• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو د ستونزو د حل لپاره په لویه کچه تابیا نیول شوې ده

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې له درېیو نورو چارواکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ویلي، چې د راستنېدونکو او په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د دغې ډلې د معلوماتو او احصایې ادارې او د ټرانسپورت او هوايي چلند او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د دوی لومړیتوب دی.

هغه همداراز د راستنو شویو او په بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «دوی په لویه کچه د کډوالو ستونزو حل ته تابیا نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سربېره ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اېستنې ته ملا تړلې او یوازې د روان کال په لړ کې څه باندې ۱ میلیون افغانان بېرته هېواد ته په زوره ستنول شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

دغه ستانه شوي افغانان په کور دننه د سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځينې یې چې په تېر نظام کې دولتي او په ځانګړې توګه نظامي دندې درلودې او د ناچارۍ له امله لږ تر لږه ګاونډیو هېوادونو ته تللي و او هغوی هم په زوره بېرته اېستلي، نو دوی د خپل د سر د ګواښ اندېښنه هم لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

لانګ وار ژورنال: پاکستان هڅه کوي چې د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو پړه پر هند واچوي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۲ GMT+۱

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې د ۱۱ پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد پوځ ویلي چې دا برید د هند د استخباراتو په ملاتړ «ټي‌ټي‌پي» کړی دی. خو «لانګ وار ژورنال» ویلي، چې اسلام‌اباد د هند په تورنولو سره غواړي ځان له مسوولیت څخه خلاص کړي.

پاکستاني طالبانو تېره شپه د خېبرپښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د خپلو ۱۱ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ۱۹ وسله‌وال یې هم وژلي دي.

خو پوځ ویلي، یاد برید د «هندي استخباراتو ملاتړې ډلې فتنه الخوارج» له لوري شوی.

د پاکستان پوځ په خپلو خبرپاڼو کې پاکستاني طالبانو ته د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي.

د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، اورکزي ولسوالۍ د «جماعت‌الاحرار» مرکز بلل کېږي. دا ډله د پاکستاني طالبانو یوه خطرناکه څانګه ده، چې له القاعده او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

دغه ډله د عمر خالد خراساني تر مشرۍ لاندې فعاله وه او نوموړی د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی.

د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، عمر خالد خراساني د القاعده پخواني مشر اېمن‌الظواهري ته پناه ورکړې وه او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پر بریدونو یې په ښکاره خوښي څرګنده کړې وه.

د راپورونو له مخې، «ټي‌ټي‌پي» د ۲۰۲۲ کال د نومبر له میاشتې راهیسې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د شوې اوربند د لغوه کېدو وروسته، یو ځل بیا په ټوله پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د ۲۰۲۴ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان لپاره د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي او دا ډله د هند د استخباراتو پروژه بولي، خو لانګ ژورنال په خپل راپور کې ویلي چې د شواهدو له مخې، پاکستان خپله د یادې ډلې د بنسټ اېښودنې او ملاتړ اصلي عامل دی.

دغه رسنۍ ویلي: «پاکستان د ۱۹۹۴ کال راهیسې د افغان طالبانو ملاتړ کړی او هغوی یې د خپل ستراتیژیک نفوذ د ژورولو لپاره د یوې جغرافیايي او پوځي وسیلې په توګه کارولي، څو د خپل اصلي سیال «هند» پر وړاندې د فشار توازن وساتي.»

«لانګ وار ژورنال» ویلي، سره له دې چې طالبانو القاعده ته پناه ورکړې وه، خو پاکستان یې ملاتړ کاوه. راپور کې لیکل شوي: «پاکستان ځان د امریکا متحد باله، خو په پټه یې افغان طالبانو ته د پناه او وسلو ملاتړ برابر کړی و.»

په راپور کې ویل شوي، چې د «ټي‌ټي‌پي» ډله د افغان طالبانو، القاعده او د پاکستان د ملاتړ لرونکو نورو ډلو لکه لښکر طیبه او حرکت المجاهدین په مرسته رامنځته شوې ده.

«لانګ وار ژورنال» ویلي، چې د «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړو کې نږدې ۱۰۰ زره پاکستانیان وژل شوي او د خېبرپښتونخوا ډېری سیمې یې ویجاړې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې که څه هم د پاکستان پوځ له لسو کلونو جګړې وروسته د «ټي‌ټي‌پي» ظاهري کنټرول پای ته ورساوه، خو دغه ډله بېرته په افغانستان کې راټوله شوه.

د ملګرو ملتونو د څار او بندیزونو ډلې په خپل د ۲۰۲۴ کال راپور کې ویلي، چې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې په پراخه کچه فعاله ده او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.

