ورلډ ویژن موسسه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له قحطۍ سره مخ دي

د «ورلډ ویژن» موسسې خبرداری ورکړی، چې لوږې، بېوزلۍ او د بهرنیو مرستو کمښت میلیونونه کورنۍ په افغانستان کې له قحطۍ سره مخ کړي او ګڼ شمېر ماشومان یې اړ کړي، چې په سختو او خطرناکو کارونو کې برخه واخلي.