امریکا ۱۵ چینايي شرکتونه د سوداګرۍ په تور نوملړ کې شامل کړل

د امریکا د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، ۱۵ هغه چینايي شرکتونه یې په تور نوملړ کې شامل کړي چې له دوی برېښنایي پرزې اخېستل کېدې او د ایران د ملاتړو وسلهوالو ډلو له لوري د بېپیلوټه الوتکو په جوړولو کې ترې کار اخېستل کېده.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه شرکتونه د داسې ډرون پرزو په برابرولو کې ښکېل دي چې د وسلو په توګه د منځني ختیځ په جګړو کې کارول کېږي.




