• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد کې یو ځل بیا پولیسو د افغان کډوالو د اېستنې بهیر ګړندی کړی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې یو ځل بیا د اېستلو بهیر ګړندی شوی او هره ورځ پولیس په بېلابېلو سیمو کې د نیولو عملیات لري. دوی وایي، په بي۱۷ ښارګوټي کې همدا نن هم پاکستاني پولیس د افغانانو د کورونو دروازو ته ولاړ دي.

د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) یو افغان چې د امریکا متحده ایالتونو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه او اوس د یاد هېواد د مېشتېدنې بهیر ته‌ په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «بېخي تنګ شوي یو، هره ورځ مو پولیس کورونه ته راځي او زموږ ویزې هم ختمې دي». د نوموړي په خبره؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د ویزو د نوي کېدو یا تمدید پروسه بنده کړې او له همدې امله اوس د دوی استوګنه ناقانونه ده.

احمدالله (مستعار نوم) چې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال یې حکومتي دنده لرله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې نیوکه وکړه، چې پاکستان په لوی لاس د دوی د ویزو بهیر ټکنی کړی او خپله یې دې ته لاره برابره کړې، څو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي افغانان ناقانونه شي. هغه زیاتوي: «که څه هم د ویزو د تمدید قیمت لوړ دی؛ خو اوس یې په هغه جیګ قیمت هم را بندې کړې. موږ څه وکړو؟ له یوې خوا یې د ویزو تمدید بند کړی او له بلې خوا رانه پولیس ویزې غواړي».

د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته سلګونه زره هغه افغانان چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو له ځواکونو او ادارو سره دندې ترسره کړې؛ پاکستان ته کډوال شول. دوی اوس د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او وېره لري‌ که افغانستان ته وشړل شي؛ نو د طالبانو له لوري به یې ژوند له ګواښونو سره مخ شي. د راپورونو له مخې؛ پاکستان او ایران نه یو شمېر ستانه شوي پخواني پوځیان د طالبانو له لوري شکنجه شوي، زنداني شوي او یا هم وژل شوي دي.

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۵۰۰زره افغانان په جبري‌ توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دا ځل یې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یوشمېر هېوادونو هغو غوښتنو ته هم چندان پاملرنه نه‌ده کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د درېدو په تړاو یې کړې وې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، د اشخاصو په نومونو د واټونو او څلورلارو پر نومولو یې بندیز لګولی دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دوی د مشرتابه له لوري د اشخاصو په نومونو د واټونو، عامه ځایونو او څلورلارو پر نومولو بندیز لګېدلی دی. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په دې تړاو یوه ناسته هم کړې.

د (تلې ۱۵مه) د طالبانو د دغه وزارت د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي د اوسېدونکو پر یوې عرض پاڼه خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې دغه سیمه باید د دولتي اسنادو له مخې د کلا حیدر خان په نوم پر خپل ځای پاتې شي.

طالبان داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې د همدې ډلې پوځي قول اردوګانې هم د اشخاصو په نومونو دي او یوشمېر بنسټونه یې هم د خپلې ډلې د مشرانو په نامه کړي. په همدې ناسته کې د جلال بنسټ په نوم د حقاني شبکې د یوې فرهنګي ادارې له لوري په کابل او ولایتونو کې د څلورلارو په جوړولو هم خبرې شوې دي. طالبانو خپلو پوځي قطعاتو او جنګي ډولو ته هم د دیني اشخاصو نومونه غوره کړي دي.

دې ډلې د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوریت پر مهال په تفریحي پارکونو، سړکونو، څلور لارو او عامه ځایونو اېښودل شوي نومونه لرې کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې هغه اېښودلي. د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د شېرزي په نامه لوبغالی چې د جمهوریت د یوه پخواني چارواکي ګل اغا شېرزي په نامه نومول شوی و؛ اوس یې طالبانو نوم د معلم اول ګل لوبغالي ته بدل کړی دی.

د عمران خان تازه پرېکړه؛ محمودخان اڅکزی یې د شهباز شریف پر خلاف د اپوزېسیون مشر وټاکه

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۱

پاکستانۍ ډان ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه په پارلمان کې د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمودخان اڅکزي منظوري ورکړې ده. هغه همداراز راجا ناصر عباس د پاکستان سنا مجلس کې د اپوزېسیون مشر ټاکلی.

