• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد د نسبي ثبات په لور روان دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

نړۍوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان سیمه ییز اقتصادي وضعیت د ښه‌والي نښې ښکاره شوې دي او تمه ده، چې د ۲۰۲۵کال اقتصادي وده ۲.۸سلنې ته ورسېږي.

راپور وايي، سره له دې چې نړۍواله نا‌ثباتي، د سوداګرۍ د تګلارو بدلونونه او روانې شخړې لا هم د سیمې د اقتصاد پر وړاندې ګواښونه دي، خو د ځینو هېوادونو اقتصادي اصلاحات او پانګونې د مثبت بدلون نښې ښيي.

د راپور له مخې، د سیمې په هغو هېوادونو کې چې د تېلو واردوونکي دي لکه افغانستان، د خصوصي سکټور د فعالیتونو، د کرنې د بیا راژوندي کېدو او د داخلي پانګونې له امله د اقتصادي وضعیت د نسبي ښه‌والي تمه کېږي.

نړۍوال بانک ټینګار کړی، چې د ښځو د کار بازار ته د لا زیاتې ونډې برابرول د سیمې د اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري. راپور زیاتوي، چې په سیمه کې له پنځو ښځو یوازې یوه یې په رسمي توګه د کار په بازار کې ګډون لري، چې دا د نړۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.

په نړۍوال بانک کې د افغانستان، منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان د څانګې مرستیال عثمان دیون ویلي: «موږ باید په بازار کې د ښځو د ګډون د خنډونو د لرې کولو لپاره زړور او ‌پراخ اقدامات وکړو، ځکه د ښځو د پوره ظرفیت کارول کولای شي د سیمې اقتصاد له بنسټه بدل کړي.»

د راپور له مخې، د ښځو د کار ونډې زیاتوالی کولای شي د هېوادونو د عادي وګړو عاید له ۲۰تر ۳۰سلنې پورې لوړ کړي او دا ګټه د افغانستان او ورته اقتصادونو لپاره هم اغېزمنه بلل شوې ده.

نړۍوال بانک زیاته کړې، چې د سیمه‌ییزو اصلاحاتو ترڅنګ، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي ګډون او د کرنې ملاتړ بنسټیز رول لري.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت زرګونه مسلکي کارکوونکي، استادان، او دولتي مامورین له خپلو دندو اېستل شوي او پر ځای یې د طالبانو د ډلې اړوند ملایان او نږدې کسان ګومارل شوي دي. د دغو بدلونونو له امله نه یوازې د ادارو د وړتیا کچه راټیټه شوې، بلکې د هېواد د اقتصاد، تعلیم، روغتیا او اداري خدماتو پر بنسټیزو برخو یې هم ژورې منفي اغېزې کړې دي.

له دې سره، ګڼ شمېر بشردوستانه بنسټونه او نړۍوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ، بې‌روزګارۍ، لوږې او د زرګونو کډوالو د ستنېدو له امله د احتمالي انساني ناورین خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په وینا، که نړۍواله ټولنه ژر تر ژره له افغان ولس سره مالي او بشري مرسته ونه کړي، نو د میلیونونو افغانانو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او بې‌ځایه شوې کورنۍ چې اوس د سخت ژمي او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

افراسیاب خټک: په روانو نړۍوالو لوبو کې د افغانستان ژغورل د طالبانو د وس کار نه دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۱

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د «مسکو فارمټ» مشورتي غونډې ته په اشارې سره وایي، د منځني ختیځ او سوېلي اسیا د سیالیو په لوبه کې د افغانستان ژغورل د طالبانو له وسه وتلی کار دی. نوموړی زیاتوي، طالبان باید د هېواد د ژغورنې لپاره د یوه پراخ ملي حکومت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

افراسیاب خټک د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ او سوېلي اسیا د لویو قدرتونو د تودو لوبو پر میدان بدلېدونکی دی.

خټک د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو او همداراز د بګرام په تړاو د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو وايي: «پاکستان امریکا ته ورجوخت شوی، د امریکا نظر په بګرام دی.»