ایران د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د ایران له سفیر علي‌ رضا بیکدلي سره په کابل کې د لیدنې پر مهال د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د درملو او طبي وسایلو د وارداتو او د کابل او بامیان روغتونونو د جوړېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو د افشار او بامیان د روغتونونو د جوړېدو، او د سرطان په ګډون په مهمو طبي برخو کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، جلالي د لیدنې پر مهال ویلي، چې وزارت هڅه کوي د افغان روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو ترڅنګ، د درملو او پرمختللو وسایلو واردولو، د واکسین د کورني تولید او نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګونه وشي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ایران سفیر علي‌ رضا بیکدلي د افغانستان د روغتیا له سکتور سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې تهران به د افغان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

طالبان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد او ټاپ پروژې په عملي کېدو سلا شوي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس له ترکمن پلاوي سره په ګډه تخنیکي ناسته کې د هغو برېښنايي پروژو پر پرمختګ خبرې کړې دي، چې له مخې به یې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي.

د برېښنا شرکتد چارشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه وویل، چې په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي، د کرکي ـ کابل ۵۰۰ کیلوولټه لاین، د بادغیس د بالا مرغاب او د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، او د ټاپ(ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان) د برېښنا لېږد پروژه وڅېړل شوې.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان د برېښنا د نړیوالو پروژو عمومي رییس مراد ارتیکوف د افغانستان د برېښنا شرکت له تخنیکي همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې لا پراخې همکارۍ ته زمینه برابره کړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا خبرې اترې سبا د یو رسمي پروتوکول په لاسلیک پای ته ورسېږي، چې موخه یې د برېښنا د پروژو عملي کېدل او د سیمه‌ییزې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر چین ته په سفر ولاړ

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی نن چارشنبه (د تلې ۱۶مه)د ازادو زونونو د نړیوال سازمان په یوولسم کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.

یاده غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین د هاینان په ولایت کې د «نړیوالې ودې، سوداګرۍ او دوامدار نوښت پر لور دروازې» تر سرلیک لاندې ترسره کېږي.

په دې کانګرس کې د ازادو زونونو رول، د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا، د تجربو تبادله او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ارزول کېږي.

ازاد زون ځانګړې اقتصادي سیمه وي، چې حکومتونه د تجارت، پانګونې، وارداتو او صادراتو په برخه کې پکې ځانګړي اسانتیاوې رامنځته کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د دغه سازمان د مسوولینو په رسمي بلنه د وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به په دې غونډه کې وینا هم وکړي او له ګډونوالو وزیرانو سره به دوه‌اړخیزې لیدنې ولري.

یاده دې وي چې د دې کانګرس لسمه غونډه تېر کال په دوبۍ کې ترسره شوې وه.

د مادرید ولسي محکمه؛ د افغان ښځو د عدالت نړۍوال غږ

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د طالب چارواکو د محاکمې لپاره د افغان مېرمنو ولسي محکمه چې موخه یې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د ترسره شویو سیستماتیکو جنایتونو مستندول او نړۍ ته ښودل دي، د عدالت په برخه کې یو بې ساری ګام دی. عدالت که د مادرید له یوې کوټې هم پیل شي، د تاریخ لوری بدلولی شي.

که څه هم دا محکمه قانوني واک نه لري، خو د بشري عدالت، نړۍوال وجدان او سیاسي مشروعیت په ډګر کې ارزښتمنه ده.

دغې محکمې ته د بشري حقونو مدافعینو، څارنوالانو، قاضیانو او څېړونکو یو نړۍوال ټیم راغونډ شوی، چې له افغانستان، برېتانیا، هسپانیا، ایران، هند، مصر، سویلي افریقا او ایټالیا څخه ۱۷ متخصصین پکې برخه لري.

دا محکمه د افغان ښځو لپاره یوازې یو سمبولیک عدالت نه، بلکې د نړۍوال وجدان یو راپور دی. افغان ښځې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري له تعلیم، کار، سفر، سیاسي ګډون او عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، اوس د مادرید د محکمې له لارې خپل غږ نړۍ ته رسوي.

د ولسي محکمې اهمیت؛ د وجدان عدالت

که څه هم دا محکمه رسمي قانوني واک نه لري، خو د بشري عدالت د "وجدان محکمې" (Court of Conscience) په توګه بې‌ساری اهمیت لري. د بشري حقونو په نړۍوال تاریخ کې داسې ولسي محکمې تل د رسمي عدالت د سیاسي چوپتیا پر ضد را پورته شوې دي.

په ۱۹۶۶م کال کې د ویتنام جګړې پر مهال د فیلسوف برتراند رسل او ژان پال سارتر په مشرۍ لومړنۍ نړۍواله ولسي محکمه جوړه شوه چې د امریکا د جګړې جنایتونه یې ثبت کړل. دې محکمې هېڅ قانوني واک نه درلود، خو د نړۍوالو د وجدان په کچه یې د ویتنام د جګړې په اړه د نړۍ دریځ بدل کړ.

