• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي: موږ د غزې د سولې د هوکړې د بشپړ تطبیق ملاتړ کوو

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس او اسراییل ترمنځ د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان پر بنسټ د غزې د سولې د هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې ملګري ملتونه به د هغې د بشپړ تطبیق ملاتړ وکړي.

انتونیو ګوټرېش وویل: «زه د دې مهم پرمختګ په منځګړیتوب کې د متحده ایالاتو، قطر، مصر او ترکیې د ډیپلوماتیکو هڅو قدر داني کوم.»
نوموړي زیاته کړه: «زه له ټولو خواوو غواړم چې په بشپړ ډول د هوکړې د موادو پابند پاتې شي. ټول بندیان باید په درناوي ازاد شي. دایمي اوربند باید ټینګ شي. انساني مرستې او اړین سوداګریز توکي باید بې ځنډه او پرته له خنډه غزې ته ورسېږي. دا کړاو او ځور باید پای ته ورسېږي.»
ګوټرېش همداراز وویل: «ملګري ملتونه به د دې هوکړې د بشپړ تطبیق ملاتړ وکړي او د دوامداره او اصولي بشردوستانه مرستو رسولو ته به وده ورکړي او موږ به په غزه کې د بیا رغونې او د وضعیت د ښه والي هڅې پرمخ یوسو.»

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

بنیامین نتنیاهو: ډېر ژر به یرغمل شوي اسرایلیان خپلو کورونو ته راستانه شي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.

بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو له‌خوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي ‌کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.

هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې ‌خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.

ټرمپ: د غزې د سولې تړون نهايي کېدو ته نږدې دی او کېدای شي ډېر ژر منځني ختیځ ته سفر وکړم

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دی د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه سوله‌ییز تړون د نهایی کېدو په درشل کې دی او کېدای شي چې په نږدې ورځو کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

ټرمپ ویلي، چې د ده په مشرۍ د جوړ شوي سوله‌ییز وړاندیز خبرې ډېرې پرمخ تللې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه: «ښکاري چې له حماس سره خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي.»

ټرمپ همدارنګه وویل، که چیرې خبرې اترې د پلان له مخې پر مخ ولاړې شي، نو دی به د راتلونکې اوونۍ په پای کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو د ستونزو د حل لپاره په لویه کچه تابیا نیول شوې ده

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې له درېیو نورو چارواکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ویلي، چې د راستنېدونکو او په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د دغې ډلې د معلوماتو او احصایې ادارې او د ټرانسپورت او هوايي چلند او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د دوی لومړیتوب دی.

هغه همداراز د راستنو شویو او په بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «دوی په لویه کچه د کډوالو ستونزو حل ته تابیا نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سربېره ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اېستنې ته ملا تړلې او یوازې د روان کال په لړ کې څه باندې ۱ میلیون افغانان بېرته هېواد ته په زوره ستنول شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

دغه ستانه شوي افغانان په کور دننه د سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځينې یې چې په تېر نظام کې دولتي او په ځانګړې توګه نظامي دندې درلودې او د ناچارۍ له امله لږ تر لږه ګاونډیو هېوادونو ته تللي و او هغوی هم په زوره بېرته اېستلي، نو دوی د خپل د سر د ګواښ اندېښنه هم لري.

طالبانو د هبت الله اخوندزاده په فرمان په هرات کې د ښځو په ګډون ۱۶۰بندیان خوشې کړل

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱
100%

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ یې د هرات له مرکزي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰ بندیان خوشې کړي او د یو شمېر زندانیانو د بند موده یې کمه کړې ده.

په هرات کې د طالبانو د مرکزي زندان رییس ملا شراف الدین مخلص نن د چارشنبې په ورځ، د تلې ۱۶مه وویل، چې یاد زندانیان یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې خوشې کړې دي.

طالبانو د یادو زندانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي د بېلابېلو جرمونو په تور د هرات په مرکزي زندان کې بندیان وو.

په ورته وخت کې طالبانو ویلي، چې دمګړی د هرات په مرکزي زندان کې له درې زرو ډېر کسان بندیان دي.

ایرانی چارواکی: د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۷ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مشر محمدرضا بهرامي وایي، چې د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. هغه وایي، د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرله‌پسې فعاليتونه د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی.

هغه وایي:« د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. باید د داعش خراسان ډلې ټول هغه فعالیتونه ودرول شي، چې د سیمې له جغرافیې څخه استفاده کوي.»

نوموړي دارنګه د مسکو فارمټ په غونډه کې د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا پر اړتیا ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې:« موږ د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا، د پېچلتیاوو لرې کولو او د دوه‌ اړخيزو همکاریو او په ځانګړې توګه په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌وال اوسېږي او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.

هغه ویلي، چې باید په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وشي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.