• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندی رسنۍ: هند ته د متقي د سفر اساسي محور دوه اړخیزه همکاري او امنیتي اندېښنې دي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱

هندي رسنيو راپور ورکړی چې هند ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاریو پياوړتيا او له پاکستان سره د امنيتي اندېښنو پر موضوع متمرکز دی. ټاکل شوې چې متقي به د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزير «جېشنکر»سره وګوري.

د هندي رسنيو د پنجشنبې په ورځ په خپلو راپورونو کې لیکلي چې نوی ډیلی غواړي له طالبانو سره د سوداګرۍ، بشرپاله مرستو، روغتيا او سيمه‌ييز امنيت په برخو کې تعامل پراخ کړي.

د راپورونو له مخې، اميرخان متقي به په دې سفر کې د هند د ملي امنيت له سلاکار سره هم وګوري، او د دې کتنې يو مهم بحث به د طالبانو ژمنې وي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیسي.

متقي نن پنجشنبه هند ته ورسېد، د هغه د سفر موخه د « نوي ډیلي سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا» بلل شوې ده. دا د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته (د ۲۰۲۱کال د اګست له مياشتې راپدېخوا) هند ته د اميرخان متقي لومړنی رسمي سفر دی.

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په ليکنه راغلي، دا سفر د طالبانو هڅې ښيي چې غواړي له سيمه‌ييزو قدرتونو سره تعامل زيات کړي څو د خپل حکومت د رسميت پېژندلو لپاره زمينه برابره کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند«رندیر جیسوال»پر اېکس خواله رسنۍليکلي:«موږ د ښاغلي متقي سره د دوه‌اړخيزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه معنا لرونکو خبرو اترو ته ليوالتيا لرو».

بلخوا انډيا اېکسپرس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت لا هم په دې بحث کوي چې ايا د متقي او جېشنکر د رسمي کتنې پر مهال به د طالبانو بيرغ د هند تر څنګ ځای پر ځای شي که نه.

هند، سره له دې چې په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی، خو تر اوسه يې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان پر رسمي سفارت د طالبانو بيرغ ورپوي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړيکې له اوږدې مودې راهيسې ترینګلې دي، او هند غواړي له دې وضعیت څخه په سيمه‌ييزه کچه د خپلو سياسي او امنيتي موخو لپاره ګټه واخلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه وایي چې پر سلیم پيګیر برید دوی نه دی کړی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د مقاومت جبهې یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پيګیر باندي برید د دوی پورې هيڅ تړاو نه لري. د طالبانو کورنیو چارو وزارت پر نوموړي برید شخصي انګیزه ياده کړې او زياته کړې یې ده، چې برید ګر نیول شوي دي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پر ښاغلي پیکر دوی برید ندی کړی.

سرچينې ټينګار کړی، چې ښاغلی پيګير د طالبانو د استخباراتو یو فعال تبلیغاتي غړی و او زياته یې کړه: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د شرعي او اخلاقي اصولو له مخې هغه د برید موخه نه ګڼل کيږي؟»

دا جبهه له افغان ولس څخه غواړي چې د دښمن په تبلیغاتو ونه غوليږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر برید په شخصي انګیزه شوی او بریدګر نیول شوي دي.

د سلیم پيګير ورور حکیم تورسن د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون سره په خبرو کې د هغه په ورور برید تایید کړ او زياته یې کړه، چې نوموړی په روغتون کې بستر دی او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

پر سلیم پیګیر نن په کابل کې ډزې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

خواجه اصف: د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه دي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه دي.

هغه وویل چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې تعقیب کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې به یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته واستول شي، څو کابل ته څرګنده کړي چې له افغان خاورې څخه د راټوکېدونکې ترهګرۍ زغم نور «ناممکن» دی.

اصف یادونه وکړه چې درې کاله وړاندې، د استخباراتو د عمومي رییس په ملتيا کابل ته په رسمي سفر کې یې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ایالتونو بریدونه کوي.

هغه ادعا وکړه چې طالب چارواکو د هغو پټنځایونو د لېږد په بدل کې د لسو میلیاردو روپیو غوښتنه کړې وه، خو اسلام‌اباد د ضمانت غوښتنه کړې چې «ترهګر به بېرته نه راګرځي» هغه ضمانت چې، د نوموړي په وینا، طالبانو ورته ورنکړای شو.

اصف په خپلو څرګندونو کې وویل: «که دا پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې وي او که د پاکستان دننه، هغه کسان چې پناه ورکوي، باید حساب ورکړي.»

