طالبان د ۲۰ ورځو لپاره د سلما بند اوبه خوشې کوي

د طالبانو د هرات ولایت چارواکو اعلان کړی چې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پروګرام به د روان کال د لړم په ۱۰مه نېټه پیل شي او د شلو شپو او ورځو لپاره به دوام کوي.

د طالبانو د هرات ولایت چارواکو اعلان کړی چې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پروګرام به د روان کال د لړم په ۱۰مه نېټه پیل شي او د شلو شپو او ورځو لپاره به دوام کوي.
یاده پرېکړه د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د هرات والي مولانا اسلامجار په مشرۍ، د اړوندو ادارو او د هریرود د لارې د اتو ولسوالیو د استازو په ګډون شوې ده.
د طالبانو د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د چارشنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي، په دې غونډه کې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو د تنظیم، د کرنیزو اړتیاوو او د اوبو د عادلانه وېش په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ، پارلمان او د ایراني وګړو د چارو مرستیال وحید جلالزاده ویلي، چې دغه هېواد به د افغانستان له هریرود سیند څخه د خپلې حقابې لپاره له ډیپلوماسۍ او هرې ممکنه لارې کار واخلي.
وحید جلالزاده د اېرنا خبري اژانس خبریال سره په مرکه کې ویلي، د اوبو ډیپلوماسي د ایران د بهرنیو چارو او برېښنا وزارتونو له مهمو دندو څخه ده. هغه زیاته کړه: «موږ د خپل حقابې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغې موضوع لپاره افغانستان ته سفر کړی او زموږ د اوبو او برېښنا وزارت هم دغه موضوع څاري.»
نوموړي وړاندې ویلي، یاد وزارت به د خپلو ټولو هغو ولایتونو له والیانو او استازو سره وویني چې د اوبو له کمښت سره مخ دي. هغه وایي:« موږ به په ګډه هڅه وکړو، چې له افغانستان نه د خپلو اوبو حق ترلاسه کړو.»
جلالزاده د دویمې سیمهییزې غونډې د همغږۍ لپاره مشهد ته تر سفر کولو وروسته وویل، دغه سیمهییزه غونډه به د روان لمریز کال (د تلې په ۳۰مه نېټه) په مشهد کې جوړه شي او د لړم میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
د هغه په وینا؛ په دغه غونډه کې به د ایران د ختیځو ولایتونو والیان، د ګاونډیو هېوادونو سفیران، کارپوهان او پانګهوال برخه واخلي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو موضوع له پخوا راهیسې جنجالي وه؛ خو په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان د پخواني لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران لومړي وزیر هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو په اړه تړون لاسلیک شو؛ خو ایران دغه تړون تر اوسه نهدی منلی او نه یې هم مراعت کړی دی.
د هلمند د اوبو موضوع لا نهده حل شوې، چې ایران په هریرود سیند کې هم د حقابې موضوع راپورته کړه. ایران داسې مهال په هریرود کې د حقابې خبره راپورته کوي، چې طالبان له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه پېژني او په نړۍواله کچه ملاتړ هم نهلري.

