• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د دفاع وزیر: هند اوس د افغانستان له لارې د غچ اخیستلو هڅه کوي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، هند ممکن اوس د افغانستان له لارې د غچ اخیستلو هڅه وکړي او په افغانستان کې نوي ډیلي ته دا اسانتياوي برابريږي. نوموړي زياته کړې« هیڅوک د مذاکراتو څخه انکار نه کوي؛ خو که د خبرو له لارې حل پيدا شي، څوک به د هغه تضمين وکړي؟»

د پاکستان د دفاع وزير د جیونیوز په «اج شاه زیب خانزاده کې سات» په یوه پروګرام کې ویلي: «موږ هڅه وکړه، چې طالبان قانع کړو؛ څو ترهګرو ته پناه ځایونه ور نه کړي.»

نوموړي ویلي، چې طالبانو بل ځای ته د ترهګرو د لېږد لپاره پيسې غوښتې او دوی اندېښنه درلوده، چې د پيسو په ورکړه سره به ستونزه حل نه شي او ترهګر به بیا پخوانیو پناه ځایونو ته ستانه شي.

د دفاع وزیر په خبره، چې حکومت یې د خبرو لپاره تیار دی؛ خو افغان لوری ضمانت ورکولو ته تیار نه دی.

نوموړي ویلي: «د پاکستاني طالبانو تحریک مشر ته هلته د مرمۍ ضد موټر ورکړل شوی، ترهګرو ته اسانتیاوي برابريږي، چې نور پټنځایونه جوړ کړی.»

هغه ادعا کړې، چې طالبانو ته یې ويلي، څو د خپلي خاورې څخه ترهګر کنټرول کړي.

خواجه اصف زیاته کړې، چې له طالبانو سره هدف مندو مذاکراتو ته تیار یو؛ خو له ناقانونه «ټي ټي پي» سره حساب باید تصفیه شي.

هغه ویلي: «د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې ناست دی او له هغه ځایه څرګندونې کوي، پوښتنه دا ده چې ایا دوی به د هند په اجازه مذاکرات کوي؟»

نوموړي د خپلو خبرو په وروستيو کې د «بنیان مرصوص» په نوم عملیاتو ته په اشارې وویل، په دې عملیاتو کې چې له هند سره څه وشول او اوس غواړي د افغانستان له لارې غچ واخلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هندي رسنۍ: په نوي ډیلي کې د طالبانو سفارت ښځینه خبریالانې له خبري غونډې منع کړې

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفارت امنیتي کسانو د جمعه په ورځ ښځينه خبریالانو ته اجازه نده ورکړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خبري غونډه کې ګډون وکړي. دې اقدام د هند د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پراخ غبرګون او غوسه راپارولې ده.

د «این ډي ټي وي» د راپور له مخې؛ د هند د څو لویو رسنیو «انډيا ټوډې» او «ټایمز ناو» ښځينه خبریالانې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي مطبوعاتي کنفرانس ته د خبري پوښښ لپاره ورغلې وې، چې د سفارت امنیتي ساتونکو د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.

یوې ښځینه خبریالې په سیمه کې «این ډي ټي وي» ته وویل: «موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې او بشپړ اسلامي لباس مو اغوستی و؛ خو امنیتي کسانو وویل، امر شوی، چې هیڅ ښځې ته د ننوتلو اجازه نشته.»

100%

خبریالانو هڅه وکړه، چې د سفارت د چارواکو یا د طالبانو له کوم مقام سره په دې اړه خبرې وکړي؛ خو کومه پایله یې ور نه کړه او امنیتي کسانو له وضاحت ورکولو پرته دروازه وتړله.

د هند پېژندل شویو او مشهور خبریالانو له خپل حکومت څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د داسي چلند پر وړاندې غبرګون وښيي.

