• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ولسي محکمو او قومي جرګو ګډ ټکي او توپیرونه څه دي؟

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د عدالت د موندلو لارې په ټولنو کې د فرهنګ، سیاست او حقوقي نظام له جوړښت سره تړاو لري. په افغانستان کې د جرګو دود له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ د شخړو د حل یوه ولسي او دودیزه لاره ده.

له بلې خوا، د مادرید ولسي محکمه د بشري حقونو د نړۍوال عدالت یو بې‌ساری مدني مېکانیزم دی، چې د افغانستان د ښځو د حقونو د نقض د مستندسازۍ او د عدالت غوښتنې د یوې بدیلې لارې په توګه رامنځته شوې ده. که څه هم دواړه د خلکو د غږ استازیتوب کوي؛ خو د موخو، صلاحیت، جوړښت او حقوقي بنسټ له پلوه یې ترمنځ ژور توپیرونه شته.
قومي جرګه د دودیز، عرفي او محلي منځګړتوب شورا ده، چې د قومي مشرانو او سپین‌ږېرو له‌خوا رهبري کېږي او موخه یې د شخړو حل، پخلاینې، د قومي او سیمه‌ییزو ستونزو هوارول او ټولنیز نظم او سیسټم خوندي کول وي. قومي جرګې په خاصه قومي جغرافیا کې ټولنیز مشروعیت لري؛ خو دمګړۍ چې ټولنې ډېری د نظامونو تر قانوني چتر لاندې راځي، رسمي قضايي او عدلي واک نه‌لري.
په وړه کچه د ستونزو د حل لپاره مرکې کېږي؛ خو چې څومره موضوع او پېښه سترېږي، د قومي ناستو بڼه هم ورسره بدلېږي.
په دواړو جوړښتونو کې د قربانیانو غږ ته لومړیتوب ورکول کېږي. په قومي جرګو کې ډېری د شخړې دواړه اړخونه د جرګې مشرانو ته مراجعه کوي، خپل استدلالونه وړاندې کوي او د منځګړیو یا مشرانو پرېکړه مني. د جرګې پرېکړې ډېری نهايي وي او معترض ډېر کم د محکمو په څېر د استیناف طلبۍ فرصت تر لاسه کوي. د مادرید ولسي محکمه هم د هغو کسانو له غوښتنې وروسته رامنځته شوه، چې د عدالت رسمي لارې پرې تړلې وې. د قربانیانو استازي، مدافعین او شاهدان یې په عامه استماعیه غونډه کې ګډون کوي؛ څو خپل غږ نړۍوالو ته ورسوي.
سیمه‌ییزه جرګه د شخړې اړخونه د رضایت له لارې قانع کوي، په ځینو سیمو کې د پرېکړې د عملي کولو رسمي واک نه لري؛ خو په ټولیز ډول په قبایلي ټولنو کې د خپلو پرېکړو د پلیتابه لپاره له څلویښتي او قومي لښکر نه کار اخلي، چې په ځینو سیمو کې د اربکیانو په نامه هم یادېږي او دا عملا یو اجرايي ځواک خپلوي.
دا له ولسي محکمو سره د جرګې ستر توپیر دی. ولسي محکمه اجرایي صلاحیت نه‌لري او نه‌شي کولای طالبان یا د جرم مرتکبین د محکمې پر وړاندې حاضر کړي؛ خو د خپلو پرېکړو له لارې اخلاقي او نړۍوال فشار رامنځته کولای شي.
په دواړو جوړښتونو کې د بې‌پرې منځګړیتوب اصل مهم دی. په جرګه کې د سیمې د مخورو او سپین‌ږېرو پرېکړې د انصاف پر بنسټ منل کېږي او په مادرید ولسي محکمه کې هم د بېلابېلو هېوادونو خپلواک قاضیان، حقوقپوهان او مدافعان برخه لري چې د قضیو په اړه خپلواک قضاوت وړاندې کوي.
سیمه‌ییزه جرګه یو دودیز، قومي او محلي مېکانیزم دی، چې د شخړو د حل، پخلاینې او د ټولنیز نظم د ساتلو لپاره کارول کېږي. پرېکړې یې د دود، عنعنې او د قبیلې د منل شویو اصولو پر بنسټ ولاړې وي؛ خو د مادرید ولسي محکمه یو نړۍوال مدني جوړښت دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جرمونو او د مجازاتو د معافیت د افشا لپاره رامنځته شوې ده. د دغه محکمې موخه د حقایقو مستندسازي، د قربانیانو د غږ اورېدل او د نړۍوالو بنسټونو د پاملرنې راجلبول دي او د نړۍوالو بشري قوانینو، د بشر د حقونو د اعلامیې او د نړۍوالو تړونونو پر اصولو ولاړه ده.
په سیمه‌ییزه جرګه کې دواړه اړخونه جرګې ته واک ورکوي، که د دوی په اړه هر ډول پرېکړه وشي دوی به یې مني؛ ان دا چې د نه منلو په صورت کې مخکې له مخکې ښوینی هم اېښودل کېږي، چې د دواړو خواوو له‌خوا یوه ټاکل شوې اندازه تضمیني پیسې دي؛ خو د مادرید په محکمه کې نه طالبانو دې محکمې ته واک ورکړی، نه حاضر شوي او نه دغه محکمه مني، بلکې مخالفت یې هم کړی دی.
په قومي جرګو کې ډېری د مفاهمې او رضایت موضوع مطرح وي او ډېر وخت د عدالت او رضایت ترمنځ کرښې واضحې نه وي. یا ډېر ځله داسې پرېکړې کېږي، چې عملا عدالت نه تامینوي؛ بلکې یوازې د نظم د ټینګښت او روغې جوړې او غوښتي یا ناغوښتي رضایت پر بنسټ وي.
البته د لویو جرګو موخې، جوړښت او طرز العمل بیا جلا بحث دی. لویې جرګې لکه له نوم څخه چې یې ښکاري د سیمې نه؛ بلکې د هېواد په کچه وي.
لویې جرګې ته د هر قشر مخور او بانفوذه اشخاص رابلل کېږي او د هر ګډون‌وال تر شا قومي او سیاسي ځواک وي، چې همدا ځواک یې اجرایه ځواک بلل کېږي؛ لکه د میرویس نېکه جرګه چې د ایراني اشغال پر ضد یې د مقاومت جبهه جوړه کړه یا د احمد شاه بابا لویه جرګه چې د دولت بنسټ یې کېښود او یا د جمهوري نظام پر مهال بېړنۍ لویه جرګه، د اساسي قانون لویه جرګه او دغه راز د سولې مشورتي جرګه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه او رول یې یوازې مشورتي و.
د جرګو دود یوازې له افغانستان سره نه‌دی تړلی؛ بلکې له لویې اریانا جغرافیې او لرغونې زمانې څخه راپاتې دود دی چې، د حکومت په چوکاټ کې د حکومت تر صلاحیت لوړې پرېکړې کوي؛ لکه په تېر جمهوریت کې چې د اساسي قانون تصویب او تعدیل یوازې د لویې جرګې صلاحیت بلل شوی و.
په ماهیت کې د دواړو ډېر اهداف مشترک دي، ځکه جرګې ډېری د عدالتي نظام د نشتوالي په صورت کې کېږي او یا کله چې قربانیانو ته دولتونه او حکومتونه رسېدنه ونه کړي، دوی جرګو ته مراجعه کوي. د ولسی محکمې د رامنځته کېدو لامل هم همدا دی، چې پر جنایتونو د رسمي عدلي او قضایي نظامونو د خاموشۍ له امله د خلکو غږ زیاتره غلی پاتې شوی، په ځانګړې توګه د افغانستان په برخه کې. د همدې تشې د ډکولو لپاره د ولسي محکمې په نامه یو عدالت‌محوره جوړښت رامنځته شوی، چې د عدالت په ټینګښت کې د رسمي محکمو د غیابت له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۷ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مشر محمدرضا بهرامي وایي، چې د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. هغه وایي، د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرله‌پسې فعاليتونه د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی.

