د اروپايي ټولنې کمېشنره: په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد بشري کړکېچ لا ژور کړی

د اروپايي ټولنې د ناورینونو د مدیریت کمېشنره «حجه لحبیب» وایي، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد د بشري وضعیت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

د اروپايي ټولنې د ناورینونو د مدیریت کمېشنره «حجه لحبیب» وایي، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد د بشري وضعیت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.
نوموړې زیاته کړې، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د روغتیايي وسایلو د کمښت، د وبا په څېر ناروغیو د زیاتېدو او د طبیعي ناورینونو د پرلهپسې اغېزو له امله، د افغانستان خلک له جدي بشري ناورین سره مخ دي او د بېړنیو مرستو اړتیا اوس تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې، د کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ګڼو ولسوالیو کې زلزلو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، په دغو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۲۰۵تنه مړه او تر ۳۶۴۰زیات ټپیان شوي دي. همدارنګه، په سلګونو کورونه نړېدلي، ښوونځي، جوماتونه او کلینیکونه زیانمن شوي او زرګونه کورنۍ د ژوند تېرولو لپاره بې له سرپناه پاتې دي.
په عین وخت کې د زلزلو له امله د څښاک اوبو ککړتیا د «وبا» د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي او د روغتیايي مرکزونو د وسایلو کمښت د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
حجه لحبیب ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه له افغان ولس سره د دوامدارې مرستې ژمنه لري او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، څو د زیانمنو سیمو خلکو ته بېړنۍ مرستې په وخت ورسېږي.
هغې زیاته کړه، چې د طبیعي ناورینونو، اقتصادي ستونزو او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له سختو ننګونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د ژغورنې او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ګډ، منظم او اغېزمن اقدام وکړي.


سبا (چهارشنبه د تلې ۱۶مه) به د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د «افغان ښځو لپاره ولسي محکمه» پیل شي. په دې دوه ورځنۍ محکمه کې به د «افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایتونه» وارزول شي او یو شمېر هغه افغان ښځې او نجونې چې له طالبانو متضررې شوې، شهادت هم ورکړي.
د تېرې دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) یادې محکمې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو ځپنې د مستندولو لپاره د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ۱۷ څارنوالان، متخصصین او قاضیان معرفي کړل.
دغې محکمې ته له افغانستان څخه ۳ کسان هر یو یې ازاده راز محمد، محب مدثر او بنفشه یعقوبي د څارنوالانو، له برېتانیا او هسپانیا څخه ۲- ۲ کسان، له ایران او افغانستان څخه یو- یو کس د متخصصینو، له هسپانیا ۳ کسان، له افغانستان، مصر، ایټالیا، سوېلي افریقا او هند څخه یو- یو کس د قاضیانو په توګه معرفي شوي دي.

دغه محکمه په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د ځپنې په تړاو شواهد راټولوي او له ارزونو وروسته خپلې موندنې رسمي نړۍوالو قضايي بنسټونو ته وړاندې کوي.
د دغې محکمې جوړوونکي وايي، اصلي موخه یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپنې مستندول او په دې برخه کې ځواب ورکړې ته د طالبانو اړ کول دي او زیاتوي: «له رسمي قضايي بنسټونو سربېره د افغان ښځو د حقونو ورکړې د تقویت او ځواب ورکړې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره د دغه ډول ولسي میکانیزم رامنځته کول ډېر مهم و.»
د دغې ولسي محکمې لومړنۍ اعلامیه به د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۸مه» صادره او وروستی حکم به په لېندۍ میاشت کې صادر شي.
دغه ولسي محکمه سره له دې چې الزامي قانوني اجرايي واک نهلري او غیر رسمي ده، خو کېدای شي د طالبانو لپاره په سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي برخو کې سرخوږی جوړ او همداراز به د طالبانو په تړاو د رسمي قضايي بنسټونو پر پرېکړو اغېز وکړي.
د شنونکو په باور، په دغې محکمه کې به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو د کړاونو او ناخوالو په تړاو د نړۍوالو معلومات ډېر او ورسره به پر نړۍوالې ټولنې فشارونه زیات شي، څو د طالبانو پر وړاندې لا ډېر اقدامات وکړي.
دغه محکمه د رواداي، د افغانستان د بشري حقونو او ولسواکۍ سازمان، د بشري حقونو د مدافعانو او د سیاسي مطالعې د څېړنیز سازمانونو د ګډ اېتلاف او د مادرید د وکیلانو ټولنې له لوري جوړېږي.
او دا چې دغه ولسي محکمه کولی شي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو په پالیسیو کې بدلون راولي؟ ځواب منفي دی، ځکه دغې ډلې د نړۍوالو محکمو او فشارونو ته ډېر محدود غبرګون ښودلی دی.
خو له دې ټولو سره سره د بشري حقونو اړوندو ډېریو کورنیو او نړۍوالو بنسټونو د دغې محکمې له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو لپاره د بښنې نړۍوال سازمان استازې جویس بوکورو وایي، چې دا بنسټ د افغان ښځو او بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو عدالت غوښتنه یوازې د ګډ نړۍوال اقدام له لارې شونې ده.
نوموړې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، د عدالت د تامین او د جنایتونو د معافیت د پای ته رسولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړ کړي.
جویس بوکورو زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض، د بشري حقونو له مدافعانو سره تاوتریخوالی او سرغړونکو ته د سزا نه ورکولو فرهنګ د نړۍوال څار او عدلي تعقیب غوښتنه کوي.
نوموړې د بشري حقونو د مدافعانو د شبکې (HRD+) هم وغوښتل، چې په نیویارک کې خپله ونډه نوره هم پیاوړې کړي، څو د بشري حقونو د مدافعانو ترمنځ ګډه همغږي او اغېزمنه مدني مدافعه لا پیاوړې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغان مېرمنو، فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو خوندیتوب او د خپلواک څېړنیز میکانېزم د عملي کېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د هغوی غږ د نړۍوالو پرېکړو په مرکز کې وساتي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان فعالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز او د مدني فضا محدودېدل د عدالت او حساب ورکونې اړتیا نوره هم ډېره کړې ده، هغه اړتیا چې د بوکورو په وینا «یوازې د یوه ګډ نړۍوال اقدام له لارې پوره کېدای شي.»

نړۍوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان سیمه ییز اقتصادي وضعیت د ښهوالي نښې ښکاره شوې دي او تمه ده، چې د ۲۰۲۵کال اقتصادي وده ۲.۸سلنې ته ورسېږي.
راپور وايي، سره له دې چې نړۍواله ناثباتي، د سوداګرۍ د تګلارو بدلونونه او روانې شخړې لا هم د سیمې د اقتصاد پر وړاندې ګواښونه دي، خو د ځینو هېوادونو اقتصادي اصلاحات او پانګونې د مثبت بدلون نښې ښيي.
د راپور له مخې، د سیمې په هغو هېوادونو کې چې د تېلو واردوونکي دي لکه افغانستان، د خصوصي سکټور د فعالیتونو، د کرنې د بیا راژوندي کېدو او د داخلي پانګونې له امله د اقتصادي وضعیت د نسبي ښهوالي تمه کېږي.
نړۍوال بانک ټینګار کړی، چې د ښځو د کار بازار ته د لا زیاتې ونډې برابرول د سیمې د اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري. راپور زیاتوي، چې په سیمه کې له پنځو ښځو یوازې یوه یې په رسمي توګه د کار په بازار کې ګډون لري، چې دا د نړۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.
په نړۍوال بانک کې د افغانستان، منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان د څانګې مرستیال عثمان دیون ویلي: «موږ باید په بازار کې د ښځو د ګډون د خنډونو د لرې کولو لپاره زړور او پراخ اقدامات وکړو، ځکه د ښځو د پوره ظرفیت کارول کولای شي د سیمې اقتصاد له بنسټه بدل کړي.»
د راپور له مخې، د ښځو د کار ونډې زیاتوالی کولای شي د هېوادونو د عادي وګړو عاید له ۲۰تر ۳۰سلنې پورې لوړ کړي او دا ګټه د افغانستان او ورته اقتصادونو لپاره هم اغېزمنه بلل شوې ده.
نړۍوال بانک زیاته کړې، چې د سیمهییزو اصلاحاتو ترڅنګ، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي ګډون او د کرنې ملاتړ بنسټیز رول لري.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت زرګونه مسلکي کارکوونکي، استادان، او دولتي مامورین له خپلو دندو اېستل شوي او پر ځای یې د طالبانو د ډلې اړوند ملایان او نږدې کسان ګومارل شوي دي. د دغو بدلونونو له امله نه یوازې د ادارو د وړتیا کچه راټیټه شوې، بلکې د هېواد د اقتصاد، تعلیم، روغتیا او اداري خدماتو پر بنسټیزو برخو یې هم ژورې منفي اغېزې کړې دي.
له دې سره، ګڼ شمېر بشردوستانه بنسټونه او نړۍوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ، بېروزګارۍ، لوږې او د زرګونو کډوالو د ستنېدو له امله د احتمالي انساني ناورین خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په وینا، که نړۍواله ټولنه ژر تر ژره له افغان ولس سره مالي او بشري مرسته ونه کړي، نو د میلیونونو افغانانو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او بېځایه شوې کورنۍ چې اوس د سخت ژمي او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د «مسکو فارمټ» مشورتي غونډې ته په اشارې سره وایي، د منځني ختیځ او سوېلي اسیا د سیالیو په لوبه کې د افغانستان ژغورل د طالبانو له وسه وتلی کار دی. نوموړی زیاتوي، طالبان باید د هېواد د ژغورنې لپاره د یوه پراخ ملي حکومت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
افراسیاب خټک د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ او سوېلي اسیا د لویو قدرتونو د تودو لوبو پر میدان بدلېدونکی دی.
خټک د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو او همداراز د بګرام په تړاو د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو وايي: «پاکستان امریکا ته ورجوخت شوی، د امریکا نظر په بګرام دی.»