د «سي این این نیوز ۱۸» یوې پخوانۍ خبريالې لیکلي: «کله چې طالبان د نوي ډیلي په زړه کې له یوه مطبوعاتي کنفرانس څخه ښځې منع کوي، د هند حکومت چوپتیا د اندیښنې وړ ده.»

دغه هندي رسنۍ د شنونکو له قوله لیکي، چې دا پېښه د ښځو په وړاندې د طالبانو د رسمي پالیسۍ انعکاس دی، چې اوس د دې ډلي په ډيپلوماتیک چلند کې هم خپور شوی دی.

عمران خان: د وسله‌والو د بیا مېشتېدو پلان د پوځ وړاندیز و، خو عملي نه شو

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په یوه پيغام کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف هغه تور رد کړی، چې ویلي یې و، «د عمران خان د حکومت پر مهال ترهګرو ته په پاکستان کې ځای ورکړل شوی».

نوموړی زياته کړې: «په ۲۰۲۱ کال کې پوځي مشرتابه د هغو وسله والو د بیا ميشتېدنې لپاره پلان وړاندې کړ چې وسلې يې پر ځمکه ايښې وې، خو عملي نه شو.»

هغه پر ایکس خواله رسنۍ ویلي، د هغو وسله والو، چې وسلې يې پر ځمکه ايښي د بیا مېشتېدنې پلان د خيبر پښتونخوا او قبايلي سیمو د استازو د مخالفت سره مخ شو او د نوموړي په دوره کې پلي نه شو.

خان زياته کړې، چې حکومت د تحریک انصاف پر ګوند غلط تورنه لګوي.

هغه له ولس څخه غوښتنه کړې، چې په دې اړه له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، چې د زنداني عمران خان د حکومت پر مهال په زرګونه وسله وال په پاکستان کې بیا مېشت کړای شول.

په لندن کې د افغانستان د رواني روغتيا په اړه نړیواله غونډه ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۱

په لندن کې د رواني روغتيا ملاتړ سازمان د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د دوو نورو بنسټونو په همکارۍ د«رواني درملنه او د کلتوري ریښو درناوی» په نوم یوه نړۍواله غونده ترسره کړه.

د دغه غونډې اساسي موخه د افغانستان د رواني روغتيا د ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول او د افغانانو ترمنځ د رغونې او زغم کلتور پياوړی کول و.

په دې ناسته کې له ۲۰۰زياتو ګډونوالو انلاين او له ۵۰زياتو کسانو حضوري ګډون وکړ، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي وو.

په غونډه کې د افغانې لیکوالې سارا ناظم تازه چاپ شوی اثر«زخم‌های خاموش سرزمین ما» په ځانګړې ډول ګډونوالو ته وروپېژندل شو، دغه کتاب د جګړو له امله د افغانانو پر رواني ټپونو او د هغوی پر زغم او استقامت تمرکز لري.

سارا ناظم او يو شمېر نورو متخصصانو د ټروما وروسته د رغېدو، د رواني هوساينې، او د کلتوري ريښو د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې.

100%

د غونډې جوړوونکو دا ناسته د ذهنونو د درملنې او د خپلو کلتوري ريښو د درناوي په لور يو مهم ګام وبلله او ټينګار يې وکړ چې د رغېدو هره هڅه د زغم، مقاومت او ټولنيز يووالي بنسټ پياوړی کوي.

د یادولو وړ ده، چې یاده غونډه دروانيروغتيا ملاتړ سازماند ښځو دسولې او امنيت مرکز، د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د سولې او بشري چارو صندوقپه همکارۍ جوړه شوې وه.

هندۍ رسنۍ: پاکستان د هند او طالبانو تر منځ د تعامل ډېرښت یوه ستراتیژيکه ننګونه ګڼي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

هندۍ رسنۍ «سي‌اېن‌بي‌سی» نیوز، په یوه تحلیل کې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم مهاله پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، اسلام اباد د هند او طالبانو تر منځ د تعامل پراخېدل یوه ستراتیژيکه ننګونه ګڼي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، له چین سره د طالبانو «ښو» اړیکو ته په کتو ښايي دغه وروستي تحولات په سویلي اسیا کې پر ژیوپولیټیکل معادلو د بیا کتنې لامل شي.

