د خېبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ نن د نوي سر وزیر لپاره رایه اچونه کوي

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ویلي، چې نن به په ایالتي اسمبلۍ کې د سر وزیر څوکۍ لپاره د تحریک انصاف ګوند له لوري نوماند سهیل اپریدي او د علما اسلام ګوند لهخوا نوماند مولانا لطف الرحمان ته رایه اچونه وشي. دغه اسمبلۍ ۱۴۵څوکۍ لري، چې ۹۳ یې د تحریک انصاف ګوند دي.