• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سترګو لید نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې شپږ سوه زره تنه په سترګو نه ویني

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا د سترګو لید نړیوالې ورځ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې روغتیا پالانو ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې ۶۰۰زره تنه په بشپړ ډول نابینایان او ۱،۵ میلیونه تنه بیا د سترګو لید له کمزورۍ سره مخ دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۱۷مه د سترګو لید نړیواله ورځ ونمانځله او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د سترګو ناروغۍ د کنټرول او درملنې په اړه خپلې اندیښنې او کلنۍ راپور وړاندې کړل.

د غونډې په ترڅ کې د نور ملي او تخصصي روغتون رییس ډاکټر ظاهرګل ځدراڼ وویل چې په افغانستان کې ۶۰۰ زره تنه په سترګو نه ویني او یو نیم میلیون خلک د سترګو لید له کمزورۍ ځوریږي.

نوموړي زیاته کړه، « دا هغه مرضونه دي، چې په ډیر کم لګښت د تداوي وړ دي. له نړیوالو همکارانو سره دې همکاري زیاته شي، چې د سترګو د ناروغیو په برخه کې عامه پوهاوی وشي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د سترګو ډېری ناروغۍ د درملنې وړ دي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیايي پاملرنې د ملي همغږۍ امریت مسوول ډاکټر اغا محمد عابد وویل:«په تېر یوه کال تر سل زرو د ډېرو ناروغانو د سترګو عملیات او درملنه شوې او سږکال هم پلان لرونه چې د زرګونو کسانو د سترګو عملیات وکړو.»

طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال دې غونډې ته وویل، چې د عامه پوهاوي د نشتوالي او د دودیزو درملو د استعمال له امله د سترګو لید له منځه ځي او خلک له ستونزو مخ کیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټولو ولایتي روغتونو کې یې د سترګو د متخصص بست ایجاد کړی او هڅه کوي د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې، چې د سترګو د درملنې خدمات پکې نشته، د خپلو ګرځنده ټیمونو له لارې د سترګو د ناروغیو درملنه پیل کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، فراه کې ښايي سږ کال ۱۴۲زره ټنه د انارو حاصلات ترلاسه شي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې په فراه کې سږ کال د انارو له باغونو نه د ۱۴۲زره ټنه حاصلاتو د ترلاسه کېدو اټکل شوی دی. طالبانو ویلي، د دغو انارو د‌ پلور لپاره هڅه کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې هم مناسب مارکېټ پیدا کړي.

د توریالي په نوم د طالبانو د کرنې یو متخصص وویل: «د مارکېټ موندنې په برخه کې هڅه شوې چې د فراه حاصلات نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو کې وپلورل شي». د انارو بڼوال نیوکه کوي، که څه هم سږ کال حاصلات ښه دي؛ خو بیا هم دوی کافي اوبو ته ډېره اړتیا لري او پر حاصلاتو یې لګښتونه ډېر شوي دي.

د یار الدین په نوم بڼوال په خبره، سږ کال یې یوازې د یوې څاه لپاره پنځوس زره افغانۍ ورکړې؛ خو هغه هم پرې وچه شوه. د نوموړي په وینا: «که د بخش اباد بند نه موږ ته اوبه راکړل شي؛ نو دا به بېخي ښه کار وشي او زموږ د اوبو احتیاج به ورسره ختم شي.» فراه کې د انارو مارکېټ کاروباریان له طالبانو غواړي، چې بهرنیو هېوادونو کې د بازار موندلو لپاره باید دوی سره مرستې وکړي او د صادراتو په برخه کې یې هم لاسنېوی وکړي.

د معیاري سړو خونو نشتوالي له کبله په افغانستان کې په دودیز ډول انار د پلور لپاره ساتل کېږي؛ خو ډېره موده دوام نه‌کوي. له دې ور هاخوا په کندهار، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو شکایتونه کړي، چې د انارو په موسم کې یې دغه ګران بیه مېوه په ډېره ارزانه بیه پلورل کېږي او ان د دوی کرنیز لګښتونه هم په سمه توګه نه پوره کوي.

له ایران نه ستانه شوي ډېری افغانان بیا هم ایران ته د تګ تکل لري

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۱

په وروستیو میاشتو کې ایران کې د ګڼو ستونزو تر ګاللو او له دغه هېواده افغانستان ته تر جبري ستنېدو وروسته افغان کډوال بیاهم د کار او روزګار لپاره ایران ته د تګ تکل لري.

بریتانوۍ خبري شبکې سکای نیوز راپور ورکړی، که څه هم ډېری افغانان په ایران کې د اوسېدو او ستنېدو پرمهال له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخامخ شوي؛ خو له دې سره، سره بیا هم د مجبورۍ له مخې بېرته ایران ته د تګ تکل لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکی فقر او بې‌کاري له دغه هېواده د افغانانو د وتلو لوی لامل بلل کېږي.

