
د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وایي، په روان لمریز کال کې تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي چې دغه اندازه د تېرکال پرتله دوه برابره ده. هغه وایي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه موده کې افغانستان ته ۷۷۶زره چرګوړي او ۴۵۷زره هګۍ اچوونکي چرګان هم صادر شوي دي. حسین جمشیدي وویل، افغانستان ته د خوراکي چرګوړو صادرات هم دوه برابره ډېر شوي دي.
هغه وړاندې ویلي، د هګۍ اچوونکو چرګانو په صادراتو کې هم د تېرکال پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د جمشیدي په وینا؛ دوغارون افغانستان ته د څارویو او حیواني محصولاتو لپاره یوه ښه دروازه ده؛ ځکه چې ټول حیواني محصولات تر صادرولو وړاندې له روغتیايي پلوه کتل کېږي.
په جمهوریت کې افغانستان د چرګانو زرګونه فارمونه لاره او تر ډېره بریده یې خپله اړتیا پوره کوله؛ خو اوس دغه فارمونه خورا کم شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلهوال اوسېږي او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.
ډان ورځپاڼې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په حواله راپور ورکړی، چې باید په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وشي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.
محمد صادق دغه څرګندونې پرون د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې کړې دي. هغه تر دې غونډې وروسته پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره پر مبارزې هم ټینګار وشو.
نوموړی زیاتوي: «پاکستان د یوه سولهییز، باثباته او خوندي افغانستان لپاره ژمن دی.» هغه وړاندې کاږي:« ما د مسکو فارمټ په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالېږي او باید په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ترهګرو د فعالیت مخه ونیول شي.»
د پاکستان ځانګړي استازي د دغې غونډې په څنډه کې له خپلو ایراني، چينايي او روسي سیالانو سره په جلا، جلا ډول خبرې کړې وې. پاکستان د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته په پرلهپسې ډول پر طالبانو دا تور لګوي، چې د دوی مخالفو وسلهوالو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی؛ خو افغان شنونکي بیا وايي، چې د پاکستان خاوره له څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اجرایه کمېټې د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د دغه ادارې له کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره وکتل. سید محمد بطحایي په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د پراخ حضور او د هغوی پر وضعیت د څار غوښتنه وکړه.
هغه ویلي، چې افغانان د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» په پام کې نیولو سره خپل هېواد ته اېستل کېږي.
په دغه لیدنه کې فیلیپو ګرانډي وویل، چې باید په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وشي او ایران ته د افغانانو د قانوني تګ راتګ لپاره زمینه برابره شي. هغه د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د کموالي په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي زیاته کړه:« موږ هڅه کوو، چې نړۍوالې مرستې راغونډې او دغه مرستې عادلانه ووېشو.»
که څه هم ایران د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوی د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» خبره کوي؛ خو له ایران نه را اېستل شوي افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې د ایران امنيتي چارواکو لهخوا ورسره سپک چلند شوی، نیول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او ان دا چې قانوني اسناد یې هم څېرې کړل شوي دي.
د اروپا پارلمان د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په افغانستان کې د ښځو او نجونو او د دغه هېواد په ختیځ کې د زلزلهځپلو د وضعیت ارزونې کوربه و. د دغه پارلمان یوې غړې هانا نویمن وویل، د نړۍ هغه ژمنه د ماتېدو په حال کې ده، چې ویل به یې افغانستان یوازې نه پرېږدو.
نویمن وویل، طالبان په افغانستان کې جنسیتي تبعیض کوي او باید د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي. د هغې په وینا، د افغانستان په ختیځ کې زلزلهځپلې ښځې د خپل جنیست له امله له روغتيايي خدماتو بې برخې دي، ځکه طالبان نارینه مرستندویانو ته اجازه نه ورکوي چې د زلزلهځپلو ښځو لاسنیوی وکړي.
نوموړې زیاتوي: «افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې نهشي کولی زده کړې وکړي او ښځې یې کار وکړي. دا کلتور او کورنیو چارو پورې اړونده نه ده، بلکې جنسیتي تبیعض دی.»
د هغې په وینا، نړۍ ژمنه کړې وه چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي، خو نن د افغان ښځو د ستونزمن او له کړاوونو ډک ژوند ته چوپه خوله دي.
د اروپايي پارلمان دغې غړې له طالبانو سره د ځینو اروپايي هېوادونو پر اړیکو هم توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه: «اروپايي سیاستوالو ته نه ښايي چې په پټه کابل ته سفر وکړي. له طالبانو سره هر ډول اړیکې باید پرې شي او له دغه رژيم سره هر ډول معامله باید رسوا شي.»
هانا نویمن د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کېدو ته په اشارې سره وویل: «دغې ډلې په قصدي اقدام سره میلیونونه کسان له ټېکنالوژۍ محروم کړي دي.»
جرمني له طالبانو سره له خپل تعامله د دفاع په برخه کې ویلي، له دغې ډلې سره د جرمني اړیکې یوازې تخنیکي او کونسلي چارو پورې محدودې دي او طالبان په رسمیت نه پېژني.