همدا ډول په ۲۰۱۷م کال کې د میانمار پر پوځ د روهینګیا مسلمانانو د وژنو او بې‌کوره کولو په تړاو د "Permanent Peoples Tribunal" له لوري ولسي محکمه جوړه شوه، چې د نړۍواېل جزایي محکمې د څېړنو لپاره یې بنسټیز اسناد برابر کړل.

د مادرید ولسي محکمه هم د همدې سنت تسلسل دی، د هغو قربانیانو لپاره د عدالت غږ دی چې نړۍ یې د ظلم پر وړاندې چوپه پاتې شوې ده.

د محکمې موخې او جوړښت

د محکمې جوړونکي وایي چې دوه موخې لري:
۱. د طالبانو له‌خوا د ښځو د سیسټماټیکې ځپنې مستندول.
۲. د نړۍوال عدالت او د طالبانو د ځواب‌وینې د هڅونې لپاره شواهد راټولول.

دغه محکمه به د هغو ښځو شهادتونه اوري چې د طالبانو د زندانونو، تاوتریخوالي، شړلو او تعلیمي محرومیت قربانیانې دي.

د دوی کیسې به ثبت او د نړۍوالو قضايي بنسټونو لکه د International Criminal Court (ICC) او UN Human Rights Council سره شریکې شي، څو دا جنایتونه د بشریت پر وړاندې د جرمونو په توګه وڅېړل شي.

پر طالبانو سیاسي او اخلاقي اغېز

طالبان به ښايي د دې محکمې پر وړاندې ښکاره غبرګون ونه ښيي، خو دا اقدام د هغوی لپاره یو سیاسي او اخلاقي زیان دی. د ولسي محکمې له لارې د طالبانو د کړنو مستندول به د نړۍوالو د فشارونو د زیاتېدو سبب شي، ځکه دا شواهد د هغوی د "سیسټماټیکو جنایتونو" د ثبوت لپاره بنسټیز رول لري.

طالبان د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، خو د دغې محکمې له لارې نړۍ ته دا پیغام رسیږي چې دا ډله لا هم د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون د حاکمیت په وړاندې ولاړه ده.

دا ډول ولسي محکمه د طالبانو د نړۍوالې انزوا یو بل ګام دی، چې ښيي نړۍ د هغوی د پالیسیو عادي کولو ته نه چمتو ده.

نړۍوالو ته پیغام

د مادرید ولسي محکمه نړۍوالو ته یو ښکاره پیغام ورکوي: عدالت نه باید د قدرت، سیاست او جغرافیې قرباني شي.

د بشري حقونو نړۍوال نظام له اوږدې مودې د افغانستان د ښځو پر وضعیت چوپ پاتې شوی دی. د ملګرو ملتونو په دننه کې هم ځینې هېوادونه د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې د هڅو ملاتړ کوي؛ خو دا ولسي محکمه د نړۍوالې مدني ټولنې یو ګډ غږ دی، چې ښيي د وجدان عدالت لا ژوندی دی.

دا یو اخلاقي یادښت دی چې د افغان ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ محرومول یوازې د یو هېواد داخلي مساله نه ده، بلکې د بشري تمدن د بنسټونو سپکاوی دی.

د افغانستان دننه افغان مېرمنو ته پیغام

د هغو ښځو لپاره چې اوس په افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو لاندې ژوند کوي، د مادرید ولسي محکمه یو ژور پیغام لري چې تاسې یوازې نه یاست.

دوی ته دا ډاډ ورکوي چې د نړۍ په هر کونچ کې د عدالت لټون روان دی. که څه هم طالبانو د وېرې فضا جوړه کړې ده، خو دا محکمه ښيي چې هره افغانه ښځه د عدالت د مبارزې یوه برخه ده او د دوی غږ د تاریخ په حافظه کې ثبتېږي.

نړۍوال عدالت او راتلونکی

د مادرید ولسي محکمه یوه مهمه بېلګه رامنځته کوي چې ښيي د مدني عدالت نړۍوال میکانیزمونه څنګه کولای شي د رسمي عدالت تر سیاسي چوکاټونو بهر هم د ظلم پر وړاندې دریځ ونیسي.

دا ډول ولسي محکمې د نړۍوال قانون د پراختیا لپاره عملي لارښوونې وړاندې کوي چې مفهوم یې له بشري وجدان څخه تر عدلي عمل پورې احساسېدی شي.

دا محکمې د تاریخ د حافظې برخه ګرځي او هغه وخت چې رسمي بنسټونه چوپ وي، ولسي عدالت د قربانیانو د یاد او د جرم د مستندولو مسوولیت پر غاړه اخلي.

د مادرید ولسي محکمه د افغان ښځو د زړورتیا، د بشري وجدان د بیدارۍ او د نړۍوال عدالت د دوام یو سمبول دی. که څه هم دا محکمه طالبان په قانوني توګه نه شي محاکمه کولای، خو د هغوی سیاسي مشروعیت ته سخت زیان رسوي.

دا د هغو ښځو لپاره عدالت دی چې اوس هم په افغانستان کې چوپې، خو نه ماتېدونکې دي.