د یاد ګوند د سرچینو په وینا؛ د دغو دواړو د نوماندۍ لیکونه به نن په رسمي توګه د ملي اسمبلۍ او سنا مجلس دارلانشا ته وسپارل شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د پېښور عالي محکمې (PHC) هغه لنډمهاله حکم لغوه کړ چې د عمر ایوب او شبلي فراز د نااهلۍ پر پرېکړه یې د تم کېدو امر کړی و. دوی تر دې وړاندې د تحریک انصاف د اپوزېسیون مشري کوله.

د عمران خان د ګوند د عامه اړیکو او اطلاعاتو مسوول شیخ وقاص اکرم ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پرېکړه تایید شوې. هغه زیاته کړه: «دغه پرېکړه د عمران خان د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ شوې ده. د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشر نوماندۍ لیک پرون (دوشنبه) لېږل شوی او د سنا اړوند لیک به نن (سې‌شنبه) وړاندې شي».

د پاکستان پارلمان پخوانی مشر اسد قیصر هم دغه پرېکړه مني او وایي: «محمود خان اڅکزی او علامه ناصر عباس دواړه تجربه‌کاره سیاست‌وال دي، چې هېڅ‌کله له خپلو اصولو نه دي تېر شوي. په اوسني کړکېچن وضعیت کې ښاغلی اڅکزی یو روښانه دریځ لرونکی او د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشرۍ لپاره یو وړ انتخاب دی».

ښاغلي قیصر زیاته کړه: «دغه پرېکړه به د عمران خان د اپوزېسیون اتحاد لا پیاوړی کړي؛ ځکه چې محمودخان اڅکزی په عین حال کې د تحریک تحفظ ائین پاکستان (TTAP) مشر هم دی».

هم‌مهاله د عمران خان خور علیمه خان د دوشنبې په ورځ د اډیاله زندان په مخ کې رسنیو ته وویل، چې د تحریک انصاف زنداني مشر د مستقیم امر له مخې له دې وروسته یوازې د ده خويندې به د هغه پیغامونه او دریځونه ولس ته رسوي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې ښايي عمران خان ډېر ژر یو نامعلوم ځای ته ولېږدول شي او په بشپړې انزوا کې به وساتل شي.

مالیزیا او پاکستان د افغانستان د ثبات او له طالبانو سره پر دوامداره تعامل خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوالالمپور کې د رسمي لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات او طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه خبرې کړې دي. د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو‌ پر ضد ونه کارول شي.

دغه لیدنه چې د شهباز شریف د درې ورځني رسمي سفر (د اکتوبر له ۵مې تر ۷مې) نېټې په ترڅ کې وشوه، دواړه مشرانو په‌کې په سیمه کې د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په تړاو هم بحثونه کړي دي. دغه ګډه اعلامیه چې له ناستې وروسته خپره شوې په‌کې راغلي، چې مالیزیا او پاکستان د افغانانو لپاره له «سولې او ثبات ډک راتلونکي» هیله څرګنده کړې او له طالبانو سره یې د «جوړوونکي تعامل» ملاتړ کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «دواړه خواوې د طالب چارواکو سره د تعامل دوام مهم بولي، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د دې مخنیوی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي».

د مالیزیا او پاکستان لومړیو وزیرانو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان دایمي ټیکاو یوازې هغه وخت شونی دی چې په دغه هېواد کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او د خلکو بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونه رعایت شي.

د اعلامیې په بل بند کې دواړو هېوادونو د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د دوام، د ښوونیزو او خدماتي بنسټونو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. همداراز مالیزیا او پاکستان له نړۍوالي ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره په بشري او پراختیایي برخو کې مرسته روانه وساتي؛ څو د بشري ناورین له زیاتېدو مخنیوی وشي.

د ترهګرۍ پر ضد د اسلام‌اباد او کوالالمپور ګډ دریځ

د مالیزیا او پاکستان مشرانو د سیمې پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې او د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه یې تازه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی په افغانستان کې د ټولې سیمې د ثبات لپاره «اړین» دی.

