د فدرالي حکومت په بندېدو هره اوونۍ د امریکا اقتصاد ته ۱۵ مېلیارد ډالره زیان رسېږي

د امریکا خزانې وزارت وايي، د فدرالي حکومت بندېدل د دغه هېواد اقتصاد ته هره اوونۍ تر ۱۵ مېلیارد ډالرو پورې زیان رسوي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د پانګونې په برخه کې پر رامنځته شویو فرصتونو به ناوړه اغېز وکړي.

د روانې اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې د امریکا په ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلافونو له کبله د امریکا د فدرالي حکومت بودجه نه‌ده تصویب شوې، چې له کبله یې ګڼې ادارې تړل شوې دي.