هغه وایي:« د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. باید د داعش خراسان ډلې ټول هغه فعالیتونه ودرول شي، چې د سیمې له جغرافیې څخه استفاده کوي.»

نوموړي دارنګه د مسکو فارمټ په غونډه کې د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا پر اړتیا ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې:« موږ د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا، د پېچلتیاوو لرې کولو او د دوه‌ اړخيزو همکاریو او په ځانګړې توګه په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌وال اوسېږي او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.

هغه ویلي، چې باید په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وشي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

واشنګټن پوسټ: د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ بندول افغان ولس او نړۍوالو ته د اخطار بڼه لري

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱
100%

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له‌خوا د تېر ځل انټرنېټ بندولو په اړه په یوې مقاله کې لیکلي، چې د انټرنېټ بندول افغان ولس او نړۍوالو ته یو اخطار و. په مقاله کې راغلي، د طالبانو موخه دا وه چې باید ښځه هغه ډول ژوند وکړي چې دوی یې غواړي؛ نه هغه ډول چې د ښځو حق دی.

لیکوال دغه مقاله د یوې ۱۴ کلنې افغانې نجلۍ په کیسه پيلوي، چې په انلاین بڼه یې زده‌کړې کولې. لیکوال لیکي:« څو ورځې مخکې مې په افغانستان کې له یوې افغانې نجلۍ سره خبرې کولې؛ خو هغه ناڅاپه غلې شوه، په حقیقت کې غلې نه شوه؛ بلکې انټرنېټ یې پرې شو.»

په مقاله کې راغلي، دا د یوې افغانې نجلۍ ستونزه نه وه؛ په ټول افغانستان کې تپه تیاره شوه. سوداګري، زده‌کړې او د کورنیو ترمنځ ټيلیفوني اړيکې پرې شوې او افغانستان له نړۍ څخه بېل شو.

لیکوال زیاتوي، دا کار طالبانو وکړ او ظاهري دلیل یې دا و چې ګواکې دوی په دې ډول له «فحشا او فساد» سره مبارزه کوي. د لیکوال په باور داسې ښکاري، چې د دغه کار لامل د معلوماتو کنټرول او له انلاین زده‌کړو څخه د زرګونه نجونو بې‌برخې کول وو.

