ټرمپ: نتنیاهو د غزې د هوکړې له امله ډېر خوښ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اکسیوس سره په خبرو کې د غزې د سولې د هوکړې په اړه وویل: «له بنیامین نتنیاهو سره مې اړیکه عالي وه. هغه ډېر خوښ دی او حق هم لري. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. ټوله نړۍ د دې هوکړې د تر لاسه کولو لپاره متحد شوي، ان هغه هېوادونه هم چې پخوا دوښمنان وو.»