د سیمه‌ییزو شنونکو په باور، دغه دریځ د اسلامي هېوادونو هغه ګډه هڅه ښيي چې غواړي د افغانستان د پېچلي وضعیت په وړاندې یوه همغږې تګلاره ومومي؛ هغه وضعیت چې له اګست ۲۰۲۱کال را وروسته، د طالبانو د واکمنېدو له امله د سیمې هېوادونه ترې خورا اندېښمن دي.

د سولې، خبرو او د قانون پر حاکمیت ټینګار

په ګډه اعلامیه کې دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو او نړۍوالو کړکېچونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې شخړې باید د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ په سوله‌ییزو لارو حل شي.

شهباز شریف او انور ابراهیم ژمنه کړې، چې د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې مسایلو سره مسوولانه چلند وکړي.

نورې همکارۍ او ګډې هڅې

د افغانستان تر موضوع سربېره دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په سوداګرۍ، دوامدارې کرنې، نوې انرژۍ، دفاعي ټېکنالوژۍ، ښوونې او روزنې، روغتیا، ګرځندوی او د منظمو جرمونو پر ضد مبارزه کې سره همکاري پراخه کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه د فلسطین په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دریځ یاد شوی او د غزې پر اوسېدونکو یې د اسراییل بریدونه «نسل وژنه» بللې ده. شهباز شریف او انور ابراهیم په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او د محاصرې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

پر کابل د واکمنو طالبانو اړوند د اسلامي هېوادونو دریځ

د سیمه‌ییزو چارو کارپوهان وایي، چې د اسلام‌اباد او کوالالمپور په خبرو کې د افغانستان د موضوع شاملول څرګندوي چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه مخ په زیاتېدونکې اندېښنه لري.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې پر ډیورند کرښه د وسله‌والو ډلو پر ځانګړي ډول د «ټي‌ټي‌پي» د فعالتیونو په تړاو اندېښنه ښوولې او افغان طالبان یې تورن کړي، چې په خپله خاوره کې یې یادې جنګي ډلې ته پراخ پناه ځایونه ورکړي دي. همدا راز دوی طالبان تورن کړي، چې د اسلام‌اباد ضد ډلو سره یې همکارۍ هم کړې دي.

مالیزیا بیا د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په چوکاټ کې د اغېزناک هېواد په توګه هڅه کوي د افغانستان د بشري مرستو او له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د شنونکو په باور؛ افغانستان کې پر «پراخ بنسټه حکومت» او «د خلکو پر اساسي حقونو» د دواړو هېوادونو ګډ ټینګار دا ښيي، چې اسلامي هېوادونه ښایي د طالبانو پر واکمنۍ د سیاسي بدلون لپاره خپل ډېپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

فضلي: د ملګرو ملتونو د «بشري حقونو مېکانیزم»‌ د افغانانو له واقعي اړتیاوو سره تړاو نه‌لري

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري اعلان شوی نوی څېړنیز مېکانیزم د افغان ولس د غوښتنو او اړتیاوو استازیتوب نه‌کوي.

فضلي د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه یوې لیکنه کې دغه څرګندونې کړې دي، چې په‌کې یې د بشري حقونو د شورا تازه پرېکړه «د کاغذ پر مخ ښکلې؛ خو له واقعي اغېز څخه خالي» بللې ده.

د نوموړي په وینا؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تازه طرحه چې د افغانستان د بشري ضد جرمونو د څېړلو لپاره د «خپلواک څېړنیز مېکانېزم» تر نامه لاندې تصویب شوې، د تېرو ورته پروژو په څېر به یوازې د بهرنیو موسسو او متخصصینو د شتمنېدو لامل شي؛ نه د عدالت د ټینګښت.

فضلي یادونه کړې، چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو په ګډه د مېلیونونه ډالرو په لګښت یو پراخ څېړنیز راپور چمتو کړی و؛ خو دغه راپور تر اوسه نه‌دی خپور شوی او نه پرې عمل شوی.

