په لندن کې د افغانستان د رواني روغتيا په اړه نړیواله غونډه ترسره شوه

په لندن کې د رواني روغتيا ملاتړ سازمان د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د دوو نورو بنسټونو په همکارۍ د«رواني درملنه او د کلتوري ریښو درناوی» په نوم یوه نړۍواله غونده ترسره کړه.

په لندن کې د رواني روغتيا ملاتړ سازمان د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د دوو نورو بنسټونو په همکارۍ د«رواني درملنه او د کلتوري ریښو درناوی» په نوم یوه نړۍواله غونده ترسره کړه.
د دغه غونډې اساسي موخه د افغانستان د رواني روغتيا د ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول او د افغانانو ترمنځ د رغونې او زغم کلتور پياوړی کول و.
په دې ناسته کې له ۲۰۰زياتو ګډونوالو انلاين او له ۵۰زياتو کسانو حضوري ګډون وکړ، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي وو.
په غونډه کې د افغانې لیکوالې سارا ناظم تازه چاپ شوی اثر«زخمهای خاموش سرزمین ما» په ځانګړې ډول ګډونوالو ته وروپېژندل شو، دغه کتاب د جګړو له امله د افغانانو پر رواني ټپونو او د هغوی پر زغم او استقامت تمرکز لري.
سارا ناظم او يو شمېر نورو متخصصانو د ټروما وروسته د رغېدو، د رواني هوساينې، او د کلتوري ريښو د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې.

د غونډې جوړوونکو دا ناسته د ذهنونو د درملنې او د خپلو کلتوري ريښو د درناوي په لور يو مهم ګام وبلله او ټينګار يې وکړ چې د رغېدو هره هڅه د زغم، مقاومت او ټولنيز يووالي بنسټ پياوړی کوي.
د یادولو وړ ده، چې یاده غونډه دروانيروغتيا ملاتړ سازماند ښځو دسولې او امنيت مرکز، د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د سولې او بشري چارو صندوقپه همکارۍ جوړه شوې وه.


هندۍ رسنۍ «سياېنبيسی» نیوز، په یوه تحلیل کې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم مهاله پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، اسلام اباد د هند او طالبانو تر منځ د تعامل پراخېدل یوه ستراتیژيکه ننګونه ګڼي.
دغې رسنۍ زیاته کړې، له چین سره د طالبانو «ښو» اړیکو ته په کتو ښايي دغه وروستي تحولات په سویلي اسیا کې پر ژیوپولیټیکل معادلو د بیا کتنې لامل شي.
د ۵شنبې په ماخوستن (د تلې ۱۷مه) پر کابل او پکتیکا کې زورور بریدونه وشول، د طالبانو دفاع وزارت بیا د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) وویل، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړ.
طالبانو د پاکستان دغه برید د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک، کرغېړن اقدام یاد کړ، او له خپل حریم څخه دفاع یې خپل حق وباله او همداراز یې خبرداری ورکړ، «له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»
سره له دې چې پاکستان لا تر اوسه په رسمي توګه د دغه یرغل مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې وویل، «هر هغه اقدام چې د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره لازم وي، ترسره شوی او تر دې وروسته به هم ترسره شي.»
ویل کېږي، د دغو بریدونو موخه د «ټيټيپي» غړي او په ځانګړې توګه د دغې ډلې مشر «نور ولي محسود» و. پر دغې ډلې تور دی چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد عملیات رهبري کوي.
دغه یرغل هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر له لومړني سفر سره هم مهاله ترسره کېږي. هغه په دې سفر کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دي.
په دغې لیدنه کې دواړو لورو اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډيپلوماټيکې اړیکې پراخې شي او هند به په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې بېرته ورسوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم وویل، د دغې ډلې ډيپلوماټان به هم ډېر ژر هند ته واستول شي.
دغو دوو چارواکو همداراز سلا کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به کلتوري او روزنیز پروګرام هم ډېر شي او همداراز یې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر متقابلو همکاریو ټینګار وکړ.
«سياېنبيسي» نیوز په دې تحلیل کې ویلي، د هند او طالبانو تر منځ د اړیکو په تودېدو سره د پاکستان اقدامات ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د نا لیکلو همکاریو د یوې بڼې لامل شي.
دغه رسنۍ زیاتوي، د هند او طالبانو تر منځ د تعامل او رسمي اړیکو د پراخېدو په درشل کې پاکستان دغه نږدېوالي ته د یوې ستراتیژيکې ننګونې په سترګه ګوري.