د ۵شنبې په ماخوستن (د تلې ۱۷مه) پر کابل او پکتیکا کې زورور بریدونه وشول، د طالبانو دفاع وزارت بیا د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) وویل، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړ.

طالبانو د پاکستان دغه برید د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک، کرغېړن اقدام یاد کړ، او له خپل حریم څخه دفاع یې خپل حق وباله او همداراز یې خبرداری ورکړ، «له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»

سره له دې چې پاکستان لا تر اوسه په رسمي توګه د دغه یرغل مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې وویل، «هر هغه اقدام چې د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره لازم وي، ترسره شوی او تر دې وروسته به هم ترسره شي.»

ویل کېږي، د دغو بریدونو موخه د «ټي‌ټي‌پي» غړي او په ځانګړې توګه د دغې ډلې مشر «نور ولي محسود» و. پر دغې ډلې تور دی چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد عملیات رهبري کوي.

دغه یرغل هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر له لومړني سفر سره هم مهاله ترسره کېږي. هغه په دې سفر کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دي.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډيپلوماټيکې اړیکې پراخې شي او هند به په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې بېرته ورسوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم وویل، د دغې ډلې ډيپلوماټان به هم ډېر ژر هند ته واستول شي.

دغو دوو چارواکو همداراز سلا کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به کلتوري او روزنیز پروګرام هم ډېر شي او همداراز یې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر متقابلو همکاریو ټینګار وکړ.

«سي‌اېن‌‌بي‌سي» نیوز په دې تحلیل کې ویلي، د هند او طالبانو تر منځ د اړیکو په تودېدو سره د پاکستان اقدامات ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د نا لیکلو همکاریو د یوې بڼې لامل شي.

دغه رسنۍ زیاتوي، د هند او طالبانو تر منځ د تعامل او رسمي اړیکو د پراخېدو په درشل کې پاکستان دغه نږدې‌والي ته د یوې ستراتیژيکې ننګونې په سترګه ګوري.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې: د ازادۍ او ډیموکراسۍ په ترلاسه کولو کې پر ټرمپ او نړۍ حساب کوو

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا وایي، «د وینزويلا د مبارزې پېژندنه يې د دندې د بشپړولو لپاره یوه هڅوونکی ګام دی.»هغې دا جایزه د وینزويلا ځورېدلو خلکو او د امریکا ولسمشر ټرمپ ته، چې د دوی د مبارزې ملاتړ یې کړی ډالۍ کړې ده.

ماریا کورینا ماچادو د نوبل سولې جایزې تر ګټلو وروسته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، «مونږ د بریا په درشل کې یو».

هغې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د ترلاسه کولو اړوند زياته کړې: «موږ پر ولسمشر ټرمپ، د امریکا پر خلکو، د لاتیني امریکا پر ملتونو او د نړۍ پر دموکراتیکو هېوادونو باندې د خپلو اصلي متحدینو په توګه حساب کوو، تر څو ازادی او دموکراسي ترلاسه کړو.»

د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو وګټله، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې سږ کال د دغې جایزې لپاره نوماند و، د دې جایزې حقدار ونه ګڼل شو.

نوبل کمېټې ویلي، ماچادو له سختو فشارونو، ګواښونو او سیاسي بندیزونو سره- سره، د وینزویلا د خلکو د ازادۍ او مدني حقونو لپاره خپل غږ پورته کړی.

ماریا کورینا ماچادو د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر په ۷مه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې زېږېدلې ده.

هغه د صنعتونو انجینره ده او پلار یې د فولادو په صنعت کې یو پېژندل شوی سوداګر و.