هغه ویلي، برعکس د ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ کلونو د جنګي جرمونو مرتکبینو د همدې نړۍوالو له لوري سیاسي او اقتصادي امتیازات ترلاسه کړل. فضلي ټینګار کړی، چې دغه ډول پروژې یوازې د افغان لېبرال فعالانو د بوخت ساتلو او د بهرنیو اینجوګانو د ګټو د ټینګښت وسیله ګرځي.

د چارو ادارې د پخواني مشر په باور: «د افغان ولس په نه موجودیت او نه مالکیت کې پیل شوې طرحې نه عملي پایله لري او نه د عدالت تضمین کوي».نوموړی زیاتوي، چې یوازې د افغانانو د ملي ارادې، انسجام او سیاسي ابتکار پر بنسټ جوړ شوي میکانېزمونه کولای شي د تېرو پنځو لسیزو جنایتونو ته شفافه او عادلانه رسېدنه وکړي.

هغه ملګري ملتونه او نړۍوال قدرتونه تورن کړي، چې له افغانانو څخه یې د خپلواک عدالت د ټینګښت دغه فرصت اخیستی دی.

جرمني له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په تړاو خبرې کړې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د جرمني حکومت منلې، چې د دغه هېواد چارواکو د طالبانو له استازو سره په کابل کې کتلي دي. د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند د دوشنبې په ورځ ویلي، طالبان په جرمونو د تورنو افغانانو ستنېدو سره موافق شوي او برلین ورته په بدل کې هېڅ ډول سیاسي یا هم کوم بل ډول امتیاز نه‌دی ورکړی.

د جرمني يو پلاوي تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو له وزارتونو او همدارنګه د کابل د هوايي ډګر له چارواکو سره يې د افغان پناه‌‌غوښتونکو د ور ستنولو بهير په اړه خبرې کړې دي. د جرمني یاد چارواکي د دغو ليدنو پخلی کړی او ويلي یې دي: «موږ هېڅ امتياز نه‌دی ورکړی او له طالبانو سره هېڅ ډول معامله هم نه‌ده شوې».

د هغه په وينا؛ طالبان په اصل کې د هغو کسانو له بېرته ستنولو سره موافق شوي، چې تابعيت يې تثبيت شوی وي او دغه چاره د ځانګړو (چارټر) الوتنو له لارې تر سره کېږي. له دې وړاندې د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي و، چې له طالبانو سره د عادي الوتنو له لارې د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې روانې دي؛ خو داسې ښکاري چې طالبان د عادي الوتنو له لارې د اېستلو له دغه بهیر سره موافق نه‌دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د دواړو لوريو خبرې يوازې د هغو کسانو د بېرته ستنولو د «اداري او عملي کړنلارو» پر تفصيلاتو متمرکزې وې. نوموړي د هغو پراخو نيوکو په ځواب کې چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو په اړه شوې، وويل چې د کابل حضوري کتنه د اېستلو د تخنيکي جزياتو د روښانه کولو لپاره «ډېره اړینه» وه.

هغه همدارنګه هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د جرمني او طالبانو ترمنځ د نورو موضوعاتو لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي. هغه په ټينګار سره وویل: «دغه خبرې يوازې د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې».

له دې مخکې يو شمېر جرمني رسنيو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله راپور ورکړی و، چې په دغو خبرو کې د پناه‌ غوښتونکو د اېستلو تر څنګ د نورو همکاريو، په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې موضوع هم مطرح شوې ده.

جرمني سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د بشري حقونو د سرغړنو په تړاو يې څو ځله نیوکه کړې؛ خو پرېکړه یې کړې چې هغه افغان پناه‌ ‌غوښتونکي چې غوښتنلیکونه يې رد شوي او يا يې درانه جرمونه کړي؛ بېرته افغانستان ته واستوي. برلين تر دې وړاندې د قطر په همکارۍ دوه ځله افغان پناه‌‌غوښتونکي کابل ته ستانه کړي وو.

د طالبانو بیا ځل واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د جرمني چارواکي د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي. یاد هېواد د جمهوري نظام تر ړنګنېدو وروسته له افغانستان سره هر ډول ډېپلوماټیکې اړیکې ځنډولې وې؛ خو دغه تازه اړیکې په جرمني کې له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې دي. نیوکه کوونکي وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره په مستقيمو خبرو یوې داسې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.