي. نوموړی وايي، د ښار اوسېدونکي د شکایت په صورت کې د کورونو د کرایو کنټرول کمېسیون ته عارض کېدای شي.

تر دې وړاندې د کابل په ګډون په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کورونو کرایې د پام وړ لوړې شوې دي او لامل یې د تازه ورستنو شویو کډوالو څپې بلل شوې دي. په کابل کې ان ښاریانو شکایت کړی، چې اوس ورته د کرایې کورونه هم په اسانۍ نه پیدا کېږي.

طالبانو که څه هم وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د کرایو د لوړېدو د مخنېوي خبرې کړې؛ خو لیدل کېږي چې لا هم د خلکو شکایتونو ته رسېدنه نه‌ده شوې او دغه ستونزه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې هم اندېښنه ښوولې، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د تازه ستنو شویو افغانانو د پراخو څپو له امله د افغانستان ښارونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي‌ او ښاري خدمتونه یې هم له خنډ و ځنډ سره مخ کړي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان ښارونو کې کورونه په بې‌پلانه توګه جوړ شوي او ډېری ښارونه منظمې نقشې هم نه‌لري.

ټرمپ: د امریکا په ځینو ښارونو کې جرمونه له افغانستان څخه هم زیات دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.

هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»

ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»

هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړه‌ځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.

د اکټوبر لومړۍ دوشنبه د استوګنځي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د اکټوبر لومړۍ دوشنبه د استوګنځي (کور) له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. ملګري ملتونه وايي، د کور لرل اختیاري خبره نه‌ده، بلکې د ژوند د دوام لپاره یوه مهمه اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره یا هبیتات هڅې کوي، چې د افغانستان د ښاري ننګونو او د هغوی د حل لپاره پاملرنه جلب کړي.

په افغانستان کې په کلیو او بانډو کې د کور د کمښت ستونزه دومره جدي نه‌ ده، لکه چې په ښارونو کې دغه ستونزه جدي ده. د ملګرو ملتونو هبیتات اداره وايي، مناسب کور یو بشري حق دی، نه امتیاز او هر څوک د کور په نوم د خوندي ځای مستحق دی.

100%

په افغانستان کې کورونه په دوه ډوله رسمي او غیر رسمي دي. رسمي کورونه کم، خو غیر رسمي ډېر دي. دا په دې معنا چې په افغانستان کې په نقشه کورونه کم، خو بې نقشې کورونه ډېر دي. د نقشه کورونو لپاره څه نا څه دولتي خدمات رسېږي، خو د بې نقشې کورونو اوسېدونکي کابو له دغو خدماتو بې برخې دي.

د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې ډېری افغانان د کلیو پر ځای په ښارونو کې ژوند کولو ته لېواله شوي، ځکه ښارونه اقتصادي او د بدلون محرک ګڼل کېږي او ورسره خدماتي چارې له زده کړو نیولې بیا تر روغتیا او په ټوله کې د ژوند په هره برخه کې د کلیو پر تله څه نا څه ښه دي.

په افغانستان کې د کابل په ګډون تر ټولو لوی او اقتصادي ۵ ښارونه دي، په دغو ښارونو کې له کابل سربېره مزارشریف، ننګرهار، کندهار او هرات شامل دي او د زونونو په کچه د کلیو او بانډو خلک هڅې کوي، دغو لویو ښارونو کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

100%

د هبیتات په وینا، په کابل کې له پنځو څخه څلور کسان په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ژوند کوي. په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ورځنی ژوند په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ستونزمن دی، ځکه چې دوی د اوبو په څېر د اساسي خدماتو له کمښت او د نه خوندیتوب له ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د هبیتات د معلوماتو له‌مخې، په ۱۹۵۰ کال کې د افغانستان د نفوس یوازې ۵ سلنه په ښارونو کې ژوند کاوه، خو تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه شمېر ۲۵ سلنې ته ورسېد او تمه کېږي، چې تر ۲۰۶۰ کال پورې دغه شمېر ۵۰ سلنې ته لوړ شي، خو د یادې ادارې په وینا، د افغانستان ښارونه د داسې چټکې ودې لپاره چمتو نه دي.

د هبیتات په وینا، په دې وروستیو کلونو کې په میلیونونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به له نورو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راشي، نو په دې سره به په ټول هېواد کې د کورونو د کمښت ستونزه لاپسې جدي شي.

100%

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د اټکل له‌مخې، له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۸۰ سلنه راستنیدونکي افغانان ښايي په ښارونو کې مېشت شي. په دغو ښارونو کې تر دې مخکې هم د کورونو د کمښت ستونزه وه او له دغه اټکل سره به دغه ستونزه لاپسې جدي شي او ورسره به پر هر اړخ فشارونه زیات شي.

د ژوند د دوام لپاره د څښاک پاکې اوبه ډېرې مهمې دي او په افغانستان کې ډېری خلک، په ځانګړې توګه په غیر رسمي مېشت ځایونو کې پاکو صحي اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د ملګرو ملتونو د هبیتات ادارې په وینا، طالبان او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

100%

د افغانستان ښارونه له اغېزناکو ټرانسپورتي میتودونو پرته کار ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو هبیتات ادارې په ټولو فعالینو غږ کوي، چې د افغانستان د ښارونو د بدلون په برخه کې چې خوندي، صحي او جامع وي، لاس په کار شي.

ښارونه د اقلیم د بحران په لومړۍ کرښه کې دي. په افغانستان کې د تودوخې درجه هر کال لوړېږي. په کابل کې چې د افغانستان د ښارونو پر تله پکې ډېر خلک اوسېږي او همداراز له هرو پنځو کسانو څخه څلور کسان په غیر رسمي استوګنځایونو کې ژوند کوي، نو د هبیتات په وینا، د اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سر مخ دي.