هغه زیاته کړه: «چېرته چې دا پټنځایونه وي، هلته به بد عواقب وي، د پاکستان د دولت او پوځ زغم پای ته رسېدلی او نور به ترهګرو ته امتیاز نه ورکول کېږي.»

اصف دا هم وویل چې افغانستان ته د استول کېدونکي پلاوي هدف به د کابل له چارواکو سره «ډېټلوماټيکي فشار او د عمل تضمین» غوښتنه وي، څو د پاکستان امنیتي اندېښنو ته عملي ځواب ورکړل شي.

ولادیمیر پوتین: ترهګرې ډلې د ورانکاریو لپاره لا هم د افغانستان خاوره کاروي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ او نشه يي توکو د مافیا خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دي او مسکو د هغوی ددې هڅې ملاتړ کوي. پوتین وویل، چې ترهګرې ډلې د بنسټپالنې او ورانکاریو لپاره لاهم د افغانستان خاوره کاروي.

پوتین د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په «روسیه - منځنۍ اسیا» سرمشریزه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې « موږ وینو د افغانستان اوسنی حکومت د متقابلو ګټو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او د نشه يي توکو مافیا خلاف مبارزه کې. له شک پرته روسیه د دغو هڅو ملاتړ ته چمتو ده».

د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو د توجه محراق دی.

پوتین وویل: «له بده مرغه، ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان له خاورې د افراطیت د نظریې د خپرولو او د جنایي فعالیتونو لپاره ګټه اخلي».

طالبان وايي په کابل او سویلي ولایتونو کې به د تېلو بیې ټیټې شي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند وایي چې د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي د ټولګټو وزارت د تخنیکي معیین په ملتیاد سالنګ لویه لاره کتلې او پرېکړه یې کړې چې یو شمېر تېل وړونکو ټانکرونو ته د تګ اجازه ور کړي. طالب چارواکي تمه ښيي، چې په دې سره به د تېلو بیې ټیټې شي.

دغه پلاوي د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو طالب مسوولینو سره تر خبرو وروسته پرېکړه کړې چې له شمال څخه به هغه لوړ تناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکر کابل ته د تېلو د انتقال اجازه ولري، چې د نفت او ګاز دولتي شرکت د حیرتان بندر ریاست او اقینې بندر مدیریت له لارې معرفي شوي وي.

یاد پلاوي دغه راز پرېکړه کړې چې خالي ټانکرونه به د بېرته ستنېدو لپاره بدیله لار کاروي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، دغه پرېکړې د دې لپاره شوې، چې د تېلو انتقال منظم، د سړک رغونې چارې خوندي او د عامو خلکو د اړتیاوو پوره‌کولو بهیر چټک او اغېزناک شي.

هغه زیاتوي چې د دې ګام په نتیجه کې به د تېلو بیې په کابل او سویلي ولایتونو کې راټیټې شي او د بازار ثبات به ټینګ شي.

د اروپایي پارلمان غړې: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه کلتور نه بلکې جنسیتي تبعیض دی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د اروپایي د پارلمان غړې هانا نیومن پر طالبانو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د یوه ملت نیمه برخه یې له عمومي ژونده اېستلې، خو دا نه کلتور دی او نه کورني مسایل، بلکې دا جنسیتي تبعیض دی. هغې وویل، درې کاله وړاندې ټولو ژمنه وکړه چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي، خو نن دغه ژمنه ماتیږي.

هانا نیومرن د اروپا پارلمان ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځي ته له تګ او ښځې له کار، سفر او حتا خبرو کولو منع شوې دي.

هغې په ټول افغانستان کې د طالبانو پر انټرنیټي خدماتو محدودیت وغنده او ویې ویل چې طالبان انټرنېټ بندوي او ۴۰ میلیونه وګړي په قصدي ډول په ډیجیټلي تیاره کې یوازې پرېږدي.

د هغې په وینا، دا یو سیسټماټیک ظلم دی.

هانا نیومن زیاته کړه: «د افغان ښځو د ملاتړ پر ځای، اروپايي دولتونه پټ کابل ته سفرونه کوي او له ترهګرو سره [د کډوالو] پر شړلو خبرې کوي او حقونه او ژمنې د لنډمهاله معاملو او ګوتشمېر رایو په بدل کې معامله کوي.»

هغې وویل چې ددوی دنده د طالبانو د جنایتونو په ډاګه کول دي نه دا چې عادي وښودل شي.

د هغې په وینا د افغان مېرمنو په استازیتوب د چوپتیا پر ځای باید خبرې وشي.

هانا نیومن وایي «جنسیتي تبعیض» باید د بشر ضد جرم په توګه ثبت، شواهد وساتل شي او عدالت شونی شي.