د راپورونو پربنسټ؛ د روان ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا یو نیم مېلیون افغان کډوال له ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په پراخه توګه د کډوالو شړلو، د بهرنیو مرستو کمېدو او مرګوني طبیعي پېښو د افغانستان انساني او اقتصادي ناورین نور هم زیات کړی دی.

د راپور له مخې؛ شاوخوا ۱۵ تر ۲۳مېلیونه پورې خلک په افغانستان کې له سختې بې‌وزلۍ سره ژوند کوي. په همدې حال کې د کډوالو ستنېدو بیا د کمزوري اقتصاد پر وړاندې سخت فشار راوړی دی.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې له دوو کلونو راهیسې لږ تر لږه ۴ مېلیونه کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي یا شړل شوي دي. په پراخه توګه د کډوالو اېستلو د افغانستان د کار پر بازار او د خدماتو په برخه سخت فشار راوړی دی.

هند ته د سفر په لړ کې؛ امیرخان متقي له دیوبند مدرسې او تاج محل نه هم لیدنه کوي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جی شنکر سره تر لیدنې وروسته له «دیوبند دارلعلوم او مدرسې» نه هم لیدنه وکړي. ټاکل شوې، چې هغه به د هند په اګرا کې له تاج محل نه هم لیدنه وکړي.

امیرخان متقي تېر ماښام ناوخته نوي ډیلي ته رسېدلی او ځايي چارواکو یې هرکلی هم کړی دی. دا د طالبانو په روانه واکمنۍ کې لومړنی چارواکی دی، چې په ښکاره او رسمي توګه هند ته په شپږ ورځني سفر ورغلی. دغه سفر د هند له لوري د طالبانو له حکومت سره د کاري اړیکو د ټینګېدو په لړ کې مهم ګام بلل کېږي. هند پر کابل دغه واکمنه ډله تر اوسه په رسمیت نه‌ده پېژندلې او روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

که څه هم تر اوسه دواړو لوریو په رسمي ډول د دغه سفر په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو باوري سرچینې وایي، چې متقي له پنځه کسیز پلاوي سره هند ته تللی. په دغه کسانو کې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د متقي ویاند او ځینې نور کسان هم شامل دي.

هندي رسنۍ وایي، د متقي هرکلی د رسمي تشریفاتو له مخې شوی او هغه به د هند د بهرنیو چارو له وزیر جی اېس شنکر سره د «حیدر اباد هاوس» په نوم ودانۍ کې ناسته وکړي. دغه ودانۍ کې د هند لوړپوړي چارواکي له بهرنیو مېلمنو سره ګوري. د هند د بهرنیو چارو وزیر پر ټلېفون له متقي سره خبرې کړې؛ خو دا ځل به په لومړي وار مخامخ ورسره وګوري.

هندي رسنۍ وایي، دغه لیدنه به دواړو لورو ته دا فرصت برابر کړي چې د خپلو اړیکو عمومي وضعیت، په ځانګړې توګه د امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه خبرې وکړي.

جمعه د (تلې ۱۹مه) د رسمي لیدنو کتنو اصلي ورځ بلل شوې ده او احتمال شته، چې متقي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجېت دووال سره هم وویني.

د طالبانو پلاوی به د افغان زده‌کړیالانو، سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیا او همدارنګه په هند کې د طالبانو د ډېپلوماټیک حضور د پراخېدو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې کوي. متقي به د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) دیوبند دارلعلوم ته هم ولاړ شي. دا هغه دیني مرکز دی، چې د طالبانو مشران ورته ځانګړی درناوی لري او ځانونه د همدې دیني مدرسې د فکري او درسي مکتب لاروي ګڼي. د طالبانو اکثریت لوړ پوړي غړي په خېبر پښتونخوا کې د «دارلعلوم حقانیه» مدرسې فارغان دي، چې د دیوبند په بڼه جوړه شوې ده.

په ۱۳۴۷کال کې د هند او پاکستان تر بېلتون وړاندې د حقانیه مدرسې بنسټ اېښودونکي مولانا عبدالحق د هند په دیوبند مدرسه کې زده‌کړې کړې وې او بیا یې هلته تدریس هم کړی و. د هغه زوی مولانا سمېع الحق چې د «طالبانو پلار» په نوم هم شهرت لري، د همدې مدرسې له لارې پر افغانستان د واکمنو طالبانو په روزنه کې مهم رول لاره.

