د ټرمپ او منځګړو له هڅو د حماس مننه: موږ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته رسېدلي یو

حماس په یوه رسمي اعلامیه کې تایید کړه، چې د جګړې د پای او د بندیانو د تبادلې لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي. حماس دې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځګړو له هڅو مننه وکړه.