کراچۍ کې د افغان کډوالو پاتې جایداد د غصب په حال کې دی. د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د کډوالو پنډغالي کې ۱۵۶۸۰افغانان اوسېدل. دغه کډوالو رسنیو ته ویلي، چې په یاده سیمه کې دوی دغه ځمکه د پيسو په بدل کې پېرلې وه او د پاکستان حکومت یې هغه مهال مخه نه نیوله؛ خو اوس د پلور اجازه نه ورکوي.
ډان ورځپاڼې چهارشنبه (د تلې ۲۳مه) د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر په حواله لیکلي، هغه ځمکې چې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې له افغان کډوالو پاتې شوې؛ دا وېره شته چې خلک یې غصب کړي. دغه لوړپوړي افسر وړاندیز کړی، چې باید د دغه ځمکو د ملکیت او حدودو د تثبیت د څېړلو لپار یوه کمېټه جوړه شي.
د لوېدیځې حوزې د پولیسو لوړپوړي افسر (DIG) عرفان علي بلوڅ د کراچۍ د پولیسو مشر ته په یوه لیک کې ویلي، د اړوندو ادارو له استازو دې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي چې د افغان کډوالو د پنډغالي ځمکه غصب نهشي.
دغه ځمکه په ملېر پرمختیایي دولتي ادارې (MDA) پورې اړه لري او ټولټال ۳۱۱۷ کورونه پهکې جوړ شوي، چې له دې ډلې له ۲۰۰څخه تر ۲۵۰ پورې کورونه د پاکستانيانو دي.
راپورونه ښيي، چې په دغه پنډغالي کې پخوا نږدې ۱۵۶۸۰ افغانان اوسېدل. د دغه افغانانو له ډلې ۱۴۲۹۶ کسان یې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته اېستل شوي او۱۳۸۴ یې د ستنېدو په حال کې دي.
افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې دوی د دغه ځمکو ډېره برخه د پیسو په بدل کې پېرلې وه او د پاکستان حکومت هغه مهال د دغه کار مخه نه نیوله. دغه کډوال وايي، اوس حکومت اجازه نهورکوي چې دغه جایداد دوی وپلوري.
ځينو کډوالو ویلي، چې دوی ته جایداد خو پرېږده د کور د سامان وړلو اجازه هم نهده ورکړل شوې او یوازې په یوه جوړه کالیو کې په جبري توګه له کورونو اېستل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، د نړۍوالې ټولنې چوپتیا طالبان نور هم زړور کړي دي. هغه وایي:« موږ باید دغه چوپتیا ته د جرم د شریک په سترګه وګورو. د بشریت ضد جنایتونو قانوني تشرېح نه یوازې حقوقي اړتیا ده؛ بلکې اخلاقي وجیبه هم ده.»
هغه نن چهارشنبه (د تلې ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو شپږمې کمېټې ته د خپلې وینا متن خپور کړ. دغه وینا د هغه کنوانسیون د جوړېدو په ملاتړ اورول شوې، چې د بشريت ضد او جنایتونو د مخنيوي په اړه جوړېږي.
په دغه متن کې راغلي، افغانستان یو ځل بیا د دغه کنوانسیون په اړه خپل ملاتړ څرګندوي. هغه ویلي:« موږ د مکسیکو او ګامبیا له مشرتابه مننه کوو، چې د حکومتونو ترمنځ یې د بشري حقونو د خبرو لپاره زمینه برابره کړه.»
ښاغلی فایق زیاتوي، د داسې تړون نشتوالی په نړۍوال قانون کې یوه لویه تشه ده؛ هغه وحشتونه چې هره ورځ د افغانستان په ګډون په نړۍ کې کېږي، معافیت ته لاره هواروي.
هغه وړاندې ویلي، د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د افغانستان خلک په منظم ډول ځورول کېږي؛ داسې ځورول چې هر ډول جنایتونه پهکې شامل دي. نصیر احمد فایق وویل:« د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور او دغه ډول د یاد سازمان نور راپورونه دا ثابتوي، چې د افغانستان د ملکي وګړو، په تېره بیا ښځې او پخواني چارواکي په منظم ډول ځورول کېږي.»
ښاغلی فایق زیاتوي، د یوناما د راپور له مخې دا مهال ۲۹زره او ۵۰۰ کسان د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي چې دغه شمېر له ۲۰۲۱کال راهیسې خورا لوړ دی.
نصیر احمد فایق وايي:« د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول په منظم ډول دوام لري. دا په شعوري ډول جنسیتي اپارټایډ دی، چې د طالبانو لهخوا د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون عملي کول، بدني سزاوې، د ښځو علني سپکاوی او غیرانساني چلند یې څرګندې بڼې دي.»
د ښاغلي فایق په وینا؛ دغه ډول کنوانسیون به د دولتونو ظرفیت لوړ کړي، چې د مجرمینو د محاکمې په برخه کې یو د بل ملاتړ وکړي او هغه قانوني تشه به ډکه کړي چې اوس «ظالمان» ترې کار اخلي.

