• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش به د غزې د سولې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره مصر ته سفر وکړي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش به د غزې لپاره د سولې د پلان په اړه د یوې نړۍوالې سرمشریزې لپاره مصر ته سفر وکړي، چې مشري به یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند وایي، چې ګوترېش به د دوشنبې په ورځ د شرم‌الشېخ سولې ناسته کې د ګډون لپاره مصر ته سفر وکړي او د چهارشنبې په ورځ به بېرته د ملګرو ملتونو مرکز نیویارک ته ستون شي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشران به د غزې د سولې په غونډه کې ګډون وکړي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۱
100%

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو د مصر په شرم‌الشېخ کې د غزې په اړه د سولې په نړۍوال کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی. امانوېل مکرون، پیډرو سانچیز او جیورجیا میلوني د نړۍ له مشرانو سره یوځای شوي دي، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه مشري کېدونکې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د برېتانیا لومړی وزیر هم ګډون وکړي.

تمه کېږي، چې د دې ناستې پر مهال د اسراييل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر هم پیل شي، خو اسراییل به پخپله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

حماس هم اعلان کړی، چې د شرم‌الشېخ په ناسته کې ګډون نه کوي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې حماس «په دې بهیر کې دخیل نه دی» او تر ډېره یې پخوانۍ خبرې اترې د قطر او مصر له لارې تعقیب کړې دي.

متقي په سفارت کې د افغانستان د ملي بیرغ په لیدو خپله لاره بدله کړه

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ډيلي په سفارت کې له خبري ناستې وروسته له سفارت څخه د وتلو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ د ودانۍ په دروازه کې ولید، نو هغه او د طالبانو د پلاوي غړو خپله لار بدله کړه، څو خبریالان له ملي بیرغ سره د دوی انځور وانخلي.

که څه هم د امیرخان متقي سفر لا هم پای ته نه دی رسېدلی، خو له ډېرو اړخیزو اغېزو سره مخ شوی دی.

له دې وړاندې د بامیان د بودا مجسمې سره د هغه د خبري غونډې انځور خپرېدل او د ښځينه خبریالانو له شتون پرته خبرې غونډې ترسره کېدل سخت غبرګونونه راپارولي وو.

سرچینو ویلي، چې په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د امیرخان متقي د خبري ناستې په تالار کې د طالبانو بیرغ نه و، خو د طالبانو پلاوي له ځان سره د کابل نه خپل بیرغ وړی و او هغه یې له بکس نه را واېسته او د بهرنیو چارو وزیر مخې ته یې پر مېز کېښود.

یاد اقدام د ډیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

هند ته د امیرخان متقي سفر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

له دې وړاندې د هند د اپوزیسیون مشر د دغه هېواد لومړی وزیر تورن کړ، چې د طالبانو پر وړاندې یې د هندي ښځو ملاتړ نه دی کړی.

سرچینې: هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ته څېرمه د کرښې اوږدو کې جګړه روانه ده

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، طالبان پر کابل او ځینو سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره نښتي دي.

سرچینې زیاتوي، په دغو جګړو کې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي. لا تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې سره سم، په ننګرهار کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولین وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ بانډر درې ساحه کې فرضي کرښې ته پورې غاړې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته نیولې او بیا یې په بمونو الوزولې ده.

د دغې قول اردو د خبرپاڼې له‌مخې، د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ د ماشين ناو ساحه کې هم د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته یې نیولې او په وینا یې ډېر ژر به په بمونو والوزول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات هم د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د مشرتابه تر ځانګړي څار لاندې روان دي.

طالبانو د فراه له زندانه ۸۴بندیان خوشې کړل

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۱ GMT+۱
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس وايي چې په فراه ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر ۸۴ بندیان خوشې کړي او د ۶۳ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.

یاد اژانس فراه کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې ازاد شوي زندانیان باید نور د جرمنو له ترسره کولو ډډه وکړي. دې ډلې د همدې اوونۍ په پیل کې د هملند ولایت له مرکزي زندان څخه سلګونه تنو بندیان خوشي کړي وو.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.

داسې مهال د دې بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکول کېږي، چې د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ورکول کیږي.

پر جنسي تېري محکوم افغان برېټانیا نه بېرته فرانسې ته لېږدول کېږي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱
100%

ټیلیګراف ورځپاڼې شنبه د (تلې ۱۹مه) د یو افغان زنداني کډوال په اړه لیکلي، چې هغه به د بند موده په فرانسه کې تېره کړي، ځکه چې جرم یې هلته کړی او بیا بریټانیې ته تښتېدلی و.

۳۶کلن عبدالله احمدزی، چې په فرانسه کې پر ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم محکوم شوی، له بریټانیا څخه فرانسې ته استول کېږي.

د خبر له مخې، دا کار ځکه کېږي، چې احمدزي ويلي و په بریټانیا کې د زندان کوټې ډېرې وړې دي.

ټیلیګراف لیکلي، چې هغه په پنځه کاله بند محکوم شوی او د زندان دا موده به په فرانسه کې تېروي. د ورځپاڼې په وینا، احمدزی په فرانسه کې تر جرم وروسته د یوې وړې کښتۍ په وسیله بریټانیا ته تښتېدلی و.