هندي خبریاله: هند د طالبانو «ښځهځپونکې» تګلاره خپل هېواد ته راوړې ده

د هند د مشهوره ورځپاڼې «هندو»د بهرنيو چارو مشرې او پېژندل شوې خبریالې «سوهسيني هایدار»د طالبانو لهخوا په نوي ډیلي کې د ښځينه خبریالانو پر وړاندې د تبعیضي چلند په غبرګون کې ویلي، چې د هند حکومت طالبانو ته په رسمي بلنې ورکولو سره د هغوی «ښځه ځپونکې»تګلاره خپل هېواد ته راوړې ده.