د سوېلي خراسان ولایت په مرکز بیرجند ښار کې د اقتصادي او سوداګریزو توکو نندارتون پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي. دغه نندارتون به (د تلې په ۲۶مه) پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې تر اوسه ۴۰۰ افغان سوداګرو ته پهکې بلنه ورکړل شوې.
د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي همغږۍ مرستیال مهدي جعفري وویل، دغه نندارتون د افغانستان په بازارونو کې د ایراني تولیداتو د ځلېدو لپاره ښه فرصت دی. هغه ویلي، د نندارتون ځای او ټول لازم تجهیزات چمتو شوي او باید ایران د مېلمنو ښه خدمت وکړي.
جعفري د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړه، دغه نندارتون د پانګهوالو د جذب، د صادراتو پراختیا او ظرفیتونو د معرفي کېدو لپاره مناسبه وسیله ده.
د هغه په وینا؛ تر اوسه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ۴۰۰ افغان سوداګرو بلنه منلې او د هغوی د ویزو صادرېدو بهیر روان دی. نوموړي زیاته کړه، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې له افغانستان سره د سويلي خراسان ولایت سوداګري د ارزښت له مخې ۱۲۳سلنه او د وزن له مخې ۷۴ سلنه ډېره شوې ده.
د ایراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه نندارتون په بشپړ ډول د خصوصي سکتور لهخوا جوړېږي او د سويلي خراسان د سوداګرۍ خونه یې اجرایوي مسوولیت پر غاړه لري.
پخوا په اسلامکلا کې د افغانستان او ایران پر پوله ګډ بازار و، په دغه بازار کې به د دواړو هېوادونو سوداګریز مالونه خرڅېدل چې د نندارتون بڼه یې لرله؛ خو اوس دغه ګډ بازار نهشته.
اقتصادي شنونکي وايي، که طالبان هم په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او یا په افغانستان کې دغسې نندارتون جوړ کړي، د افغانستان سوداګریزو توکو ته به د نړۍوالو سوداګرو پام ور واړوي.
د اېراف د راپور له مخې؛ دغه نندارتون ته یوازې افغان سوداګر وربلل شوي دي.

د ایران د یزد والي محمد رضا بابايي ویلي، چې د افغان کډوالو د «غېرقانوني» تګ راتګ د ستونزې د حل یوازینۍ لاره د ایران د پولو اغېزمن مدیریت دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بابايي ویلي:«د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د تنظیم لپاره په هغو ولایتونو کې چې له نورو هېوادونو سره پولې لري، اغېزمن اقدامات کولای شي د دې ستونزې د حل بنسټیزه لاره شي.»
نوموړي د یزد د اوسېدونکو د اندېښنو په اړه چې د افغان کډوالو له زیات حضور سره تړاو لري، ویلي: «خوشبختانه چې په وروستي یوه کال کې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د تنظیم او ثبت لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.»
هغه غوښتنه وکړه، چې د یزد په ولایت کې دې د وګړو د چارو ادارې دفتر لپاره اړین تاسیسات برابر شي او د افغان کډوالو د استوګنځایونو د تنظیم لپاره دې جدي اقدام وشي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ایران په وروستیو اوونیو په ځانګړي ډول د اسراییل او حماس د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.
تر دې وړاندې د خراسان رضوي د والي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي و، چې د دغه ولایت اړوند سیمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه بېاسناده افغانان د دوغارون بندر له لارې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
شمقدري زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ثبت او څارنې لپاره بایومیټریک سیستم بشپړ شوی، چې له مخې به یې د کډوالو تګ راتګ په خراسان رضوي کې په انلاین بڼه څارل کېږي.
د ایراني چارواکو دا تازه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر ضد د نړۍوالو بشري بنسټونو او د ملګرو ملتونو له لوري اندېښنې زیاتې شوې دي.
