د هند د اپوزیسیون مشر: مودي د ښځو د حقونو په دفاع کې ناکام شو

د هند د اپوزیسیون مشر نن شنبه (د تلې ۱۹مه) پر خپل لومړي وزیر تور ولګاوه، چې د طالبانو پر وړاندې د هندي ښځو په دفاع کې ناکام شو. راهول ګاندي نریندرا مودي ته لیکلي: «تاسې یو داسې چا ته دا اجازه ورکوئ، چې ښځینه خبریالانې له غونډې وباسي، دا په حقیقت کې تاسې هندۍ ښځې کمزوري بولئ».