افراسیاب خټک په مسکو کې د افغانستان په تړاو د مسکو مشورتي نننۍ غونډې په تړاو وايي، چې په مسکو کې چین، روس او ایران د امریکا د نفوذ مخنیوي ته راغونډ شوي او نوموړی زیاتوي: «له نوې جګړې څخه د هېواد ژغورل د طالبانو د وس کار نه دی، دوی باید یوه پراخ ملي حکومت ته لار پرېږدي.»

د یادونې وړ ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه په مسکو کې د «مسکو مشورتي» اوومه غونډه د امیرخان متقي په ګډون د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په حضور سره ترسره شوه.

نرېندرا مودي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي. د خبرو پر مهال، لومړي وزیر مودي ولسمشر پوتین ته د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.

د روسیې حکومت د اعلامیې له مخې، نرېندرا مودي ولسمشر پوتین ته د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د اوږد عمر، روغتیا او لا زیاتې بریا هیله څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.

پوتین هر کال د اکټوبر په ۷مه د خپلې زوکړې ورځ نمانځي. د هند او روسیې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې نږدې پاتې دي او دواړه هېوادونه د دفاع، انرژۍ او ټېکنالوژۍ په برخو کې نږدې همکارۍ لري.

سنټکام: په سوریه کې مو د القاعده اړوند یو لوړپوړی ترهکریز پلان جوړوونکی وژلی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ځواکونو ویلي، چې د اکټوبر پر دویمه نېټه یې په سوریه کې یو دقیق هوايي برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې د القاعده ډلې اړوند یو لوړپوړی ترهګریز پلان جوړوونکی وژلی دی.

د سنټکام په اعلامیه کې ویل شوي، چې وژل شوی کس محمد عبدالوهاب الاحمد نومېږي، چې د القاعده له اړوندې ډلې «انصارالاسلام» سره یې تړاو درلود.

د سنټکام قوماندان اډمیرل براډ کوپر ویلي: «په منځني ختیځ کې مېشت امریکایي ځواکونه لا هم چمتو دي چې د ترهګرو د هر ډول پلان، تنظیم او برید هڅې ګډوډې کړي. موږ به د خپل هېواد، پوځیانو، متحدینو او سیمه‌ییزو شریکانو دفاع ته دوام ورکړو.»

د امریکا پوځ وايي، چې دغه عملیات د سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت او د نړۍوال ترورېزم د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

سنټکام زیاتوي، چې د دغه برید پر مهال ملکي وګړو ته د زیان رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د پېښې ارزونه روانه ده.

ریچار‌‌ډ بېنېټ: د افغانستان د عدالت غوښتنې مزل تاریخي پړاو ته داخل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې د بشري حقونو د شورا د پرېکړې له مخې، د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړېدل د عدالت پر لور مهم ګام دی.

نوموړی زیاتوي، دا اقدام به د تېرو لسیزو د بشري حقونو د سرغړونو اسناد راټول او د عدالت د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.

ریچارډ بېنېټ چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دې نوې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا میکانېزم به د هغو جدي جنایتونو او سرغړونو د اسنادو په راټولولو، ساتلو او تحلیل کې مرسته وکړي، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې ترسره شوي دي.

بېنېټ زیاته کړه: «د دې خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړېدل د افغانانو د عدالت غوښتنې په اوږده مزل کې یو تاریخي ګام دی. د اسنادو راټولول او د قضیو د دوسیو جوړول به د راتلونکو عدلي تعقیبونو لپاره زمینه برابره کړي، څو د بشري حقونو د جدي سرغړونو مسوولین حساب ورکړي.»

نوموړي دا پرېکړه د هغو کسانو د زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله وبلله، چې له کلونو راهیسې د عدالت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بېنېټ د دندې موده هم د بشري حقونو شورا له خوا تمدید شوې ده. هغه وویل: «زه به د خپلې دندې د دوام له لارې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څارنه او راپور ورکول روان وساتم او له ټولو اړخونو سره به د همکارۍ لارې لټوم، څو وضعیت ښه شي.»