همدا راز ټاکل شوې ده، چې متقي د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۰مه) د هند اګرې ښار ته ولاړ شي او د «تاج محل» له تاریخي ودانۍ څخه لیدنه وکړي. نوموړی به وروسته د نوي ډيلي د یوې پېژندل شوې سوداګریزې خونې په کوربه‌توب د هندي سوداګرو او د صنعت استازو سره هم وګوري. هندوستان ټایمز لیکلي، د اشرف غني د حکومت تر نسکورېدو وروسته طالبانو تل هڅه کړې چې له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

متقي به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۱مه) له هند مېشتو افغانانو سره هم کتنه وکړي او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲۳مه) به بېرته کابل ته ستون شي.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ کوي. د متقي دغه سفر پخوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ځنډول شوی و؛ خو د هند د هڅو په پایله کې (د سپتمبر په ۳۰مه) د امنیت شورا له‌خوا ورته د سفر معافیت ورکړل شو.

طالبان وایي، هرات کې یې د زلزلې له امله زیانمن شوي ځینې تاریځي ځایونه بیا رغولي دي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې دوه کاله وړاندې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله د زیانمن شویو تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې روانې دي او یوشمېر رغول شوي هم دي. نوموړی وايي،‌ د اختیار الدین کلا، د هرات جامع جومات او تاریخي منارونه رغول شوي دي.

د طالبانو په وینا؛ دوی ټول هغه تاریخي عابدات چې په زلزله کې زیانمن شوي رغوي او په دې تړاو ټولو کېدونکو چارو ته متوجې دي. متقي زیاتوي، چې د دغه تاریخي ځایونو د خوندیتوب لپاره ژمن دي او په اساسي توګه به یې د رغولو تر څنګ ساتنه هم کوي.

طالبان همدا راز ادعا کوي، چې په هرات کې یې زلزله ځپلو کورنیو ته ۹زره کورونه هم جوړ کړي دي.

دوه کاله وړاندې په هرات کې یوه زوروه زلزله وشوه، چې نږدې ۲زره کسان په‌کې مړه او زرګونه نور ټپیان شول. دغو زلزله ځپلو سره نړۍوالې ټولنې، بهرنیو مرستندویه ادارو او په کور دننه افغان خیریه بنسټونو هم ځانګړې مرستې وکړې؛ خو پر طالبانو نیوکه وه، چې د مرستو دغه بهیر یې سم نه و مدیریت کړی.

ملانعیم اخوند: د امربالمعروف قانون په تطبیق کې باید حکیمانه او نرم چلند وشي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په ننګرهار کې د‌ طالبانو والي ملامحمد نعیم اخوند په دغه ولایت کې د امربالمعروف قانون د پلي کېدو په تړاو غونډه کې ویلي، چې خلکو سره باید په دې اړوند «حکیمانه او نرم چلند» وشي. هغه زیاته کړې: «زموږ خلک اسلام او خپل کلتور ته وفاداره دي او هر وخت د قانون منلو ته چمتو دي».

په یاد ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د (تلې ۱۶مه) لیکلي، چې نوموړي د دغه قانون اړوند د ناستې ګډونوالو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ورته یې سپارښتنه وکړه چې باید اصولي اقدامات وکړي. امربالمعروف د طالبانو یو له سختدریځه قوانینونو بلل کېږي، چې د ښځو تر څنګ په‌کې پر نجونو هم سخت محدودیتونه او بندیزونه وضعه شوي دي.

په ننګرهار کې د علماوو شورا رییس شیخ حضرت جان حنفي دغه ناسته کې ویلي، چې د امربالمعروف قوانین باید لومړی د طالبانو پر مسوولینو پلی شي او بیا له هغې وروسته یې پر عامو وګړو د بشپړ تطبیق هڅې وشي. دغه ناسته کې طالبانو‌ همدا راز پرېکړه کړې، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې به د یاد قانون د پلي کېدو لپاره کمېټې هم جوړې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې جلال‌اباد ښار کې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره عامه پوهاوی ترسره کېږي او همدا راز په بازارونو کې د لمانځه لپاره ځایونه هم مشخص کېږي. د طالب محتسبانو له ناوړه چلند او دغه سختدریځه قانون نه خلک خورا تنګ شوي.

کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دغه قانون له مخې؛ هغه ښځې هم نیول شوې او زنداني شوې، چې لوڅ مخونه په بازار کې ګرځېدل. دیني عالمان وایي، په «اسلامي شریعت» کې د ښځو لوڅ مخ ګرځېدل هېڅ ډول شرعي ستونزه نه‌لري او طالبان دغه ډول کړنې د خپل شخصي طبیعت او فکر له مخې کوي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو بشري سازمونونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند په ګڼو برخو کې له بندیزونو او محدودیتونو سره مخ کړی دی. په ځانګړې توګه ښځې له دغه قانون نه ډېرې اغېزمنې بلل شوې او افغانستان ورته د یو زندان په څېر یاد شوی دی.