جرمني پلان لري چې د غزې د بیارغونې د کنفرانس کوربه توب وکړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي، هېواد به یې د مصر په همکاري د غزې د بیارغونې لپاره یوه پراخه نړیواله غونډه جوړه کړي. نوموړي ویلي چې دا ناسته به د هغو هڅو یوه برخه وي چې موخه یې د غزې د جګړې له امله د ویجاړو شوو سیمو بیارغول او د بشري وضعیت ښه کول دي.