لیکوال پوښتنه کوي، چې ایا دا کار د انټرنېټ په تخنيکي برخه کې د طالبانو نابلدي وه؟ که دا خبره رښتیا وي؛ نو دا ثابتوي چې هغوی په تخنيکي چارو نه پوهېږي او د حکومتولۍ په ډېرو کارونو نه پوهېږي.

لیکوال مخکې وايي، چې طالبان یوازې له نجونو سره د انلاین زده‌کړو په برخه کې توپيري چلند نه کوي؛ هغوی له پوهنتونونو څخه د ښځو له‌خوا ليکل شوي درسي کتابونه هم ټول کړل.

لیکوال لیکي، طالبان وايي ښځې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته اړتیا نه‌لري؛ د ښځو کار هغه دی، چې دوی یې حدود ورته ټاکلي دي.

لیکوال په مقاله کې د هغې ۱۴ کلنې نجلۍ د خبرو یوه برخه راوړې، چې د خبرو پر مهال یې انټرنېټ پرې شو، دغه افغانه نجلۍ وايي:« په زړه کې مې ډېرې هیلې درلودې، په عدلي او قضايي ادارو کې مې کار کول ډېر خوښېدل؛ کله چې مې مطالعه وکړه پوه شومه چې ښځې نرم زړه لري، قاضي کېدای نه شي، بیا مې بلې خوا ته مخه کړه.»

لیکوال وړاندې لیکي:« افغانستان اوس د ښځو لپاره داسې ځای دی، چې د ښځو هیلې په تیارو کې پټې دي. داسې تیارې چې لږ مخکې یې څلور کاله پوره شول. په افغانستان کې یوه نجلۍ د خپلو ټپونو له امله نه؛ بلکې د خپل حق لپاره ژاړي.»

افغانستان د ایراني چرګانو بازار؛ روان کال تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان افغانستان ته صادر شوي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱
100%

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وایي، په روان لمریز کال کې تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي چې دغه اندازه د تېرکال پرتله دوه برابره ده. هغه وایي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه موده کې افغانستان ته ۷۷۶زره چرګوړي او ۴۵۷زره هګۍ اچوونکي چرګان هم صادر شوي دي. حسین جمشیدي وویل، افغانستان ته د خوراکي چرګوړو صادرات هم دوه برابره ډېر شوي دي.

هغه وړاندې ویلي، د هګۍ اچوونکو چرګانو په صادراتو کې هم د تېرکال پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د جمشیدي په وینا؛ دوغارون افغانستان ته د څارویو او حیواني محصولاتو لپاره یوه ښه دروازه ده؛ ځکه چې ټول حیواني محصولات تر صادرولو وړاندې له روغتیايي پلوه کتل کېږي.

په جمهوریت کې افغانستان د چرګانو زرګونه فارمونه لاره او تر ډېره بریده یې خپله اړتیا پوره کوله؛ خو اوس دغه فارمونه خورا کم شوي دي.

محمدصادق: په افغانستان کې دې د مېشتو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌وال اوسېږي او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.

ډان ورځپاڼې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په حواله راپور ورکړی، چې باید په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وشي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

محمد صادق دغه څرګندونې پرون د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې کړې دي. هغه تر دې غونډې وروسته پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره پر مبارزې هم ټینګار وشو.

نوموړی زیاتوي: «پاکستان د یوه سوله‌ییز، باثباته او خوندي افغانستان لپاره ژمن دی.» هغه وړاندې کاږي:« ما د مسکو فارمټ په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالېږي او باید په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ترهګرو د فعالیت مخه ونیول شي.»

د پاکستان ځانګړي استازي د دغې غونډې په څنډه کې له خپلو ایراني، چينايي او روسي سیالانو سره په جلا، جلا ډول خبرې کړې وې. پاکستان د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته په پرله‌پسې ډول پر طالبانو دا تور لګوي، چې د دوی مخالفو وسله‌والو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی؛ خو افغان شنونکي بیا وايي، چې د پاکستان خاوره له څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو په برخه کې د نړۍوالو مرستو کمېدو اندېښمن کړي یو

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اجرایه کمېټې د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د دغه ادارې له کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره وکتل. سید محمد بطحایي په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د پراخ حضور او د هغوی پر وضعیت د څار غوښتنه وکړه.

هغه ویلي، چې افغانان د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» په پام کې نیولو سره خپل هېواد ته اېستل کېږي.

په دغه لیدنه کې فیلیپو ګرانډي وویل، چې باید په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وشي او ایران ته د افغانانو د قانوني تګ راتګ لپاره زمینه برابره شي. هغه د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د کموالي په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي زیاته کړه:« موږ هڅه کوو، چې نړۍوالې مرستې راغونډې او دغه مرستې عادلانه ووېشو.»

که څه هم ایران د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوی د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» خبره کوي؛ خو له ایران نه را اېستل شوي افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې د ایران امنيتي چارواکو له‌خوا ورسره سپک چلند شوی، نیول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او ان دا چې قانوني اسناد یې هم څېرې کړل شوي دي.