بېنېټ ټینګار وکړ، چې دا نوې کمېټه به د جرمونو نړۍوالې محکمې (اې سي سي) له هڅو سره مرسته وکړي، خو اړتیا ده چې ملګري ملتونه او غړي هېوادونه ورته کافي سرچینې ورکړي، څو دا کمېټه ژر فعاله شي او له افغان قربانیانو سره مستقیم تماس وساتي.

هغه د جرمونو نړۍوالې محکمې د روانو څېړنو، د ځینو هېوادونو له لوري د افغانستان د ښځو د حقونو د نقض د قضیو د څارنې او د نړۍوال عدلي واک له لارې د عدالت د نورو لارو د پلټنې ملاتړ وکړ.

بېنېټ یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د جنسیت بر بنسټ تبعیض یا د ښځوالۍ پر بنسټ د جلاوالي سیسټم د نړۍوال جنایت په توګه په نړۍوال قانون کې شامل شي.

ریچارډ بېنېټ ټینګار وکړ، چې دا کمېټه باید د یوې پراخې تګلارې برخه وي چې د افغانستان د بشري حقونو د ښه‌والي، د ښځو د ګډون، د بشري مرستو زیاتوالي او د مدني ټولنې د ملاتړ لپاره عملي ګامونه ولري.

هغه وویل: «یوازې یو څېړنیز میکانېزم نه شي کولای د افغانستان ټول بحران حل کړي. موږ داسې پراخ او ګډ عمل ته اړتیا لرو چې عدلي هڅې، د ښځو د حقونو بیا احیا، بشري مرستې او د افغان مدني ټولنې ملاتړ سره یو ځای کړي.»

بېنېټ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو په مستقیم او خوندي ګډون ترسره شي.

ظاهر اغبر: د «مسکو فارمټ» غونډه د روسیې او امریکا تر منځ د ګټو د سیالۍ محور دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر د «مسکو فارمټ» غونډې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې خبرې هغه مهال ګټورې دي، چې محور یې افغان ملت وي. نوموړي زیاته کړې، اوس دا غونډه د روسیې او امریکا تر منځ د ګټو د سیالۍ محور ګرځېدلې ده.

د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه په مسکو کې د «مسکو مشورتي» اوومه غونډه د امیرخان متقي په ګډون د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په حضور سره ترسره شوه.

د مسکو فارمټ برخه والو له طالبانو سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاریو ته تیاری وښود | افغانستان انټرنشنل پښتو

ظاهر اغبر دغې غونډې ته په غبرګون کې په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت له لارې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د راتلونکې په تړاو خبرې اترې هغه مهال ګټورې کېدای شي، چې محور یې افغان ملت وي، هغه ملت چې د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو له امله قرباني دي.

د نوموړي په باور، طالبان هېڅ ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او دوی په افغانستان کې یوه سخت دریځه او د بشري حقونو ښکاره ناقضین دي.

ظاهر اغبر زیاتوي: «په خواشینۍ سره د مسکو وروستۍ غونډه د دې پر ځای چې باید د افغانستان د ناورین د حل په تړاو جوړه شوې وای، د لویو قدرتونو او په ځانګړې توګه د روسیې او امریکا د ګټو د سیالۍ محور دی.»

د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان د انساني ژوند له شدیدو محدودیتونو او فقر سره شپې او ورځې تېروي، د امریکا میلیون ډالري اقتصادي مرستې لا هم په غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسېږي او همداراز زیاتوي: «روسیه هم د ژيوپولیتیکو سیالیو له امله طالبانو ته امتیازات ورکړي، څو له هغوی څخه د خپلو ګټو په چوکاټ کې استفاده وکړي او په دې منځ کې افغانان تاواني دي.»

اغبر همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید بیا ځلي د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او معاملې پر میدان بدل نه‌شي او زیاتوي: «افغانستان تل پاتې سولې، ټولنیز عدالت او داسې دولت ته اړتیا لري، چې د افغانانو په ازادې ارادې سره جوړ شي، نه د بهرنيانو په ارادې او یاهم نظامي لارو.»

نوموړي له ټولو هېوادونو، نړۍوالو سازمانو او د مسکو فارمټ له غړو غوښتي چې د افغان ولس غږ واوري او په تعاملاتو کې د دغه هېواد د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.