له ایران نه ستانه شوي ډېری افغانان بیا هم ایران ته د تګ تکل لري

په وروستیو میاشتو کې ایران کې د ګڼو ستونزو تر ګاللو او له دغه هېواده افغانستان ته تر جبري ستنېدو وروسته افغان کډوال بیاهم د کار او روزګار لپاره ایران ته د تګ تکل لري.

په وروستیو میاشتو کې ایران کې د ګڼو ستونزو تر ګاللو او له دغه هېواده افغانستان ته تر جبري ستنېدو وروسته افغان کډوال بیاهم د کار او روزګار لپاره ایران ته د تګ تکل لري.
بریتانوۍ خبري شبکې سکای نیوز راپور ورکړی، که څه هم ډېری افغانان په ایران کې د اوسېدو او ستنېدو پرمهال له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخامخ شوي؛ خو له دې سره، سره بیا هم د مجبورۍ له مخې بېرته ایران ته د تګ تکل لري.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکی فقر او بېکاري له دغه هېواده د افغانانو د وتلو لوی لامل بلل کېږي.
د راپورونو پربنسټ؛ د روان ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا یو نیم مېلیون افغان کډوال له ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په پراخه توګه د کډوالو شړلو، د بهرنیو مرستو کمېدو او مرګوني طبیعي پېښو د افغانستان انساني او اقتصادي ناورین نور هم زیات کړی دی.
د راپور له مخې؛ شاوخوا ۱۵ تر ۲۳مېلیونه پورې خلک په افغانستان کې له سختې بېوزلۍ سره ژوند کوي. په همدې حال کې د کډوالو ستنېدو بیا د کمزوري اقتصاد پر وړاندې سخت فشار راوړی دی.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې له دوو کلونو راهیسې لږ تر لږه ۴ مېلیونه کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي یا شړل شوي دي. په پراخه توګه د کډوالو اېستلو د افغانستان د کار پر بازار او د خدماتو په برخه سخت فشار راوړی دی.