په داسې حال کې چې د اکتوبر لسمه د ذهنې روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو رواني وضعیت د ژور بحران پر لور روان دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان ویلي، چې سږکال د دې ورځې په نمانځلو سره غواړي نړۍ ته پیغام ورسوي، چې د هغو خلکو د ذهنې او ټولنیز ملاتړ اړتیا ته پاملرنه وکړي، چې د طبیعي پېښو، جګړو او روغتیايي بېړنیو حالاتو له امله اغېزمن شوي دي.
افغانستان هم د هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي، چې ډیری وګړي، یې د جګړو، طبیعي پېښو، کډوالۍ او بیړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي نه لرلو له امله قرباني دي.
که څه هم په افغانستان کې د ذهنې روغتیا په اړه تازه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د کډوالو نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو څیړنه شوي، چې له مخې د ښځو د ذهنې روغتیا وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی وو.
په دغه څیړنې کې ګڼو ښځو د مرکو پرمهال ویلي، چې له خپګان، بې خوبۍ، د هیلو او هڅو له لاسه ورکولو، ویرې، تاوتریخوالي، ټولنیز یوازیتوب، د ځان وژنې فکرونو او له ټولنې څخه د ګوښه کېدو سره مخ دي.
یادو ادارو په خپله څیړنه کې په افغانستان کې د ښځو د ذهنې روغتیا وضعیت خرابیدو لامل د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کول بللي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، چې په نړیواله کچه د طبیعي پېښو، جګړو او روغتیايي بیړنیو حالاتو د بحرانونو له امله له هرو پنځو تنوڅخه یو یې د ذهنې ناروغۍ سره مخ دی.
دغه سازمان د یادو کسانو ملاتړ یوازې بشري همدردي نه، بلکې د ژوند ژغورلو، د زغم پیاوړتیا، د رغېدو او د ټولنو د بیا جوړېدو په برخه کې همکاري اړینه بللي ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي:« دا اړینه ده چې دولتونه، روغتیايي او ټولنیز بنسټونه، ښوونځي او ټولنیزې ډلې په ګډه کار وکړي، څو د بېړنیو حالاتو له امله اغېزمن شویو کسانو ملاتړ وکړي او د ټولو د ذهنې روغتیا ساتنه یقیني کړي.»
یاد سازمان ویلي، چې په ګډه علمي او ټولنیزو همکاریو باندې پانګونه د خلکو د ذهنې روغتیا د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اوږدمهاله رغېدو او د فردي او ټولنیز ثبات د بیا تینګښت سبب هم ګرځي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د ذهنې روغتیا په برخه کې هڅې دې څو برابره شي او یو داسې نړۍ رامنځته شي چې پکې د ذهنې روغتیا د هر انسان د اساسي حق په توګه خوندي او د ټولو د لاسرسي وړ وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د «د ذهني روغتیا نړوالې ورځې» په مناسبت ویلي، افغانستان چې د طبیعي افتونو، اوږدمهاله جګړو او کړکېچونو ښکار دی، اوس د رواني ناروغیو له پراخ بحران سره مخ دی.
بېنېټ پر اېکس پاڼې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) لیکلي چې په افغانستان کې د ذهني روغتیا خدمتونه خورا محدود دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې د طالبانو تر سخت فشار او ځپنې لاندې ژوند کوي.
بېنېټ زیاته کړې، د جګړو او بېثباتۍ کلونو د افغانانو پر رواني حالت ژور اغېز کړی.
هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د ذهني روغتیا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له لا زیاتو رواني ستونزو سره مخ دي.»
هغه غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ذهني روغتیا د بحران د مدیریت لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د رواني ملاتړ خدمتونه پراخ کړي.
د بېنېټ په وینا، د ذهني روغتیا ستونزې یوازې طبي مسله نه ده، بلکې د ټولنیز عدالت، بشري حقونو او د ژوند د کرامت موضوع هم ده او له دې پلوه یې د افغانانو ملاتړ یو «بشري مسوولیت» وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ډیلي کې د یوې خبري غونډې پرمهال د بګرام هوايي اډې ته د امریکایانو د بېرته ستنېدو په اړه وویل:«د افغانستان تاریخ شاهد دی، چې افغانانو په افغانستان کې هېڅکله بهرني نظامیان نه دي منلي او تردې وروسته یې هم نه مني.»
امیرخان متقي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې هېچاته اجازه نه ورکوي، په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي او یا هم نظامي حضور ولري.
هغه زیاته کړې:«دا زموږ پرېکړه ده، چې افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی او تردې وروسته به هم وي.»
نوموړی وايي، هېوادونه کولی شي له افغانستان سره له نورو لارو خپلې اړیکې وساتي.
متقي زیاته کړه:« که هېوادونه غواړي زموږ سره اړیکې ولري، نو کولی شي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې اړیکې ولري، اقتصادي اړیکې ولري، خو په نظامي یونیفورم کې موږ ته د چا حضور د منلو وړ نه دی.»
پر همدغه مهال امیرخان متقي وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره یې د لیدني پرمهال د اقتصادي او سوداګریزو موضوعات ترڅنګ د امنیتي اندیښنو په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي یوځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
متقي وايي، له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا په تړاو یې له یاد هېواد سره د یوې سوداګریزې کمیتې پر جوړېدو هوکړه کړې ده او د یادې کمیټې په جوړېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې خنډونه به له منځه ولاړ شي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په پېښور کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې هند د افغانستان له خاورې په استفادې پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره امن ځایونه او پرمختللې وسلې په واک کې ورکړل شوي دي.
احمد چودري د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې په خېبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي. د ده په وینا، په دې موده کې ۱۶۱ افغانان چې د ترهګریزو پېښو په ترسره کولو کې یې لاس درلود، د پاکستان د پوځ له لوري وژل شوي، او ۳۰ ځانمرګي بریدګر هم د افغانستان تابعیت درلود.
همد ارنګه نوموړي زیاته کړې، چې ۱۳۵ بهرني وسلهوال له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو پرمهال وژل شوي دي.
چودري ویلي، چې ګڼ شمېر ترهګر له افغانستان څخه په تشکیلاتو کې پاکستان ته ورځي او ترهګریز بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، چې د ۲۰۲۱ د اکسټ وروسته د ترهګرو لاس ته په لوړه کچه امریکايي وسلې لویدي دي. او کله چې په خېبر پښتونخوا کې ترهګر وژل کېږي له هغوی څخه امریکايي وسلې ترلاسه کېږي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو له شمېرو څرګنده شوې، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د خپل عملیاتي اډې په توګه کاروي.