له دې سربېره هبیتات وايي، افغانستان د چاپېریال له تخریب سره مخ دی. د کثافاتو او اوبو ضعیف مدیریت او د شنو ځایونو نشتوالی د خلکو روغتیا ګواښي او په وینا یې: «په افغانستان کې، د کثافاتو مدیریت یوه مهمه مسله ده، په ځانګړې توګه په ګڼ مېشته ښاري غیر رسمي مېشت ځایونو کې د بې کفایتۍ بیه د خلکو ژوند پرې کوي.»

د افغانستان په ګڼ مېشتو ښارونو کې هوا هم ډېره ککړه وي. د موټرو یا صنعتي کارخونو او په ژمي کې د سکرو او پلاستیک د سوځولو له امله لوګي د ټولو ښار مېشتو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او لویانو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) وویل، چې د ښاري ودې په موخه یې د ۳۴ ولایتونو لپاره ۵۸۷ ښاري پلانونه جوړ کړي او د تطبیق لپاره د دې ډلې د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست ته سپارل شوي دي.

په یادو پلانونو کې ۵۷ عمومي پلانونه، ۱۳۸ ستراتېژیک او ۳۹۲ تفصیلي پلانونه بلل شوي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یادو پلانونو په پليتابه سره به خلکو ته د ښاري ژوند د اسانتیاوو او عصري بدلونونو په موخه د سړکونو، پارکونو، برېښنا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي.

خو د هبیتات په وینا، په دې سره او ښايي د ښار چټکه وده او د اقلیم بدلون د افغانستان بډایه کلتوري میراثونه هم له‌منځه یوسي.

100%

له دې ټولو سره سره په ښارونو کې د برېښنا کمښت بیا یوه بله جدي ستونزه ده چې ښار مېشتي تل ورسره مخ دي او له امله یې کارخونه لرونکي هم زیانمنېږي. هبیتات وړاندیز کوی، چې د دغې ستونزې د حل لپاره پر نوي کېدونکې انرژۍ پانګونه وشي، څو ورسره د کابل مېشتو او همداراز صنعتکارانو ستونزې حل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنځي ادارې مشر سټیفني لوز وايي، «له سمې پانګونې، غوره ښاري پلان او په ګډه د ګامونو له اخیستلو سره د افغانستان ښارونه کولی شي د روانو او راتلونکو ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي او د هیلو یوه ډیوه واوسي.»

اوکرایني چارواکی: زموږ خلک د افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو پرتله له ژوند څخه خوند اخلي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۷ GMT+۱

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم ویلي، چې د جګړې له نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره د اوکراین خلکو لا هم خپله روحیه ساتلې ده او د جګړه‌ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو په پرتله «له ژوند څخه خوند اخلي.»

کیم د اوکراین له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ «هلاوکام» سره په مرکه کې ویلي: «خلکو اوس زده کړې چې جګړه د ورځني ژوند د یوې برخې په توګه ومني. اوس ډېری خلک د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د پخوا په څېر اندېښنه نه لري، بلکې د منلو مرحلې ته رسېدلي دي.»

هغه زیاته کړې: «خلکو ته باید د اوسني وضعیت په اړه روښانه معلومات ورکړل شي، څو پوه شي چې په دې شرایطو کې څه کولی شي او څنګه د خپل هېواد ملاتړ وکړي.»

کیم د خلکو د رواني ستړیا په اړه وویل: «په ۲۰۲۲کال کې خلک له جذبې ډک د پوځ لیکو ته تلل، خو له درې نیمو کلونو جګړې وروسته، دغې ستړیا خپله اغېزه پرېښې ده. اوس باید د وسله‌والو ځواکونو، د هېواد د مشرتابه او ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ باور ولرو.»

هغه د منځني ختیځ جګړه‌ځپلو هېوادونو ته په اشارې سره وویل: «خوشبختانه پر موږ پور نشته، زموږ ملي پیسه نه ده راپرځېدلې او د نړۍوالو شریکانو د ملاتړ او د دولت د پالیسیو له برکته مو هېواد لا ژوندی دی. پرتله یې کړئ، افغانستان، یمن یا په فلسطین کې خلک څنګه ژوند کوي؟ بخښنه غواړم، خو موږ لا هم له ژوند څخه خوند اخلو، کنسرتونه، رسټورانټونه او تفریحي فعالیتونه لرو. موږ په رښتیا د شکایت کوم دلیل نه لرو.»

د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر همداراز ویلي، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د ژوند شرایط توپیر لري؛ د جګړې د لومړۍ کرښې خلک لکه د خرسون اوسېدونکي چې له سختو واقعیتونو سره مخ دي، خو په ارامو ښارونو لکه «ترنوپیل» کې خلک د ورځنیو عادي مسایلو سره ژوند کوي او دا واټن ورځ تر بلې زیاتېږي.

کیم مخکې ویلي و، سره له دې چې میکولاییف د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې دی، خو لا هم فعاله ټولنه لري او د دغه ښار نفوس د روسیې د یرغل تر پیل مخکې زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د میکولاییف سیمه‌ییزه اداره په جنوبي اوکراین کې یو رسمي دولتي ارګان دی، چې د ښار نظامي او ملکي چارې اداره کوي. دا اداره د جګړې له پیل وروسته د ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي له لوري د ګډو پوځي او ملکي چارو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د خلکو هره خوشحالي د لسګونو بندیزونو په لګولو سره اخیستې ده او زرګونه افغانان اوسمهال د طالبانو د سختدریځيو له امله له هېواد د تېښتې په حال کې دي.