• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وایي هند د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په پېښور کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې هند د افغانستان له خاورې په استفادې پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره امن ځایونه او پرمختللې وسلې په واک کې ورکړل شوي دي.

احمد چودري د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې په خېبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي. د ده په وینا، په دې موده کې ۱۶۱ افغانان چې د ترهګریزو پېښو په ترسره کولو کې یې لاس درلود، د پاکستان د پوځ له لوري وژل شوي، او ۳۰ ځانمرګي بریدګر هم د افغانستان تابعیت درلود.

همد ارنګه نوموړي زیاته کړې، چې ۱۳۵ بهرني وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو پرمهال وژل شوي دي.

چودري ویلي، چې ګڼ شمېر ترهګر له افغانستان څخه په تشکیلاتو کې پاکستان ته ورځي او ترهګریز بریدونه کوي.

نوموړي ویلي، چې د ۲۰۲۱ د اکسټ وروسته د ترهګرو لاس ته په لوړه کچه امریکايي وسلې لویدي دي. او کله چې په خېبر پښتونخوا کې ترهګر وژل کېږي له هغوی څخه امریکايي وسلې ترلاسه کېږي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو له شمېرو څرګنده شوې، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د خپل عملیاتي اډې په توګه کاروي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

متقي: د هند سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تاریخي بدلون دی

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره په نوي ډیلي کې له ناستې وروسته وویل، دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول دی. د ناستې پر مهال هند د طالبانو د ډېپلوماټانو د منلو اعلان وکړ او د کابل د ماموریت د لوړولو ژمنه یې هم وکړه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي امیر خان متقي نن د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې له خپل هندي سیال ډاکټر ایس. جی شنکر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ، او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر څخه د سفر بلنې مننه کړې او دا سفر یې «یو مهم او تاریخي تحول» بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، متقي ویلي چې د افغانستان او هند اړیکې یوازې ډېپلوماټیکې نه دي، بلکې دواړه هېوادونه ژور تاریخي، تمدني او ولسي پیوستون لري.

نوموړي د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د متقابلې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي چې افغانستان د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه لري.

د ده په وینا، هندي پانګوال کولای شي په کرنه، روغتیا، کانونو، برېښنا او ترانسپورت کې پانګونه وکړي.

متقي هیله څرګنده کړې چې د هند حکومت دې د افغان بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي، د ویزو په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي او د واګه بندر د خلاصېدو لپاره دې هم عملي ګامونه پورته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس. جی شنکر د امنیت ټینګښت او د نشه‌یي توکو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو لپاره تعامل ته دوام ورکړي.

شنکر اعلان وکړ چې د هند د سفارت ماموریت به له تخنیکي کچې ډېپلوماټیکې کچې ته لوړ شي او په ډيلي کې د طالبانو د ډېپلوماټانو منلو ته هوکړه یې هم وکړه.

هغه د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو ته په اشارې سره له افغان ولس سره د خواخوږۍ او بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې هند به د افغان بندیانو او ویزو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو وزیرانو د هوايي دهلېز د بیا فعالېدو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ د ګډې کمېټې پر جوړېدو سره سلا شول.

همدارنګه، هند ژمنه وکړه چې د پراختیايي پروژو، په ځانګړي ډول د روغتیا، بریښنا، زیربناوو او مرستو په برخو کې خپله ښکېلتیا به لا زیاته کړي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې، ثبات او متقابل اعتماد پر اهمیت ټینګار وکړ.

هند وایي، له طالبانو سره اړیکې د سفارت تر کچې لوړوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو له پراخېدو خبر ورکړ. هغه دارنګه ويلي، چې هند به له طالبانو سره اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړي.

جی شنکر زیاته کړې، د طالبانو له پلاوي سره به د هند په هغو پروژو هم خبرې وکړي چې دوی یې په افغانستان کې د بشړېدو ژمنه کړې وه. نوموړی وړاندې وايي، هند ته د امیرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم او د پام وړ رول لري او دوی هیله‌من دي چې په بېلابېلو برخو کې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي، هند او افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره ګډه ژمنتیا لري؛ خو دغه مسله له پولو هاخوا د ټرهګرۍ تر ګواښ لاندې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د هغه هندي پروژو چې له وړاندې بشپړې شوې، د بیارغونې په برخه کې هم خپله ژمنه تازه کړه. دغه لوړپوړي هندي ډیپلومات ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د روغتیایي سکټور په برخه کې په پراخه کچه پانګونه وکړي. د افغانستان روغتونونو ته د پرمختللو اېم ار ای او سیټي سکن ماشینونو او ۲۰ مجهزو امبولاسونو سربېره د واکسینونو ورکړه؛ د عامې روغتیا په برخه کې د هند لویې ژمنې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ به د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راشي. جی شنکر افغانستان ته د کډوالو د پراخې ستنېدنې په اړه خواشیني وښوده او د سرپناوو د جوړولو په برخه کې یې کابل ته د مرستو ډاډ ورکړ.

