• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند وایي، له طالبانو سره اړیکې د سفارت تر کچې لوړوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو له پراخېدو خبر ورکړ. هغه دارنګه ويلي، چې هند به له طالبانو سره اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړي.

جی شنکر زیاته کړې، د طالبانو له پلاوي سره به د هند په هغو پروژو هم خبرې وکړي چې دوی یې په افغانستان کې د بشړېدو ژمنه کړې وه. نوموړی وړاندې وايي، هند ته د امیرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم او د پام وړ رول لري او دوی هیله‌من دي چې په بېلابېلو برخو کې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي، هند او افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره ګډه ژمنتیا لري؛ خو دغه مسله له پولو هاخوا د ټرهګرۍ تر ګواښ لاندې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د هغه هندي پروژو چې له وړاندې بشپړې شوې، د بیارغونې په برخه کې هم خپله ژمنه تازه کړه. دغه لوړپوړي هندي ډیپلومات ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د روغتیایي سکټور په برخه کې په پراخه کچه پانګونه وکړي. د افغانستان روغتونونو ته د پرمختللو اېم ار ای او سیټي سکن ماشینونو او ۲۰ مجهزو امبولاسونو سربېره د واکسینونو ورکړه؛ د عامې روغتیا په برخه کې د هند لویې ژمنې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ به د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راشي. جی شنکر افغانستان ته د کډوالو د پراخې ستنېدنې په اړه خواشیني وښوده او د سرپناوو د جوړولو په برخه کې یې کابل ته د مرستو ډاډ ورکړ.

د هغه په وینا؛ هند د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د امیرخان متقي له دې غوښتني چې هندي کمپنۍ دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، د زړه له تله مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مسله د تعامل او فکر وړ ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د اوبو د مدیرت په برخه کې هم د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د هند تخنیکي ظرفیت به په دې برخه کې وکارول شي. هغه دارنګه په افغانستان کې د کرېکټ پرمختګ ته په اشارې سره وویل، چې هېواد به یې له تخنیکي پلوه په دې برخه کې هم د افغانانو لاسنیوی وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان په کانګرس کې ګډون وکړ

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وازرت وزیر نورالدین عزیزي د چين د هينان په ښار کې د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان کانګرس د پرانيستې مراسمو کې ګډون کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۲مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونواو اقتصادي سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې موخه د نړۍوالې سوداګرۍ پياوړتيا او په ډيجيټلي بڼه د بدلېدونکي نړۍوال اقتصاد په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو ارزونه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دغه نړۍوال کانګرس کې د دوی د پلاوي ګډون د سوداګرۍ د پیاوړتیا او پانګونې په برخه کې خورا مهم او د پام وړ ګام دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) دغه کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی به په دغه غونډه کې وینا هم وکړي او د بېلابېلو هېوادونو له وزیرانو سره به دوه‌اړخیزې ناستې ولري.

د ایران په بیرجند کې د افغانستان او ایران د ګډې پانګونې لومړنی نندارتون جوړېږي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد په سویلي خراسان ولایت کې د افغانستان او ایران د ګډې پانګونې او سوداګریزو فرصتونو د څرګندولو په موخه یو لوی نندارتون جوړېږي. دغه ننداراتون د یاد ولایت د اقتصادي وړتیاوو د معرفي کېدو لپاره د (تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې) نېټې پورې په بیرجند کې جوړېږي.

د اېراف اژانس د راپور له مخې؛ د بیرجند ښاروال علي ناصري اعلان کړی، چې دا د ایران او افغانستان د ګډو پانګونو او سوداګرۍ لومړی نندارتون دی چې د سوېلي خراسان پر اقتصادي وړتیاوو راڅرخي. ناصري زیاته کړه، دغه نندارتون چې د روان کال (د تلې له ۲۶مې څخه تر ۲۹مې) پورې به دوام ولري کولای شي د سوېلي خراسان د اقتصادي ونډې د زیاتوالي لپاره یو مهم پړاو وي.

هغه وویل، سوېلي خراسان له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو درېیم رسمي بندر د ماهیرود په پوله کې موقعیت لري چې دغه ولایت د ایران د ختیځ له مهمو سیمو شمېرل کېږي او له پخوا څخه یې له افغانستان سره نږدې اقتصادي اړیکې لرلې.

د بیرجند ښاروال دغه نندارتون د افغان او ایراني سوداګرو لپاره یو بې‌ساری فرصت وباله او ویې ویل، چې دا هڅه به د ولایت د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د بیا تعریف لپاره سټراتیژیک اهمیت ولري.

نوموړي له ټولو اقتصادي فعالانو، پانګه‌والو او تولیدوونکو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه، د سوېلي خراسان په کانونو، صنعت او ګرځندوی برخو کې بې‌سارې وړتیاوې لري، چې دغه نندارتون به افغان پانګه‌والو ته د هغوی د معرفي کولو یو ارزښتناک فرصت وي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه نندارتون به وکولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه، په ځانګړې توګه د سوېلي خراسان او د افغانستان د فراه ولایت ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د پاکستان دفاع وزیر یو وار بیا د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی؛ خو دغه مېلمه پالنه دوی ته د خپلو وینو په بیه تمامه شوې ده. نوموړي ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره په وار، وار مذاکرات کړي؛ خو لاهم پاکستان کې وینه تویېدنه نه‌ده درېدلې او دوی هره ورځ د سرتېرو جنازې پورته کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې نور د ترهګرو ملاتړ دوی ته د منلو نه‌دی.

د پاکستان د دفاع وزیر په وار، وار دې ته ورته توندې څرګندونې او ادعاوې کړې دي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعا چې ګواکې دوی په پاکستان کې د ورانکاره کړونو ملاتړ کوي، رد کړې دي.