افراسیاب خټک په مسکو کې د افغانستان په تړاو د مسکو مشورتي نننۍ غونډې په تړاو وايي، چې په مسکو کې چین، روس او ایران د امریکا د نفوذ مخنیوي ته راغونډ شوي او نوموړی زیاتوي: «له نوې جګړې څخه د هېواد ژغورل د طالبانو د وس کار نه دی، دوی باید یوه پراخ ملي حکومت ته لار پرېږدي.»
د یادونې وړ ده، چې د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه په مسکو کې د «مسکو مشورتي» اوومه غونډه د امیرخان متقي په ګډون د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په حضور سره ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې د بشري حقونو د شورا د پرېکړې له مخې، د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړېدل د عدالت پر لور مهم ګام دی.
نوموړی زیاتوي، دا اقدام به د تېرو لسیزو د بشري حقونو د سرغړونو اسناد راټول او د عدالت د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.
ریچارډ بېنېټ چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دې نوې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا میکانېزم به د هغو جدي جنایتونو او سرغړونو د اسنادو په راټولولو، ساتلو او تحلیل کې مرسته وکړي، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې ترسره شوي دي.
بېنېټ زیاته کړه: «د دې خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړېدل د افغانانو د عدالت غوښتنې په اوږده مزل کې یو تاریخي ګام دی. د اسنادو راټولول او د قضیو د دوسیو جوړول به د راتلونکو عدلي تعقیبونو لپاره زمینه برابره کړي، څو د بشري حقونو د جدي سرغړونو مسوولین حساب ورکړي.»
نوموړي دا پرېکړه د هغو کسانو د زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله وبلله، چې له کلونو راهیسې د عدالت غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بېنېټ د دندې موده هم د بشري حقونو شورا له خوا تمدید شوې ده. هغه وویل: «زه به د خپلې دندې د دوام له لارې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څارنه او راپور ورکول روان وساتم او له ټولو اړخونو سره به د همکارۍ لارې لټوم، څو وضعیت ښه شي.»
بېنېټ ټینګار وکړ، چې دا نوې کمېټه به د جرمونو نړۍوالې محکمې (اې سي سي) له هڅو سره مرسته وکړي، خو اړتیا ده چې ملګري ملتونه او غړي هېوادونه ورته کافي سرچینې ورکړي، څو دا کمېټه ژر فعاله شي او له افغان قربانیانو سره مستقیم تماس وساتي.
هغه د جرمونو نړۍوالې محکمې د روانو څېړنو، د ځینو هېوادونو له لوري د افغانستان د ښځو د حقونو د نقض د قضیو د څارنې او د نړۍوال عدلي واک له لارې د عدالت د نورو لارو د پلټنې ملاتړ وکړ.
بېنېټ یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د جنسیت بر بنسټ تبعیض یا د ښځوالۍ پر بنسټ د جلاوالي سیسټم د نړۍوال جنایت په توګه په نړۍوال قانون کې شامل شي.
ریچارډ بېنېټ ټینګار وکړ، چې دا کمېټه باید د یوې پراخې تګلارې برخه وي چې د افغانستان د بشري حقونو د ښهوالي، د ښځو د ګډون، د بشري مرستو زیاتوالي او د مدني ټولنې د ملاتړ لپاره عملي ګامونه ولري.
هغه وویل: «یوازې یو څېړنیز میکانېزم نه شي کولای د افغانستان ټول بحران حل کړي. موږ داسې پراخ او ګډ عمل ته اړتیا لرو چې عدلي هڅې، د ښځو د حقونو بیا احیا، بشري مرستې او د افغان مدني ټولنې ملاتړ سره یو ځای کړي.»
بېنېټ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو په مستقیم او خوندي ګډون ترسره شي.