تر اوربند وروسته؛ د غزې اوسېدونکي خپلو کنډواله شویو کورونو ته ستنېږي

رویټرز خبري اژانس جمعه د (تلې ۱۸مه) لیکلي، چې زرګونه بېکوره شوي فلسطينيان د اوربند تر اعلان وروسته خپلو ویجاړو شوو کورونو ته د ستندېدو په حال کې دي او اسراييلي ځواکونو له غزې څخه په وتلو پیل کړی دی.