د اروپا د پارلمان ځینو نورو غړو په اوسنیو شرایطو کې له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو اېستنه د بشري حقونو ښکاره نقض وباله او همداراز یې له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې له ځنډ پرته د افغان پناه غوښتونکو د اېستنې بهیر ودروي او پر ځای یې تر ګواښ لاندې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
د هند د پخوانیو ډیپلوماټانو یوه ډله وايي، طالبانو ته د رسمیت ورکول باید یوازې هغه وخت وشي، چې د ملګرو ملتونو له لوري تایید شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د احتمالي سفر اعلان شوی دی.
د هند یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، د متقي بلنه ښيي چې هند غواړي د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره په واقعیتونو ولاړ چلند وکړي. خو دغو پخوانیو ډیپلوماټانو ټینګار کړی، چې د هند حکومت باید د ملګرو ملتونو تر پرېکړې مخکې طالبان په رسمیت و نهپېژني.
ویوک کاتجو چې پخوا یې له افغانستان سره د اړیکو د څانګې مشري کړې، ویلي: «هند باید د نړۍوالې اجماع تر رامنځته کېدو پورې انتظار وباسي.»
هغه زیاته کړې، چې هند باید په کابل کې د خپلې سفارتخونې د فني استازي پر ځای یو لوړپوړی ډیپلومات د چارسمبالي په توګه وټاکي، ځکه اوس د هند حضور یوازې تخنیکي بڼه لري.
کاتجو زیاته کړې، چې هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته د پام وړ بشري مرستې لېږلې دي او له طالبانو سره تعامل اوس عملي اړخ خپلوي. د هغه په باور، د متقي سفر د دغه تعامل د لا پراختیا لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر ګوتام موکهوپادهیای وایي: «د متقي بلنه ښيي چې د هند امنیتي ګټې د سیمې له نورو هېوادونو سره رانږدې شوي، خو دا به ښایي د ځینو ارزښتونو او د کورني امنیت د اندېښنو په بیه تمام شي.»
هغه زیاته کړې، تمه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د ویزو ورکولو، بورسونو، بشري مرستو، سوداګرۍ، د بیارغونې پروژو او استخباراتي همکارۍ بهیر ورو ورو زیات شي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، چې د متقي سفر باید د سیمې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د سیالیو د زیاتېدو لپاره ونهکارول شي.
سپنتا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې د متقي دا سفر د سیمهییزو سیالیو له زاویې ونه ګوري.
هغه زیاته کړې: «د هند اوسني دریځ پر ضد پاکستاني لید لا هم ولاړ دی، حال دا چې دواړه هېوادونه د نفوذ د پراخېدو په لټه کې دي، نه د سولې یا ښه ګاونډي اړیکو په لټه.»
سپنتا ټینګار کړی، چې دا وضعیت نه د افغانانو په ګټه دی او نه د سیمې د سولې لپاره.
د راپورونو له مخې، متقي به د پنجشنبې په ورځ د پنځو ورځو رسمي سفر لپاره نوي ډیلي ته ولاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه ته د بهرني وزیر د رسمي مېلمه د تشریفاتو امتیاز ورکړی دی، خو لا روښانه نه ده چې ایا هغه به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره هم وګوري او که نه.
د یادولو وړ ده، چې دا به له ۲۰۲۱کال وروسته د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر وي چې نوي ډیلي ته ترسره کېږي. د طالبانو او هند اړیکې په وروستیو میاشتو کې په نسبي توګه تودې شوې دي، په داسې حال کې چې د طالبانو اړیکې له خپل پخواني متحد پاکستان سره ترینګلې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د ناورینونو د مدیریت کمېشنره «حجه لحبیب» وایي، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد د بشري وضعیت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.
نوموړې زیاته کړې، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د روغتیايي وسایلو د کمښت، د وبا په څېر ناروغیو د زیاتېدو او د طبیعي ناورینونو د پرلهپسې اغېزو له امله، د افغانستان خلک له جدي بشري ناورین سره مخ دي او د بېړنیو مرستو اړتیا اوس تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې، د کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ګڼو ولسوالیو کې زلزلو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، په دغو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۲۰۵تنه مړه او تر ۳۶۴۰زیات ټپیان شوي دي. همدارنګه، په سلګونو کورونه نړېدلي، ښوونځي، جوماتونه او کلینیکونه زیانمن شوي او زرګونه کورنۍ د ژوند تېرولو لپاره بې له سرپناه پاتې دي.
په عین وخت کې د زلزلو له امله د څښاک اوبو ککړتیا د «وبا» د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي او د روغتیايي مرکزونو د وسایلو کمښت د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
حجه لحبیب ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه له افغان ولس سره د دوامدارې مرستې ژمنه لري او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، څو د زیانمنو سیمو خلکو ته بېړنۍ مرستې په وخت ورسېږي.
هغې زیاته کړه، چې د طبیعي ناورینونو، اقتصادي ستونزو او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له سختو ننګونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د ژغورنې او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ګډ، منظم او اغېزمن اقدام وکړي.