په سوډان کې د وسله‌والو بریدونو له امله ۶۰ کسان وژل شوي دي

د سوډان په الفشیر ښار کې د چټک ملاتړ ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. یاد بریدونه د هغو بې ځایه شویو کسانو پر استوګنځایونو شوي چې د جګړې له امله د ښار په څنډو کې مېشت شوي وو.