د هغه په وینا؛ هند د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د امیرخان متقي له دې غوښتني چې هندي کمپنۍ دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، د زړه له تله مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مسله د تعامل او فکر وړ ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د اوبو د مدیرت په برخه کې هم د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د هند تخنیکي ظرفیت به په دې برخه کې وکارول شي. هغه دارنګه په افغانستان کې د کرېکټ پرمختګ ته په اشارې سره وویل، چې هېواد به یې له تخنیکي پلوه په دې برخه کې هم د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان په کانګرس کې ګډون وکړ

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وازرت وزیر نورالدین عزیزي د چين د هينان په ښار کې د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان کانګرس د پرانيستې مراسمو کې ګډون کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۲مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونواو اقتصادي سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې موخه د نړۍوالې سوداګرۍ پياوړتيا او په ډيجيټلي بڼه د بدلېدونکي نړۍوال اقتصاد په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو ارزونه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دغه نړۍوال کانګرس کې د دوی د پلاوي ګډون د سوداګرۍ د پیاوړتیا او پانګونې په برخه کې خورا مهم او د پام وړ ګام دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) دغه کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی به په دغه غونډه کې وینا هم وکړي او د بېلابېلو هېوادونو له وزیرانو سره به دوه‌اړخیزې ناستې ولري.

د ایران په بیرجند کې د افغانستان او ایران د ګډې پانګونې لومړنی نندارتون جوړېږي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد په سویلي خراسان ولایت کې د افغانستان او ایران د ګډې پانګونې او سوداګریزو فرصتونو د څرګندولو په موخه یو لوی نندارتون جوړېږي. دغه ننداراتون د یاد ولایت د اقتصادي وړتیاوو د معرفي کېدو لپاره د (تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې) نېټې پورې په بیرجند کې جوړېږي.

د اېراف اژانس د راپور له مخې؛ د بیرجند ښاروال علي ناصري اعلان کړی، چې دا د ایران او افغانستان د ګډو پانګونو او سوداګرۍ لومړی نندارتون دی چې د سوېلي خراسان پر اقتصادي وړتیاوو راڅرخي. ناصري زیاته کړه، دغه نندارتون چې د روان کال (د تلې له ۲۶مې څخه تر ۲۹مې) پورې به دوام ولري کولای شي د سوېلي خراسان د اقتصادي ونډې د زیاتوالي لپاره یو مهم پړاو وي.

هغه وویل، سوېلي خراسان له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو درېیم رسمي بندر د ماهیرود په پوله کې موقعیت لري چې دغه ولایت د ایران د ختیځ له مهمو سیمو شمېرل کېږي او له پخوا څخه یې له افغانستان سره نږدې اقتصادي اړیکې لرلې.

د بیرجند ښاروال دغه نندارتون د افغان او ایراني سوداګرو لپاره یو بې‌ساری فرصت وباله او ویې ویل، چې دا هڅه به د ولایت د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د بیا تعریف لپاره سټراتیژیک اهمیت ولري.

نوموړي له ټولو اقتصادي فعالانو، پانګه‌والو او تولیدوونکو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه، د سوېلي خراسان په کانونو، صنعت او ګرځندوی برخو کې بې‌سارې وړتیاوې لري، چې دغه نندارتون به افغان پانګه‌والو ته د هغوی د معرفي کولو یو ارزښتناک فرصت وي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه نندارتون به وکولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه، په ځانګړې توګه د سوېلي خراسان او د افغانستان د فراه ولایت ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د پاکستان دفاع وزیر یو وار بیا د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی؛ خو دغه مېلمه پالنه دوی ته د خپلو وینو په بیه تمامه شوې ده. نوموړي ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره په وار، وار مذاکرات کړي؛ خو لاهم پاکستان کې وینه تویېدنه نه‌ده درېدلې او دوی هره ورځ د سرتېرو جنازې پورته کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې نور د ترهګرو ملاتړ دوی ته د منلو نه‌دی.

د پاکستان د دفاع وزیر په وار، وار دې ته ورته توندې څرګندونې او ادعاوې کړې دي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعا چې ګواکې دوی په پاکستان کې د ورانکاره کړونو ملاتړ کوي، رد کړې دي.

نوموړي تېره ورځ هم د ملي شورا په غونډه کې ویلي و، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه‌دي.

هغه وویل، چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې وڅاري.