نوموړي تېره ورځ هم د ملي شورا په غونډه کې ویلي و، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه‌دي.

هغه وویل، چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې وڅاري.

اروپايي پارلمان: طالبان د زلزله‌ځپلو مېرمنو د مرستو په مخنیوي سره د بشریت ضد جنایت کوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱

اروپايي پارلمان د افغانستان د روان بشري وضعیت په اړه په یوه نوې پرېکړه‌لیک کې د طالبانو له لوري د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه او د زلزله‌ځپلو ښځو سره د مرستو مخنیوی «د بشریت ضد جنایت» بللی دی.

دغه پرېکړه‌لیک چې د پنجشنبې په ورځ د ۵۰۴موافقو، ۷۴مخالفو او ۳۰ممتنعو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو. په دې پرېکړه‌لیک کې د اروپايي ټولنې څخه غوښتل شوي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوي بشري ناورین ته جدي غبرګون وښيي او د مرستو رسونه، په ځانګړي ډول د ښځو او محرومو قشرونو لپاره، پراخه کړي.

د اروپايي پارلمان استازو ویلي، د نړیوالو مرستو کمښت د کونړ او ننګرهار د خلکو حالت لا پسې خراب کړی دی، او له اروپايي کمېسیون یې غوښتي چې د افغانانو د بنسټیزو اړتیاوو لپاره بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د طالبانو هغه چلند، چې د زلزله‌ځپلو مېرمنو او نجونو د مرستو مخه نیسي، د «بشریت ضد جنایت» تعریف پوره کوي. له همدې امله، اروپايي پارلمان د ټولو محدودیتونو د سمدستي لېرې کولو غوښتنه کړې ده، څو د بشري مرستو وېش له خنډ پرته ترسره شي.

استازو همدارنګه له اروپايي ټولنې او سیمه‌ییزو شریکانو غوښتنه کړې چې د طالبانو له لاسوهنې پرته، د بشري مرستو د مستقیم انتقال لپاره له غیر دولتي بنسټونو سره نږدې همکاري وکړي.

اروپايي پارلمان له اتحادیې او د هغې له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشار زیات کړي، د هغوی شتمنۍ کنګل کړي، سفرونه یې منع کړي او له دې ډلې سره د رسمي اړیکو له ټینګولو ډډه وکړي.

په پرېکړه‌لیک کې د هغو افغان فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې چې دا مهال په پاکستان کې د اروپايي هېوادونو د پناه غوښتنو د ارزونې په تمه دي. اروپايي پارلمان له دغو هېوادونو غوښتي چې د دوی د پناه غوښتنو د ارزونې بهیر چټک کړي.

یاده دې وي چې د اګست په ۳۱مه نېټه، په کونړ ولایت کې د ۶ریشتر درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰زیات کسان مړه، زرګونه نور ټپیان او شاوخوا ۶۷۰۰کورونه ویجاړ شول.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵کال لپاره یې ۱۶۱میلیونه یورو بشري مرستې ځانګړې کړي، او د زلزله‌ځپلو لپاره یې یو میلیون یورو اضافي بودجه هم منظور کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې نږدې ۹ میلیونه ماشومان د سرخکان پر ضد واکسین شول

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۱

د روغتيا نړيوال سازمان «ډبلیو ایچ او»اعلان کړی،چې په افغانستان کې د سرخکان ناروغۍ پر ضد د واکسين عمومي کمپاين لومړۍ مرحله په برياليتوب سره پای ته رسېدلې او شاوخوا ۸.۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په لومړي پړاو کې هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر لسو کلونو پورې دي، په ۱۷سړو ولایتونو کې واکسين شوي دي. دا کمپاين د افغانستان د ملي معافيت د پراختیا پروګرام په همغږۍ ترسره شوی.

د روغتيا نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې سرخکان يو له تر ټولو ساري او وژونکو ناروغیو څخه ده، خو د واکسين له لارې د مخنیوي وړ ده. په افغانستان کې د عادي واکسين خدمتونو ته محدود لاسرسی، د ماشومانو خوارځواکي، او د روغتيايي پاملرنې کمښت د دې لامل شوی چې دغه ناروغي لا هم جدي ګواښ وي.

د طالبانو د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۹۳۰۰ډېرې پېښې د سرخکان ثبت شوې وې، او یوازې د همدې کال تر اګست پورې ۸۵۰۰نوې پېښې راپور شوې. د ناروغۍ د خپرېدو شمېر هم د ۲۰۲۳کال له ۱۲۷پېښو څخه په ۲۰۲۴کال کې ۴۳۰پېښو ته لوړ شوی دی، چې نږدې ۹۲سلنه یې د لسو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.

100%

د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان استازي اډوین سنیزا سالواډور ويلي:«سرخکان يوه وژونکې خو د مخنيوي وړ ناروغي ده. په داسې هېواد کې لکه افغانستان، چيرې چې ماشومان ډېر زیانمن دي، واکسين د ژوند ژغورنې وسیله ده. د کمپاين لومړۍ مرحلې بشپړېدل د ميليونونو ماشومانو د خونديتوب لپاره يو حياتي ګام دی.»

ده زياته کړه چې د روغتيايي کارکوونکو، رضاکارانو او همکارو بنسټونو هڅې د ستاينې وړ دي، ځکه دوی دغه پروسه د سختو شرايطو لاندې ترسره کړه.

د یادولو وړ ده، چې د سرخکان پر ضد دا کمپاين په دوو پړاوونو کې طرحه شوی، څو د شپږ مياشتو تر لسو کلونو عمر لرونکي ماشومان تر ۹۵سلنه پوښښ لاندې راولي. د دوهم پړاو لپاره چمتووالی روان دی، او نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې هېڅ ماشوم به له واکسين پاتې نه شي.